په رڼا ورځ د ټوپکو درې تورې میلې یوې ونې ته نیول شوي. ونه کې ناخبره او ستړی مرغه ناست دی. هغه په دې فکر دی چې د مهذبو ښاریانو په منځ کې به دمه وکړي، خو هغه خبر نه دی چې اوس تهذیب له ټولو کډه کړې. شیبه وروسته همدې خوشباوره مرغه پر سینه ساچمه وخوړه. پر بدن یې توده وینه جاري شوه. مرغه د ونې له سره خلکو ته وکتل خو پر هیچا یې یقین نه راته. هغه هیڅ باور نه کاوه چې د یوه ښار اوسیدونکي دې دومره بې تهذیبه وي. مرغه خپل قاتل پسې سترګې ګرځولې، خو بدن یې کمزوری شو، سر یې ځوړند شو او بیا شیبه وروسته د خلکو منځ کې پر قیر سړک، په شړق را ولوید. د مرغه له مښوکې وینه راغله، اخوا دیخوا یې په نیمه پرانیستو سترګو ښاریانو ته د ترحم او زړه سوي په نیت وکتل خو چې د هغوی بې پروايي یې ولیده، سر یې کیښود او شیبه وروسته یې پر تنکۍ مرۍ په وینو سریښ چاقو راکش شو.
دا مرغه هم د څو نورو سر پرې کړو همنوعو سره ،چې یوه ځوان له پښو نیولي وو، یو ځای شو. ځوان همداسې ټوپک په لاس ونې لاندې له دوه نورو ښکاریانو سره ولاړ و او د بل مرغه د ویشتلو تابیا یې کوله.
دا ځای ځنګل نه دی، دا ځای د جلال اباد ښار زړه دی. د وچې ډنډې غاړه ده. په هر سړک یې تعلیم یافته او تحصیل یافته کسان تیریږي، خو هیڅوک دې ته وخت نلري چې ښکاري ته ووايي: وروره، دا ځنګل نه دی، ښار دی. د علم او ادب زانګو بلل کیږي، لطفا د ښار په منځ کې ښکار مکوئ!
یواځې د وچې ډنډې شاوخوا ونې د مرغانو قتلګاه نه ده، د دې ښار په هره ونه کې ستړي مرغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
جلال اباد عجیبه ښار دی، که د علم او ادب زانګو یې اوس هم وګڼو نو هغې زانګو ته پاتې کیږي چې مراندې یې شکیدلي وي او همداسې ګډه وډه پرته وي.
جلال اباد اوس یو بې سرپوښه ښار دی. دلته هر څوک چې هر څه وغواړي کولای یې شي. هیڅوک نشته چې لږ تر لږه نصیحت ورته وکړي. دلته نه څوک د چاپریال ساتنې په فکر کې دي او نه د ښاري نظم. دلته د عمل ازادي ده، که څوک منځ ښار کې ښکار کوي، که څوک ښار ګنده کوي، که څوک ښار کې غیږ غیږ تور لوګي شیندي، که څوک پیاده رو کې دوکانداري کوي او که… خپل کار یې دی.
د جلال اباد ښار په منځ کې د مرغانو ویشتلو راته د پیښور – هریپور، لویه لاره را یاده کړه:
زموږ کورونه هریپور کیمپ کې وو. هغه وخت د ابتدایه ښوونځي زدکوونکی وم. د لوحو لوستلو ډير خوند را کاوه. له پیښوره تر هریپوره د سړک تر غاړو ډیرې لوحې وې، بیلابیلې خبرې پرې لیکل شوې وې؛ خو هغه چې زما لپاره ډيره خوندوره وه هغه د ښکار په اړه وه.
پر دې لاره څو ځایه داسې لوحې لګیدلې وې چې اردو به پرې لیکل شوي وو: (( پر ځنګلي مرغانو رحم وکړئ! ، پر ځنګلي حیواناتو رحم وکړئ! ))
دې کوچنیو جملو به لوی ټکان راکړ او بیا به هر مارغه راته د ترحم وړ ښکاریده.
نور خلک هوښیار دي، د خپل ښار او چاپریال لپاره کار کوي. د همدې کار لپاره ادارې فعالې دي او د ادارو چلوونکیو له خپل هیواد سره مینه ده، هغو کارونو ته څوک نه پریږدي چې کول یې د چاپریال ښکلا لوټي.
دلته هم ادارې شته. د هر کار لپاره یوه اداره شته، خو داسې په ژمني خوب ویدې دي چې سړی هیڅ نه پوهیږي کومه اداره کوم کارونه په مخ وړي؟
جلال اباد کې هیڅوک په دې نپوهیږي چې د چاپریال ساتنې دنده د چا ده؟ د ښاري نظم دنده د چا ده؟ د ښاري نظم د سرغړونکیو د مخنیوي دنده د چا ده او…؟
نو خلک به څه پوه شي؟ خلک خو هغه وخت پوهیږي چې د اړونده ادارو فعالیتونه وویني. دلته خو هیڅوک چاته نه وايي چې منځ ښار کې د ښکار کولو اجازه نه لرې. دلته خو ان په دولتي پارکونو کې ښکار کیږي یو وخت مې آن د شفاخانو تر ونو لاندې هم ښکاریان لیدلي وو چې لاسونو کې یې سر پرې کړي مرغان قوده کړي وو.
ماته هم لکه د نورو ښاریانو په څير د ادارو دندې نه دې معلومې، خو د هرې ادارې دنده چې وي، خواست ترې کوم:
د خدای په خاطر ، لطفاً لږ تر لږه د ښار په منځ کې د مرغانو ښکار بند کړئ، پریږدئ چې ښایسته مرغان د ښار په ونو کې دمه وکړي، پریږدئ چې د چاودنو او ډزو په منځ کې د مرغانو خوږې نغمې هم واورو او پریږدئ چې….
( سرخط ورځپاڼه)