اباسین جکړ

د امپړه لیکوال او بې پروا مدیر طبعه ښه سره لګیږي. لکه راشی او مرتشی، رشوت اخیستونکې او رشوت ورکونکې. ځکه دواړه ځانونه برحق بولې، خو په حقیقت کې دواړه پړه دي.

د همدی خبر د تائېدولو لپاره می تش یوه ورځ د ځنو ويب پاڼو، دولتې کنفرانسونو او یوي ورځپاڼې ته سر ورښکاره کړ. نومول شوؤ خبرۍ سرچینو هري لیکنې کې ځنې خبرۍ شته چې د چاپ او یا نشرولو  د مخه باید اول لیکوال او بیا مسؤل مدیر پري غور کړي واي.

د بیلګې په ډول د افغانستان اکسپرس په نامه انګریزې ورځپاڼې د اکتوبر په پینځلسمې نيټه د “نظر” تر نامه لاندي عنوان کې لیکلې چې “د طالبانو او داعش اسلام”
که مطلب پوره ولولې نو ټول د اسلام مبارک دین پسې چټیاتو نه ډکه لیکنه ده. چې یا خو د قصدأ دا کار شوي او یا هم لیکوال او مسؤل مدیر د بې خودي په حالت کې د دي لیکنې چاپول تائېد کړي. د طالبانو او داعش هر عمل د غندلو وړ دي، د هغوی یوه کړنه هم د اسلام پوري تړاو نلري. او د دواړو ډلو کړنو په خاطر باید اسلام ته په بده سترګه ونه کتل شې. نو د دي ورځپاڼې مسؤل مدیر باید د دي لیکنې ننګونه پر غاړه واخلې.

بل ځاي په یوي ویب پاڼه کې مي ولوستل چې “هندي اداره کارې …… واده وکړ”
په اصل کې مطلب کې رانغتې چې، هندې  ادا کارې ….. واده وکړه!
ډیره کوچنې تېروتنه، چې لومړي باید لیکوال او دوهم مسؤل مدیر پري ګرم وګڼل شي.

تر ټولو جالبه خو زمونږه دولتې ارګانونو پیامونه دي چې د پیریانو په ژبو لیکل کوي!

د کورنیو چارو وزارت یوه سیمینار لپاره په یوي ټوټې باندي لیکل شوې پیغام کې د پښتو ژبې يې ګانو د تیروتنې څخه پرته پوره لس املأیې تیروتنې کړي، چې په ښکاره ډول پدي پرده لیکل شوي متن به د کورنیوچارو وزارت ویندوۍ دفتر کې ناست مسؤل کس لخوا لیکل شوي وي. او د لیکلو وروسته  به هم د نوموړي کس لخوا دا لیکنه تائېده شوي او پر دیوال به زړول شوي وي!

په یوه ورځ مي یواځې دري درونو ته سر ښکاره کړ او دومره تېروتنې مي تر سترګو شوي. که ټوله میاشتې او يا پوره کال خبرونه وڅیړو نو څه حال به وي؟ دولتې ودانیو باندي لګول شوي لوحې خو به پر ځاي پریږدو!

اوس دا ننګونې یو سوال  را برسیره کوي چې، ناپوه ېو، که بې غوره؟

One thought on “بې سواده لیکوال او ناپوهه اډیټر (مسؤل مدیر) اباسین جګړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *