که د ازموینې د دې پاڼې املا چا لیدلې وي، هرو مرو به څا نه څه د لوړو زدکړو د خصوصي ادارو د مشر له دې خبرې سره همغږي شوي وي، چې د خصوصي زدکړو موسسې باید وتړل شي، ځکه دا په نوم علمي موسسې د سوداګرۍ او جیب ډکولو لپاره جوړې شوې دي، کوم بل هدف نه لري، که یې خلکو ته د زدکړو ور کولو هدف درلودلی، نو د مسلک اړوند استادان به یې ګمارل، د کابل او ولایتونو په دې موسسو کې ان د فلسفې استادان د بیوشیمۍ درس ور کوي، یا هم یو مدیر چې ممکن پوهنتون یې ویلی نه وي د ادبیاتو په درس بوخت وي.
په دې انځور کې د یوه استاد له املا دا پته لګولی او اټکل کولی شئ، چې د دغه ښاغلي د زدکوونکو راتلونکی به څه وي، هغه هم په ننګرهار کې د داسې علمي موسسې چې له نورو غوره بلل کیږي او د زدکوونکو شمېر یې له څلور زرو پورته شوی دی، خو په سر کې یې د علمي مرستیال په نوم داسې کس دی چې له نوم مخکې یې د ډاکټر کلیمه لیکلې وي، درحالیکه چې د مالونو ډاکټر دی، یعنې ویټرنري یې ویلې ده او د دې موسسې مشر هم په پاکستان کې تر ماسټري جالي اسناد جوړ کړي او په اونۍ کې یواځې یوه ورځ پوهنتون ته سر ور ښکاره کوي، نور په کابل کې له یوه مخابراتي شرکت سره د مالي مسوول دنده لري، چې داسې ده، نو دا خللک به د خپلې ادارې د وړتیا زیاتولو لپاره په مغز کې څه ولري او که یې لري، څه وخت به یې پلي کړي، چې یواځې په اونۍ کې یوه ورځ پوهنتون ته سر ور ښکاره کوي.
دا چې خپله وړتیا نه لري او کاروبار هم د جیب ډکولو لپاره کوي، استادان هم داسې کسان ګماري چې د ماشین په څېر شپه ورځ چالان وي، دوی چې هر څومره درس ورباندې واچاوه پروا نه لري او هغوی چې په نوم استادان دي بل ځای کار پرې ولاړ وي، هرو مرو به ور سره استادي کوي، خو څوک چې وړتیا لري، فکري ازادي به غواړي د دوی نیمګړتیاوو ته به ګوته نیسي، ځکه یې زغملی نه شي، بې له دې چې د تړون له مخې یوه میاشت مخکې خبر ور کول شي، چې ځان ته کار پیدا کړه، سهار به یې درس ور کړی وي، خو مازیګر به دروازه ساتونکی ورته وايي، چې نور داخل ته ننوتلی نه شې، همدا وجه ده چې له ورځې بلې ته په دا ډول ټولو موسسو کې د وړ په ځای ناوړه او د اهل په ځای نااهله استادان زیاتیږي.
له بهرنیو هیوادونو سره اړیکي هم د دوی لپاره عادي خبره ده، یواځې په بلخ کې پیام نور او په کابل کې هم پیام نور او اسلامي ازاد پوهنتون نه دي چې د ایران جاسوسان روزي، بلکې همدا د ننګرهار د الفلاح اداره هم د ایران په منګولو کې ده، د ننګرهار لپاره استازی یې ورځي، او ان د دې ادارې مشران یې ایران ته په چکر هم بوولي دي.
هیله ده د لوړو زدکړو وزارت نوی مشرتابه د خصوصي لوړو زدکړو موسسو دې ستونزو ته پام وکړي، همدارنګه د دولتي پوهنتونو د معیار اوچتولو لپاره هم ګامونه پورته کړي، که داسې نه کیږي، تش په نوم علمي موسسې وي، د لوستي او باسواد په جامه کې به مو د بې سوادي کچه نوره هم زیاته شوې وي، ځکه یې باید د ادارې له مشرتابه، استادانو او کریکولم نیولې تر زدکوونکو پورې شرایط بدل او نوي پرې ومنل شي، نه دا چې هر په نوم دولسم پاس دغو موسسو ته ورځي او په هرپوهنځي کېني، له څو کاله وروسته فارغیږي، خو په کار نه پوهیږي، هغه هم په داسې وضعیت کې چې ګران افغانستان ډېرو لوستو او پوهو ځوانانو او پېغلو ته اړتیا لري.
خدای پوهیژی چه زموژ وطن به وطن شی او که نه، خو چه هیڅ نوی په کار دری یا ځلورو نسلونو ته ضرورت دی چه له دی وطن نه یو څه به جوړ کؤی. او پخوا هم بل ډول نه وو، یو څو کسان چه د لوړ بوه خاوندان وو، نور نو دغه حال وو او که بل ډول وای زموژ وطن دی حال ته نه رسیده. له چا نه ګلی وکړو؟ دا خو ټول زومژ ګناه ده. تر هغه به دا دوام وکؤی چه موژ هوشیار شو .