یوه فرهنګي دوست په خپله فیسبوک پاڼه کې دا تریخ حقیقت لیکلی و چې «… اوس د همدې خاوری بچی له دولسم ټولګي فارغ شي، دومره څه یې زده نه وي چې د دندې اخیستلو لپاره غوښتنلیک ولیکي.» دی د دولسم فارغ ښیي، ما له پوهنځي فارغ شوي اشخاص ولیدل چې د عریضې د لیکلو چل یې نه و زده.

ما په خپله یوه سفر نامه (لار ورکي لارویان) کې د خپلو سترګو لیدلی حال لیکلي وو چې بهر میشتي افغان ځوانان خپلو کورنیو ته خپل احوال په بل چا باندې لیکي، خو اوس په افغانستان کې دننه حالات داسې راغلي یا راوړل شوي دي چې ډیری ځوانان له ښوونځي او پوهنځي نه فارغ وي، خو د سواد کچه یې دومره ټیټه وي چې عریضه په بل چا لیکي.

زموږ د ټولنې په عیني ژوند کې چې هره پاڼه چې را واړول شي او هر اړخ یې ولیدل شي، یوه نه، دوې نه لس ،شل، سل نه، بلکې په زرگونه ستونزې مو مخ ته راځي.

خبره زموږ په معارف او د نوي نسل په بیسوادۍ، کم سوادۍ او دې پورې اړوند ستونزو باندې ده. دا سمه ده چې جگړې به زموږ د ژوند پر ټولو برخو باندې منفي اغیز غوړولی وي، خو دا د دې مانا نه لري چې موږ دې حالاتو ته تسلیم شو، لاس تر زنې لاندې کینو او هر څه په خپل حال پریږدو. موږ باید د ستونزو د حل له پاره ژور فکر وکړو او ور سره سنجیده عمل ولرو، په تشو خبرو، چیغو سورو او شعارونو باندې هیڅ نه کیږي.

دا یو عیني واقعیت دی چې د دولت درې واړه ارگانونو کې مفسیدن برلاسي دي او اوبه له پاسه خړې دي، خو دې ته مو پام وي چې د ماشو مانو او کوچنیانو په  روزلو او لارښونه کې د کورنیو او میندو پلرونو رول هم مهم دی. موږ باید په ټوله مانا او سل په سلو کې دولت، د ښوونې روزنې وزارت، ښوونځي او ښونکي ملامت و نه گڼو، خپل ځانته، مور پلار ته او کورنیو ته هم باید د ملامتیا د سلنې حد ور وښیوو او په کور کې د ماشوم او کوچني د ادارې، اخلاقو، زدکړه او په درسونو کې د مرستې طریقه باید دوی ته ور په یاد شي، څو کورنۍ او میندې پلرونه هم په دې برخه کې خپل مسؤلیت درک او په ځای کړي.

په دې خبره د ماشوم او کوچنیانو د روزلو او د ښونې روزنې ټول مسلکي کسان په یوه نظر دي چې د سواد په زدکړه کې او د سویې په جگوالي کې د کورنیو او مور پلار ونډه هم مهمه ده.

د ټولنې د پوه او دراکو خلکو حق دی چې د ښوونځیو او ښونکو د سویې د ټیټوالي نه شکایت وکړي، خو د کوچنیانو د سویې ټیټ والی د اصلاح له پاره باید لار هم وښودل شي، کورنۍ او میندې پلرونه باید کور دننه خپلو مسولیتونو ته هم پاملرنه وکړي.

پر وطن، معارف او نوي نسل باندې د یوه زړه سواندي او دراک قلموال دې کرښو ته پام وکړئ:

«لسګونه کلونه وړاندې، د همدې خاورې بچی به له شپږم ټولګي فارغ شو؛ دومره څه به یې زده کړي و چې ماموریت وکړي.

اوس د همدې خاوری بچی له دولسم ټولګي فارغ شي، دومره څه یې زده نه وي چې د دندې اخیستلو لپاره غوښتنلیک ولیکي.

مفسدینو، غافلینو او جګړه مارو!

دا بدبخت ولس نور کومې کندې ته ټیل وهئ؟ همدا سزا یې بس نه ده؟»

«پنځم ټولګي کې وم. نه ډیر لایق وم او نه ډیر تمبل. پردۍ خاوره وه. پردی وطن و او تنظیمي مکتب و. مشر ورور مې له ایرانه خط را ولیږه. خپله مې په اسانه ولوست. پکې لیکلي یې و: که هر څه دې په کار وي؛ خط را ولیږه. خپله مې ځوابي خط ولیکه د لاسي ساعت او د شعرونو د کتاب غوښتنه مې وکړه. څو میاشتې وروسته یې راته (دیوان حافظ شیرازي) او ژیړ (سټیزن) ساعت را ولیږه.

زوی مې پنځم ټولګي کې دی. خپل وطن دی. خپله خاوره ده او د خپل حکومت مکتب دی.

خپل درسي کتاب په ډیرې خوارۍ له مخې لولي، املا خو په ځای پریږده؛ خو هر کال کامیابیږي. د دوی مکتب په امن سیمه کې دی. د هیڅ بلا ویره نشته.

ولسمشره!

بیرونی سیاست پریږده. له مغرضینو او بدبختو ګاونډیانو سره مقابله پریږده. پر کورنیو چارو تمرکز وکړه.

چې معارف مو له غافلو، تمبلو، بې کفایتو او مفسدو پاک نشي؛ ستا بیرونۍ بریا وې هیڅ رنګ نه راوړي.

د معارف بیړۍ په توپاني سمندر کې روانه ده او نا اهله یې رهبري کوي. په غرقیدو ده. د دې بیړۍ په غرقیدو ټول نسل غرقیږي.

د معارف رښتینو خادمانو ته دوه لاسي سلام»

اوس به ولسمشر او د دولت نور ارکان تر کومې اندازې او څومره دې شکایتونو او حکایتونو ته پام واړوي، زه پرې نه پوهیږم، خو زما له نظره د ستونزو د حل یوه لاره دا کیدای شي چې د کورنیو او ښونځیو د گډې مرستې پروسه عامه او گړندۍ کړای شي او دا دود په ټولو خلکو کې عام کړای شي چې تل دې د ښوونځیو او میندو پلرونو په منځ کې د تفاهم یوه رابطه موجوده وي.

د ماشوم او کوچني د سواد زدکړې او سویې د لوړوالي په برخه کې د کورنیو او میندو پلرونود مسؤلیتونو په دایره کې، د نعمان دوست د پاسني پوست په ځواب کې د ده یو فیسبوکي ملگري(فضل ربي شاکر Fazal Rabi Shakir) داسې ور ته لیکلي دي:

«قدرمن دوست صېب! دلته څه ناڅه ملامتیا تاسې ته هم در ګرځي. تاسې هم باید په کور کې خواري ورسره وکړئ.

زما تر ټولو کوچني دوه زامن په دوهم ټولګي کې دي، باور وکړئ! تر ډېره بریده روان لیکل او لوستل کولای شي او وجه یې داده، چې زه او مور یې دواړه تر ښوونځي زیات کور کې خواري ورسره کوو.

که په ښوونځي کې یې د لیک لوست زده کړې په طمع شوې، نو اووه کاله وروسته یې هم بې سواده بوله.»

په ټوله نړۍ کې گڼو تجربو دا ښوولې ده چې د ښونځي او کورنۍ گډه همکاري کولای شي چې د زده کونکو د درسونو او سویې په لوړوالي کې لږه نه، بلکې ډیره مرسته وکړي، خو زموږ په ټولنه کې یوه نه، بلکې په سلگونو او زرگونو ستونزې دي. ښونځی اول نه وي، چې پیدا شي او د گدايي پیسې ور ته  جلا کړای شي، تر نیمايي ډیرې یې د کروپشن یا اداري فساد په شمال کې تالا کیږي او که کوم څه د ښوونځي د ودانۍ په نامه جوړ کړای شي، هغه بیا پتنگان په بمونو الوزوي.

لرې نه دا څو ورځې وړاندې په غزني کې د همدې پتنگانو له لوري د نجونو یو ښونځی د کفر په نامه او د ثواب د گټولو په موخه، په بمونو والوزول شو، بیا یې په میډیا کې خبر په ځیږو تورو داسې ولیکل شو:

«د افغانستان د جنوبي ولایت غزني د مرکز اړوند قره باغي سیمه کې د نجونو یو ښوونځي په بمونو الوځول شوی دی…

د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد بي بي سي ته وویل، ناپېژانده وسله والو تېره شپه ناوخته (جوزا/غبرګولي لومړۍ) د البیروني د نجونو لېسه په بمونو لمنځه یوړه.

هغه وویل، دا لومړی ځل دی چې غزني کې پر روزنیز مرکز دا ډول برید کېږي.

د ښاغلي عابد د معلوماتو له مخې، په دغه ښوونځي کې څه دپاسه ۱۲۰۰ نجونو زده کړې کولې او اوس له زده کړو پاتې شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي شېراحمد (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل، تېره شپه یوه بجه (جوزا/غبرګولي لومړۍ) چاودنې وشوې او سهار څرګنده شوه چې د نجونو ښوونځی ړنګ شوی دی.»

زه نه پوهیږم چې ولې موږ د نورې نړۍ له مثبتو تجربو نه استفاده نه شو کولای. په هغو هیوادونو او ټولنو کې چې د نوي نسل روزنه په سمه توگه کیږي، نوی نسل یې له هره اړخه په نوي ژوند کې د مثبتو شخصیتونو په توگه گام ږدي، د وضعه شوو قوانینو له مخې خپل ژوند داسې عیاروي چې د خپلې ټولنې په جوړولو کې د یوه موثر شخص په توگه واقع شي.

په متمدنه نړۍ کې، چیرې چې د ښوونې روزنې په دایره کې انسانان په سمه خوا تللي وي، ورځ تر بلې هر څه په مثبت لوري روان وي د وژنو، جُرمونو او تاوتریخوالي درجه ورځ تر بلې کمیږي. ښه بیلګه یې د هالند هیواد دی چې د تاوتریخوالي او کریمیناال د نشتوالي په وجه زندانونه تړل کیږي. په یوه رپوټ کې راغلي وو چې په ۲۰۱۳ کال کې پنځه زندانه وتړل شول، او اوس هالندي چاواکي هوډ لري چې د ۲۰۱۷ کال د اگست د میاشتې تر پایه پورې پنځه نور زندانونه د دې له پاره وتړي چې په دې هیواد کې بندیان او مجرمین نه شته.

دا هر څه د ښې ، نوې ښوونې روزنې او نوي تعلیم برکت دی چې ټولنه او خلک د مثبتو بدلونونو داسې پړاو ته رسیدلي دي چې د مجرمینو او بندیانو د نشتوالي په وجه زندانونه تړل کیږي، خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې د نا پوهۍ، او تعلیم د نشتوالی او یا خرابوالي په وجه هر څه سر چپه دي، زندانونه ډیریږي او هدیرې مو اوږدیږي، او خلک مو له فزیکي پلوه د یوویشتمې پیړۍ په ۲۰۱۷ کال کې ژوند کوي، خو په فکري یې د زرو کلنو وړاندې باغچو کې سر گردانه چکر وهي. زما له نظره د حل یوازینۍ لاره دا ده، په هر بیه چې کیږي باید نوی نسل په زړه سوي سره، د زړو افکارو له لمو را خلاص او په نوې او متمدنه بڼه وروزل شي او که داسې و نه شي نو د راتلونکو نسلونو حال به مو تر دې هم خوار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *