بې سږو لټکې

Lungless salamander

د کورنۍ نوم یې پلېتو دونتیدای (family Plethodontidae) ده، له ۳۷۰ څخه زېات ډولونه لري، بې سږو دوه ژواکي یا ذوحیاتین (amphibian) دي، جلدي دساه اخیستنې (cutaneous respiration) سیستم لري په دې مانا چې د پوستکي له لارې تنفس کوي. له کاناډا تر برازیل پورې سیمه کې ژوند کوي. مګریو څو ډوله د ایټالیا شمال (سردینیا) کې هم شته دي. د بدن کچه یې په هر ډول کې توپیر لري. د بدن پوستکی یې باید لوند واوسي تر څو د پوستکي له لارې تنفس وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *