تاند- د سایبري امنیت په برخه کې یوه فعاله یوه امریکايي کمپنۍ وايي، بې سیمه یا واییر لیس موس خوندي نه دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بسټایل کمپنۍ، چې د امریکا په سنفرانسیسکو ښار کې دېره ده، باور لري چې هغو کمپیوټرونو ته، چې له بې سیمه موسونو پکې کار اخیستل کېږي، هکران په اسانه ننوتی شي.

په بسټایل کمپنۍ کې د سایبري امنیت څېړونکی وايي، د ایچ پي، لینوفو، امازون او دیل په شان شرکتونه چې له کمپیوټرونو سره د ارتباط لپاره له بې کوده نښو کار اخلي، هکران په اسانه بې پاسورډه معلومات د سپم په وسیله ترلاسه کولی شي.

د بسټایل کمپنۍ د څېړونکو په وینا د دې معنا دا ده لکه هکر چې د چا د کمپیوټر مخته ناست وي.

د بانکونو، لویو کمپنیو او حتي افرادو کمپیوټرونو ته د نفوذ له لارې هکران په ملیونونه ډالره غلا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *