پاچا خان په۱۸۹۰ع کال کې د اتمانزو په هشنغر کلې کې زیږیدلی و چې کله د ځوانۍ په درشل ور ګډ شو د لندن په منارو یې زلزله راو ستله. خان بابا په ځوانۍ کې د ښو اخلاقو خاوند و. په هره ناوړه پښه به سخت دردېده.
زه دلته د خان بابا په کار نامو نه غږیږم زه یوازې په بې عقلنو پټانانوخبرې کوم بابا چې کومې هڅې خپل قام او ولس ته کړي دي، په هغه کتابونه کتابونه خبرو ته ضرورت دی.
دا هرچاته روښانه ده چې فخرې افغان باچا خان رح د پښتون نېشنلیزم د عدم تشدد فلسفې او د خدايي خدمتګار تحریک د پښتون سیاست ځلیده ستوری دی.
فخرې افغان باچا خان ټول ژوند د خپل قوم د ازادۍ لپاره وقف کړی و، د ژوند ترخې ورځې شپې یې د وخت فرغوني دولت انګریز په بندونو کې تیرې کړې.
د پخواني هندوستان په هر کلي وګرځید، خلک یې دعدم تشدد په چوکاټ کې د ازادۍ جنګ ته وهڅول.
له دومره هڅو سره سره، بیا هم خان بابا د کوزو پښتنو په زړونو کې سم نه دی ودان شوی دښمن هر وخت پښتنو ته بابا غلط ور معرفي کړی او زموږ پټانانو هم ور سره منلي ده.
له دومره هڅو سره سره، بیا هم خان بابا د کوزو پښتنو په زړونو کې سم نه دی ودان شوی دښمن هر وخت پښتنو ته بابا غلط ور معرفي کړی او زموږ پټانانو هم ور سره منلي ده.
بابا چې کومې هڅې پښتنو ته کړي دی هیڅ د هیرولو وړ نه دي خو د بابا قوم دومره د جهالت په تیارو کې پټ دی، چې تر اوس يې دا لوی خدمتګار په سمه توګه ونه پیژند.
پرون د بابا تلین و په چارسده کې یې د تلین په غونډه څلورو ځانمرګی بریدګرو برید وکړدېرش کسان یې شهیدان ډیر يې زخمیان کړل اوس دلته پوښتنه پیدا کیږي چې دې بابا د تلین په مرسمو چا دا برید پلان کړی و؟ او چا تر سره کړو ؟ او ولې یې دا برید د باچا خان پر پوهنتون وکړ؟
معلومه خبره ده چې د پښتون قوم لویو دښمنانو پلان کړی و. او د پټانانو په واسطه یې تر سره کړ.
شاعر وايي:
دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه
د پښتنو سیاسي شعور دومره ټیټ دی چې سړی ورته حیرانیږي؛ څه وخت مخکې مو حجرې ته یو میلمه راغلي و ما د بابا کتاب (زما ژوند او جد وجهد) مطالعه کوو چې کله یې د کتاب پښتۍ په مخ د بابا تصویر ولید وویل: مړه دا خو د هندوستان سړی و داسې کتابونه مه مطالعه کوه.
شاعر وايي:
دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه
د پښتنو سیاسي شعور دومره ټیټ دی چې سړی ورته حیرانیږي؛ څه وخت مخکې مو حجرې ته یو میلمه راغلي و ما د بابا کتاب (زما ژوند او جد وجهد) مطالعه کوو چې کله یې د کتاب پښتۍ په مخ د بابا تصویر ولید وویل: مړه دا خو د هندوستان سړی و داسې کتابونه مه مطالعه کوه.
که هغه سړی ته مه څومره ویلی وی چې نه داسې نه ده د دې پښتنو یوازینی خدمتګار و. نه یې راسره منله ځکه هغه سړی ته د پښتون قوم لوی دښمن دا لوی خدمتګار په کلونه کلونه بد معرفي کړی دی نو زما د یوې شپې خبرو هیڅ اغیزه نه پرې کوله.
ځکه ور نه غلی شوم او سکوت مې اختیار کړ، که ما هر څومره خبرې ورته کړې وای هيڅ په درد نه خوړې دا خو یې هسې نمونه وه داسې ډیر څه شته چې پټانان سم نه د ورباندې پوه شوي او دښمن هر څه ورته انحرافي معرفي کړي دي.
په پای کې بیا هم وایم چې خدای په موږ ډیر لوی فضل کړی و چې د بابا غوندې ستر انسان یې په موږ کې پیدا کړی و خو افسوس چې قوم یې په قدر پوه نشو افسوس بیا هم افسوس.