د طالبانو مشران اوس هم په هېواد، سیمه او نړۍ کې داسې ښيي چې ګنې دوی اوس هم تر یو امر لاندې سره راټول دي او ټولې وسله والې ډلې يې یو هدف تعقیبوي.
خو په ښکاره اوس طالب مشرانو سره هم انديښنه ده چې په افغانستان کې ټولې وسله والې ډلې د دوی له کنټرول وتلي او هر یو یې د خپلو شخصي ګټو لپاره په خپله لار روان دی او د طالب مشرانو خبرې ته غوږ نه ږدي.
د طالبان زیاتره ډلې چې په ولسوالیو او کلیو کې فعالیت کوي، ځینې یې د کانونو په چور تالان لګیا دي، ځینې یې له دولتي ځمکو او عامه شتمنیو په لوت اخته دي او نور یې د عشر او زکات په نوم له خلکو باج ټولوی او له همدې لارې د ځان او خپلو وسله والو لپاره روزي پيدا کوي.
د طالبانو په لیکو کې زیاتره اوس هغه کسان دي چې بې روزګاره، غل، ډاکو او چرسیان و او د طالبانو سره یو ځای کیدو او د دوی په چوکاټ کې وسله اخیستل یې د روزۍ پيدا کولو یوه اسانه او ارزانه لار بلله.
هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې دي، نه د خدای د رضا لپاره ورغلي او نه یې د جهاد او مبارزې کوم هدف شته، هدف یواځې د پيسو او امکاناتو پيدا کول دي او د طالبانو تر بیرغ لاندې دا هر څه د هر چا لپاره اسانه دي، ځکه طالبانو د ټولو وسله والو ډلو او جنایت کارانو لپاره یو ښه بستر برابر کړی دی.
د طالبانو ځینې وسله والې ډلې چې په بیلابیلو سیمو کې له مافیا او نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره لاس یو کړی او د نشه يي توکو له کاروباریانو تمویلیږي چې ګټه یې هم هغوی ته رسیږي.
هغو سیمو کې چې طالبان فعالیت کوي، د همغو سیمو خلک طالبان ښه پيژني چې طالب د کوم هدف لپاره وسله اخیستې او د چا کومې ګټې تعقیبوي، خو له بده مرغه چې د دې ټولو اهدافو لپاره یې اسلام او خلک سپر کړي او بهرني ځواکونو حضور یې په افغانستان کې پلمه کړی دی.
دا ډلې چې طالب مشران ترې هم راضي نه دي، خو بیا هم د دوی په درد خوري، هغه د دې لپاره چې طالبان په سیمو کې ګډوډي غواړي او په دې ګډوډۍ سره د خپل ځان د قوت لپاره کار اخلي، طالبانو لپاره دا ګډوډي ښه ده چې ماهیان پکې ونیسي.
نو طالبان زوال ته رسیدلي، ځکه اوس ترې ټولې وسله والې ډلې خپلسرې شوي او د طالبانو یو ادرس د پردیو مړو پړه پرغاړه اخلي او له دې لارې هدف دا دی چې ځان قوي وښيي او د سولې په خبرو کې له لوی امتیاز سره کیني.