ښاغلی محمد نعمان دوست

د مولوي صیب خنجري په امامت مو د جمعې لمونځ ادا کړ. مخکې صف کې ناست وم. مولوي صیب له خطبې وړاندې تقریر کې د (اندلس) د فتحې کیسه په جذباتي انداز پیل کړې وه. د لرګي اوږده او ډولي لکړه یې لاس کې وه. د اقبال لاهوري شعر سره یې یو ځای داسې ښوروله لکه خپله چې (طارق ابن زیاد) وي او موږ یې لښکر. هغه دغه اشعار په خاص انداز کې ویل:  

طارق چو بر کنارهٔ اندلس سفینه سوخت

گفتند کار تو به نگاه خرد خطاست

دوریم از سواد وطن باز چون رسیم

ترک سبب ز روی شریعت کجا رواست؟

خندید و دست خویش به شمشیر برد و گفت:

هر ملک ملک ماست که ملک خدای ماست

له جوماته راووتو؛ د ټولو لونګۍ پر سر وې او داسې ښکاریده لکه کومه لویه مدرسه چې رخصت شوي وي. لږ مخکې لاړو. دا ځای د قوه مرکز او دهن باغ څلور لاري تر منځ موقعیت لري. دلته د کچالو او پیازو منډه يي وه. خلک له یوې ولاړې لارۍ را تاو وو. لارۍ له پیازو ډکه وه او آن له لغمانه پر کنډ او کپر سړک تر کابله را رسیدلې وه. موږ د اندلس د فتحې په خوشحالۍ کې خمار وو، خو خپل وطن کې مو بله کیسه وه. پیاز دومره ارزانه شوي وو چې که پلورل شوي هم وای، نو د موټر کرایه یې نه پوره کوله. د پیازو سوداګر د کرایې له ویرې تښتیدلی و او پیازو د ورستیدو حالت ته شیبې شمارلې؛ دا ځکه چې موږ سړې خونې نه درلودې. موږ په خپلو جذباتو کې دومره تاوده وو چې سړو خونو ته مو پام نه و.

د سړو خونو نشتوالي زموږ د بزګرانو ټوله خواري عبث کوله او حتی ډيری یې د کیمیاوي سرې هم پوروړي پاتې کیدل.

خیر، هغه داسې وخت و چې د وخت نظام یواځې پاکستان او عربستان په رسمیت پیژنده. د دې دواړو هیوادونو له پټو مرستو نه یم خبر خو ظاهراً یوه مسلمان یواځې کارت لرونکیو ته بیخونده پخې ډوډۍ ورکولې او بل هم ناڅیزه شیان.

خو له هغه دورې وروسته چې افغانستان کې له پنځوسو ډیرو هیوادونو خپل ماموریت پیل کړ، له ګڼو هیوادونو د ډالرو بهیر رامات شو، بیا هم د بزګر ژوند چندان فرق و نکړ.

د کرزي صیب په واکمنۍ کې له کابله جلریز ته روان وم. په دې لاره ځای ځای د مڼو باغونه دي. هر ښاخ یې مڼو را چوک کړی وي. دوه درې ځایه مې سړک ته نږدې پر خونو نظر ولګیده. د باغونو پراخوالي او د خونو شکل ته چې مې کتلې، داسې ښکاریده لکه دا چې تشنابونه وي. پوښتنه مې وکړه، ویل یې دا ( سړې خونې دي). حیران شوم، دا هغه خونې وې چې ما  به یې کله نا کله  د پرانیستې خبرونه لوستل او خوشحالیدم به. لکه پر بڼوالو چې ریشخند وهل کیږي؛ له دې خونو د وخت  د چارواکیو پخلنځي ډیر پراخه و.

اوس هم د هماغه حالت ( تداوم) دی. دا دی د خټکیو او هندواڼو موسم دی. ګڼو ولایتونو کې خلکو کرلي دي او د حاصلاتو د خرڅلاو وخت یې دی. دا فصل هم لکه د نورو فصلونه په څیر زحمت غواړي، لګښت غواړي او ستړیا غواړي. خو اوس د دغو حاصلاتو بییه دومره ټیټه ده چې شاید بزګران خپل لګښتونه پوره نکړي او شاید د ملا دردونو د تسکین لپاره د (بروفین) ګولۍ هم په پور واخلي.

زموږ بزګر د ډالرو په باران کې هم سوکاله نشول. دلته دې باران ته لویو خیټو لرونکيو صدفونو خولې وازې نیولي دي. د همدوی خولې کې څاڅي او د همدوی ګیډې له ملغلرو ډکیږي.

زموږ بزګران د خپلو حاصلاتو د ساتلو او زیرمه کولو لپاره امکانات نلري. مجبور دي په هره بییه چې وي، وې پلوري او یا یې پټیو کې وراسته شي.

د دغو ستړو بزګرانو لپاره چې کله کومه موسسه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وکړي، هغه هم د څو مفسدو منځ کې وویشل شي او ستړی بزګر ترې محروم شي.

موږ له کلونو په دې خبره شخوند وهو چې افغانستان یو زراعتي هیواد دی. خو موږ لا هم د کال ډیره برخه د نورو پر محصولاتو ژوند کوو او د هغوی محصولات په خورا ګرانه بییه اخلو.

حکومت دې د بزګرانو ژوند ته پاملرنه وکړي. د زراعت ودې او د زراعتي پیداوارو زیرمه کولو لپاره دې شرایط برابر کړي. هغه لاسونه، چې د بزګرو حق تروړي، که پرې کوي یې نه، لږ تر لږه دې کوتاه کړي.

که حکومت توجه ونکړي، پاک زړي بزګر هم مجبور دي چې کوکنارو ته مخه وکړي. د کوکنارو تولید د مقدس افغانستان د بدنامۍ تر څنګ زموږ د ځوان نسل د تباهۍ سبب هم ګرځي او په دې تباهۍ کې حکومت له ټولو زیات مسوول دی.

 محمد نعمان دوست

سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *