کالم د یوې ورځپاڼې، اونیزې یا مجلې او ویبپاڼې په یوه همیشني ټاکلي ځای کې تر یوه مستقل لوی عنوان لاندې د بیلابیلو مسایلو په اړه د مشخص لیکوال لیکنه ده، چې په وروستۍ لسیزه کې یې په افغانستان کې ډیر لوستونکي او مینه وال پیدا کړي دي. کالم زیاتره د هغو ورځنیو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او نورو مسایلو په اړه لیکل کیږي چې زیاتره د خلکو ورته لږ پام وي. په زیاترو مواردو کې خلکو ته سطحي ښکاري خو په حقیقت کې مهم وي.

په افغانستان کې کالم لیکنه نوې تجربه بللی شو. ځکه په هغو معیارونو چې اوس ځینې کالمونه لیکل شوي زموږ پخپلو پخوانیو مطبوعاتو کې دا ډول کالمونه نه ترسترګو کیږي. سره له دې چې اوسنیو کالمونو ته ورته ځینې لیکنې زموږ په پخوانیو مطبوعات کې خپرې شوې دي، خو د اوس غوندې په یوه مشخص ځای او تر ځانګړي لوی عنوان لاندې به نه خپریدلې. په پښتونخوا کې په (وحدت) ورځپاڼه کې د بشر نوید کالمونه چې د(ماته غوږ شه) تر سرلیک لاندې خپریدل ډیر مشهور و. په وروستیو کلونو کې د افغانستان په مطبوعاتو کې د شهرت ننګیال، زبیر شفیقي، عصمت قانع، نجیب منلي، ایمل پسرلي، نجیب عامر، همیم جلالزي، وږمه سبا، نعمان دوست، نذیراحمد سهار، اجمل تورمان کالمونه هم مشهور دي چې یو شمیر تر یوه مشخص عنوان لاندې او ځینې نور یې په تیت پرک ډول نشریږي.

په دې وروستیو کې د(بې لومړیتوبه ولس) په نوم د حفیظ همیم جلالزي کالمونه په کتابي بڼه د دانش خپرندویې ټولنې له خوا له چاپه رواتلي چې په دې برخه کې یې یو مهم ګام بللی شو. همیم جلالزي دغه کالمونه په بیلابیلو موضوعاتو لیکلي چې دمخه تر(لونګ) سرلیک لاندې د بي بي سي پښتو ویبپاڼې کې خپاره شوي دي.

 هغسې چې افغان لیکوال او ژورنالست ایمل پسرلی پردې کتاب پخپله سریزه کې لیکي:((زموږ خلک د بل فکر لکه د پوهنتون او ښوونځي کتاب بربر وایي، خو خپل فکر یا نه لري یا یې د کاغذ پرمخ نه شي انځورولی. ښایي همدا دلیل دی، چې زموږ ډیری لیکنې اصلي موضوع ته نه داخلیږي. اوږدې مقدمې راته لیکي، پخواني تاریخ ته ځي. افلاطون او دهغه پلار رایادوي خو په خپل ژوند کې تجربه کړې خبره یې قسم کړی چې ونه وایي))

همیم جلالزی په دې کالمونو کې تر ډیره خپلې خبرې لري، هغه څه یې چې پخپله لیدلي، حس کړي او ارزولي دي په خوږه ژبه تر موږ رارسولي دي، د کتاب د بیلابیلو کالمونو په لوستلو سړی فکر کوي چې له یوه داسې مفکر سره مخ دی چې خبرې یې سنجیده او پر خپلو تجربو ولاړې دي.(( ځکه د ټوپک په سلو مردکیو کې به يوه پر داسې ځای لګېږي، چې مناسب وي، خو په کتابونو کې به په سلو خبرو کې يوه نامناسبه پيدا کېږي… تر ټولو ښې او هوسا ټولنې هغه دي چې فکرونه پکې جوړ دي، زموږ د ټولنې اصلي ستونزه دا ده چې دلته فکرونه جوړ نه دي، او تر هغه وخته چې موږ د جوړو فکرونو خاوندان نه شو، د جوړې ټولنې څښتنان به هم نه شو. موږ چې پوهنتون ته اول کال راغلو نو د هر څه لپاره به مو يو نوم پيدا کاوه او يا به مو پرديو نومونو ته انکشاف ورکاوه. په ټولګي کې چې به چا داسې خبره وکړه، چې موږ ته به يې خوند رانه کړ، نو موږ به ورته ويل چې دا د موټرواني ادبياتو يوه بېلګه ده.))

یا:((زه چې په پوهنتون کې وم، نو دوه کاله مو څو څو ورځې د دانشګاه او پوهنتون د ټکي پر سر مظاهرې وکړې او درسونه مو قضا کړل. هغه کسان چې دغې مسلې ته به يې لمنه وهله، پر دانشګاه دومره ټينګ ول، چې ان يوه ورځ خو يو څو وکيلانو د کابل پوهنتون د ليليې په دروازه کې دانشګاه پلوه محصلينو ته پېغور ورکړ، چې ((په امريکا کې تور پوستی ولسمشر کېدای شي او په افغانستان کې تاسې يوه لوحه نه شئ بدلولای.)) اکثره دغه کسان ما پېژندل او اوس يې ډېرو په کابل کې خصوصي پوهنتونونه جوړ کړي دي. دوی اوس نه د خپل پوهنتون پر لوحه دانشګاه لیکي او نه يې په اعلاناتو او بيل بورډونو کې ليکي، بلکې هر ځای يې پوهنتون ليکلی وي. له دې څخه ښکاري، چې موږ څرنګه مسايل سياسي کوو او پر تورو باندې څنګه سياست او ګټې کوو؟

همدغه کسان سياسي فرهنګيان و، چې پر تورو يې سياست وکړ او اوس ارام ناست دي. دواړه لوري يې يو له بل سره په يوه کاسه کې خوري، خو هغه کسان چې د دوی په لارښوونه يې د ژبې او قانون  د حفاظت غږ پورته کړی و اوس هم سره دښمنان دي.))

د همیم جلالزي ددې لیکنو نثر ساده، خوږ او عام فهمه دی سړی نه یوازې د فکر او نویو پیغامونو له لوستلو خوند اخیستلی شي، بلکې نثر یې هم جذاب دی او سړی نه ستړی کوي.

لکه څرنګه چې د کالم لیکنې خصوصیت هم دی همیم جلالزي د هر کالم په لیکنه کې اوږدې سریزې نه دې لیکلې بلکې وار له واره یې اصلې موضوع رااخیستې ده:((په افغانانو کې چې يو شی کم دی هغه زغم دی. زموږ ټولې ناخوالې له دې کبله دي چې يو د بل پر وړاندې زغم نه لرو. خلک داسې دي چې څومره يې له يو بل سره اړيکي زياتېږي، هومره يې زغم پياوړی کېږي، خو  افغانان بيا دا ډول خلک نه دي او په دې برخه کې هم له نورې نړۍ څخه مستثنی دي.دوی له ډېرو تجربو وروسته هم زغم نه لري. په فېسبوک کې ډېر ښه ښکاري، اکثره خلک د هېچا نظر ته هم درناوی نه لري.)) یا:((له پروسږ کال راهيسې د غزني تاريخي او لرغوني ودانۍ يوه په بله پسې نړېږي. غزنی چې  شاوخوا زر کاله مخکې د جوزجاني په قول د ختيځې او منځنۍ اسيايوه لويه امپراتوري وه اوس يې هغه اثار هم د ورکېدو په درشل کې دي، چې په ليدو به يې انسان ته ددغې امپراتورۍ برم سترګو ته درېد.))

او که د کومې موضوع لپاره د مقدمې ضرورت پیښ شوی نو ډیره لنډه مقدمه یې کښلې چې موضوع ته د ورتلو لپاره پل شي او بیا یې ورپسې پر موضوع خبرې پیل کړې دي لکه: ((زموږ يوه بله اخلاقي ستونزه دا ده چې موږ پخپله هم درواغ وايو او نور هم اړ باسو چې درواغ ووايي او پايله يې بيا هم فساد وي.)) یا لومړی د موضوع په اړه لنډ خو په زړه پورې معلومات ورکوي او بیا اصلي موضوع رااخلي:((د ميري د ميلې تر ټولو مهمه او پاموړ برخه سانګې وې. زه نه پوهېږم له شلګر، زرمت او کټواز پرته به د افغانستان په نورو کومو سيمو کې سانګې وي خو ماته چې مشرانو کيسې کړې دي په اندړو کې له پېړيو پېړيو راهيسې د اس ځغلونې دغه لوبه شته، چې پښتانه  ورته سانګې وايي او پاړسيوان يې په نيزه بازي پېژني .))

کله کله هم خبره په یوه کیسه پیلوي:((څو ورځې مخکې په غزني کې ښار کې غرمه يوه هوټل ته د ډوډۍ لپاره ور وختلو. د ډوډۍ د خوړلو پر مهال يو بل ملګری، چې هلته په غزني کې اوسي را په غوږ شو او ورو يې راته وويل، شاته وګوره.

کله چې مې شاته وکتل د هوټل هغه بل کونج ته درې کسان ناست دي  او کاغدونه په لاسونو کې کښته و پورته کوي.

ملګري مې راته وويل چې ستاسې د ليسې مديريت اوس د هوټل همدغه کونج دی ، ټول کارونه همدلته کېږي.

ټکان مې وخوړ. د غزني پياوړې ليسه سلطان شهاب الدين راياده شوه. د لسم ، يوولسم او دوولسم ټولګي خواخوږه ملګري راياد شول، چې څو تنه يې اوس زموږ په منځ کې نشته او په وروستيو جګړو کې وژل شوي دي.))

په لنډ ډول ویلی شو چې (بې لومړیتوبه ولس) کتاب په دې برخه کې یو کمساری کتاب دی چې تر اوسه خپاره شوي او مالوستي دي. په دې کتاب کې هم معلومات شته هم خاطرې هم پکې د خپل اوسني تاریخ په اړه په زړه پورې او د لومړي لاس معلومات راغلي دي چې په راتلونکي د تاریخ لیکلو پروخت ترې ګټه اخیستل کیدای شي او هم پر دې کتاب داستاني تنده ماتیدای شي. د لیکوال د سترګو لیدلی حال او خاطرې نه یوازې داچې کتاب د لوستلو لپاره لا خوندور کړی بلکې په همدې خاطرو کې په زړه پورې معلومات هم شته او د نوي فکر په خپرولو کې نقش لوبولی شي.

همیم جلالزي لکه څنګه چې پخپلو خوږو شعرونو کې د لوړو انساني افکارو د خورولو او د ولس د راویښولو هڅې کوي په دې کتاب کې هم داسې موضوعات رااخیستي دي چې په ظاهره واړه او له نظره لویدلي ښکاري خو په حقیقت کې زموږ له ژوند سره کلک تړاو لري که موږ ورته متوجه شو او په ژوند کې یې عملي کړو ممکن هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ یو سبا ونه لرو.

زه په داسې حال کې چې ژمن لیکوال ګران حفیظ همیم جلالزي ته ددې کتاب د خپریدو مبارکي وایم د ایمل پسرلي صاحب هیله او غوښتنه تکراروم او هیله لرم چې همیم جلالزی د کالم لیکنې دا لړۍ جاري وساتي او موږ په راتلونکي کې دده د نورو نویو کالمونو لوستونکي واوسو.

علم ګل سحر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *