په سیمه او افغانستان کې د “د کوه نور” او “دریای نور” الماسي ډبرې تل د ژبو په سر پاتې شوي دی، او نکلونه یې سینه په سینه له یو نسل نه بل ته رالېږدېدلي دي.

د کوه نور الماس به یوې بلې ورځې ته پرېږدو، او د دریای نور یوه کیسه به راواخلو.

 پاچا امان الله خان چې د هېواد خپلواکي اعلان کړه نو سیمه او نړۍ یې ولړزوله، او له ډېرو نه ډېر چې ولړزېدل هغه انګریزان ول .

پاچا وغوښتل چې افغانستان په نړیوال سیاسي ډګر کې باید له نورو هیووادنو سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي . نو بیا یې یو پلاوی دې ته وګماره چې یو شمیر هیوادونو ته سفر وکړي .

کله چې د محمد ولي خان په مشرۍ د پاچا امان الله خان ګمارل شوی پلاوی د یو شمیر هیوادونو له سفر نه وروسته مخ په امریکا وخوځید، انګریزانو ولیدل چې افغان پلاوی د سپارل شوې دندې له مخې په ایټالیا ، جرمني ، فرانسي اونورو هیوادونو کې د پام وړ بری خپل کړ او اوس غواړی چې امریکا په څیر د یوه ستر هیواد دیپلوماتیک ملاټړ هم تر لاسه کړي .

برتانیوي چارواکو چې په اروپا کې د پاچا امان الله خان د دغه سیاسي ارزښت مخه ډب نشوه کړی،  نو ویې پتېیله چې افغان پلاوی د امریکا متحده ایالاتو په وړاندی بې باوره کړي . هغه و چې انګریزانو د برتانیوي هند د چارواکو په وړاندیز یوه ناپیژنده میرمن چې ” فاطمه سلطانه” نومیده دې ته وهڅوله چې د افغاني پلاوي د پرمختګ مخه ونیسي.

دغه میرمن د برتانیوي هند په قلمرو کې اوسیدله. دې ځان د شاه شجاع د کورنۍ “پاتې شونې” ګڼله. خو د هند برتانیوي چارواکو ورته په غوږ کې دا خبره وڅڅوله چې ته په امریکا کې ووایه چې زه د “امان الله خان” خور یم .

فاطمه سلطانه چې کله له برتانیوي هند نه د امریکا په لور وخوځیده پاچایي جامې یې په تن کړي او د “دریای نور الماس” یې په تندي وځړاوه .

هغه وو چې په برتانیوي پاسپورت له خپلو درې زامنو سره “سانفرانسیسکو” ته ورسېده او هلته د انګریزانو جنرال قونسل ورته تود هرکلی ووایه او نوموړې یې په ډیر درناوي نیویارک ته واستوله .

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه ګڼه کې ( د جولای نهم ۱۹۲۱ کال) افغان شهزادګۍ له خپلو درې زامنو سره ترسرلیک لاندې وکښل :

“افغان شهزادګۍ چې د افغانستان د پاچا امان الله خان خور کیږي له درې زامنو سره (شهزاده محمد هاشم ۹کلن ، محمد عظیم ۱۷ کلن او محمد اکبر ۱۲کلن) له کابل نه نیویارک ته راورسیده.

نوموړې شهزادګۍ یو نامتو الماس چې دویم نامتو الماس دی هم له ځان سره راوړی دی، او غواړي له جمهور ریس سره وګوري نو ځکه په امریکا کې د بریتانیا سفیر زیار کاږي چې شهزادګۍ ته د امریکا له جمهور ریس هاردینګ سره د لیدلو زمینه برابره کړي. “

په دغه وخت کې چې محمد ولي خان له یوه پلاوي سره لا د مخه په امریکا کې و ترې وپوښتل شول چې له شهزادګۍ فاطمه سلطانه سره تاسو پیژنئ ؟

هغه ځواب ورکړ چې زه په دې نوم څوک نه پیژنم چې د پاچا امان الله خور وي . کله چې له فاطمې سلطانې نه پوښتنه وشوه هغې وویل چې د محمد ولی خان نیکه او زما نیکه سره ورونه کیدل.

برتانیوي استازي او د هغه پلویانو له دې ضد او نقیض ځوابونو نه په استفادې سره دا ډنډوره ګډه کړه دا څرنګه سلطنتي کورنۍ ده چې یو بل سره نه پیژني؟ دوي په دې توګه هڅه وکړه چې د افغانستان د شاهي دولت باور د امریکایانو په منځ کې زیانمن کړي.

له ورته بې لښکره سردارانو نه انګریزانو د خوست او کندهار په جګړو کې هم همداسې سیاسي ګټه پورته کړه. په خوست کې د امیر محمد یعقوب خان د زوی په نوم او په کندهار کې د محمد ایوب خان د زامنو په نوم کسان دې ته ولمسول شول چې د پاچا امان الله په وړاندې پاڅون وکړي .

خو د درې واړو شهزادګانو ترشا ولس شتون نه درلود او نه د ولس په ژبه پوهیدل. یوازې دوی د انګلیس په سپارښتنه دې ته ګومارل شوي ول چې پاچا امان الله پښو نه وغورځوي او حکومت یې نسکور کړي .

له بده مرغه اوس هم یو شمیر په خپلو ګټو مین کسان چې د ولس د ملاتړ نارې وهي او ډیر ځله په دې ټینګار کوي چې زه قومي نایووالی له منځه وړم او دې ته ژمن یم چې په هیواد کې ملي یووالی ټینګ شي، د همداسې بې لښکرو سردارانو تاریخي رول لوبوي.

زلمی رسول یې یوه بېلګه ده چې د یکشنبې په ورځ له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې د یووالي لوړه وکړه، او دعوه یې درلوده چې زه دا ملاتړ ځکه کوم چې په هیواد کې یووالی راشي. خو ده دا په ګوته نه کړه چې دا ملاتړ د کوم قوم په خوښه او استازیتوب کوي؟

آیا د هغه قوم په استازیتوب چې دی یې په ژبه نپوهیږي؟ کله چې زلمی رسول په دې ویاړي چې په فرانسوی ژبه پوهیږي، انګلیسی ژبه یې زده ده، په الماني او عربي ژبو هم خبرې کولی شي او پارسي خو خیر زموږ د ولس ژبه ده …ایا کله یې له ځانه پوښتي چې د پښتو ژبې د زده کولو تکلیف یې ولې نه دی ګاللی؟

دی به ترکله ولس په دې غولوي چې وګورئ  د کاغذ له مخې خو پښتو ویلی شم خو دا چې پرې ګړیدلی نشم دا زموږ د پلرونو ګناه ده؟

ولس اوس په دې پوهیږي چې ډیرځله په دوي دغه تجارت شوی دی. کله چې د ولس ملاتړ ته اړ شوي دي نو بیا یې ځان د قوم “سردار” ګڼلی دی. کله چې ولس ترې ملاتړ کړیدی او دوی یې واک ته رسولي دي ، بیا ولس هیر شوی دی.

 یو مهال شورویانو پریکړه وکړه چې افغان ولسمشر باید هغه څوک شي، چې هغه پښتون وي، بیا نو ببرک کارمل په خپل ګوندي کارت کې خپل ملیت پښتون ولیکه په داسې حال کې چې ورور یې محمود بریالی ځان تاجک لیکلی و. اوس هغه سیاسې ټیکه داري او قومې سوداګري زلمې رسول غوندې کسانو ته پاتې ده .

مونږ نه پوهیږو چې خوارکی  ډاکټر عبدالله عبدالله به دا دومره سرکاري مقامونه چا ته ژر ورکړي؟ تاجک استازو ته چې د ده د کمپاین د ملا تیر جوړوي او که خپل لومړي مرستیال ته چې ځان هم د اسلامې ګوند او هم د پښتنو ټیکه دار ګڼي؟

دویم مرستیال هم ځان له چا نه کم نه ګڼې. دی وایي د هزاره ګانو غوښن ملاتړ خو ماسره دی. اوس خو دا دی یو برکټی هم مخ ته ودرېد. دا واړه ګروپونه کو د خپل د یو اودس هم نه ګڼي.

خو د ولس د رایې حق دار هغه څوک دی چې د افغانستان هر غړی افغان وګڼي او د مخ د دوه سترګو ، او د لاس د پنځه ګوتو په سترګه ورته وګوري .

لکه ما چې په یوه بله لیکنه کې هم دا خبره وکړه چې زموږ په ګاونډ ایران کې درې پنځوس (۵۳) بیلابیل قومونه (ان یهود) شتون لري او په پاکستان کې دغه شمیره لسګونو ته رسیږي. دا ټول هېوادونه، د تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون دا ټول هېوادونه، سره له دې توکمیزې تنوع خپل سیاسي او ملي نوم لري چې ټول ولسونه پرې ویاړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *