هېوادونه هغه وخت پرمختګ کولی شي،‌ چې هلته د نفاق او تعصب مخه د قانون له مخې د متعصبینو پر مخ وتړل شي. کنه په هر ټولنه کې متعصبین او کرکجن خلک شته. دا ادعا تر ډېره سمه ده چې وايي، چېرې چې انسان شته هلته به تعصب او کرکه هم موجوده وي. لویدیځ د قوانینو د تطبیق په مټ پرمختګ کړی، د هر څه لپاره قوانین لري او څوک چې ور څخه سرغړونه کوي بیا دې ته نه ګوري چې دا کس څوک دی. همدا قوانین دي چې د خلکو تر منځ یې د ټولو کرکجنو څرګندونو مخه ډب کړې او نه پرېږدي چې څوک قوانین مات کړي.

په وروسته پاتې ټولنو کې بیا حالت بل ډول دی، هلته اکثره قوانین یوازې په کمزورو خلکو تطبیق کېږي او زورور همېشه ترې ځان مستثنی بولي همدا علت دی چې ټولنه مخته نه ځي بلکې د ټولنې پر ځای یو څو زورور پرمختګ کوي او بیا خپلې سرمایې چې د زور او ظلم له لارې یې راټولې کړې وي نورو پرمختللو ټولنو ته وړي او هغوی ته د مالیې د ورکولو په څنګ کې د هغو هېوادونو ټولو قوانینو ته غاړه ږدي.

متاسفانه، زموږ د قانون جوړولو د مرجع یو غړی را پاڅېږي او داسې خبرې کوي چې ټول منل شوي قوانین ماتوي او په ډېره سپین سترګۍ سره د خپلو خلکو تر منځ د نفاق او کرکې د زیاتولو هڅه کوي او نور همصنفیان یې چې دغه قوانین یې تصویب کړي دي هغه ته په رډو سترګو ګوري او څه نه وايي. دا سمه ده چې د پارلمان غړیتوب به موقتي مصؤنیت ولري خو د پارلمان داخلي طرزالعملونه ولې په دې برخه کې ښکاره ماده نه لري چې د متعصبینو او کرکجنو خلکو ته د دې اجازه ور نه کړي چې په دې حساس وخت کې د ملت جوړونې پرضد د یو او بل توهین وکړي. داسې کسان باید وپوښتل شي چې له دې څرګندونو څخه یې هدف څه دی؟ د دې څرګندونو ګټه څه ده چې د خلکو تر منځ کرکه او نفرت ته لمن وهې؟

غزنویانو به په خپل وخت کې ډېر څه کړي وي خو له دې ښاغلي (!) چا دا پوښتنه نه ده کړې چې تا پخپله څه کړي دي؟ دا نه چې د غزني ولایت پورې اړوند یې او له نوم پورې دې هم (غزنوي) تړلی دا ستا نوم د هر څه لپاره دوا کېدای شي؟ داسې نه ده چې ته فکر کوې. له ځانه دې دا پوښتنه کړې چې تر کومه به پر پخوانیو افتخاراتو پایې؟ ويښ شه! شاوخوا دې وګوره چې خلک په څه بېوزلۍ کې ژوند کوي او له څه شي څخه کړېږي؟ نور ملتونه څه کوي او ته لا تر اوسه پر پخوانیو افتخاراتو باندې شخوند وهې. په غزني ولایت کې ماشومان ښوونځي نه لري او میندې د ولادت پر وخت مړې کېږي ځکه چې صحي کلینیکونو ته لاسرسی نه لري، د هغوی غم خوړل پکار دي، نه دا چې نورو ته طعنې ورکړې چې چا څه کړي او چا نه دي کړي. دغه بې مورده څرګندونې هیڅ ګټه نه کوي، که فرضاً ګټه کوي هغه به هم تا ته ګټه کوي ځکه چې په دې کرکجنو څرګندونو دې د دښمن پلوي کړې او مزد به دې هم ترې اخیستی وي.

په پای کې، ولسي جرګه باید په خپل داخلي طرزالعمل کې دا ماده زیاته کړي چې له دې وروسته به د ولسي جرګې هیڅ غړی ته اجازه نه ورکوي چې د دې جرګې غړیتوب ولري څوک چې د ملت جوړونې پر ضد او یا هم د یو قوم او یا بل قوم پر ضد له کرکې او تعصب څخه ډکې څرګندونې کوي. ولسي جرګه د ملت کور دی او له دې دریځ څخه باید د ملت جوړونې لپاره کار واخیستل شي نه دا چې څو خرڅ شوي کسان د خپلو پوچو څرګندونو په وسیله دغه پروسه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کوي. د هېواد لویه څارنوالي هم باید په داسې مواردو کې پټه خوله پاتې نشي بلکې د قوانینو په رڼا کې د هر ډول تعصب او کرکې مخه ونیسي.

One thought on “بې مسؤلیته او کرکجنې څرګندونې | ډاکټر عطاالله زیارمل”
  1. سلام
    امام غزالی وایی چې دری شیان انسا ن تباه کوی :حرص ،کینه اوحسد،غرور . درې واړه بې مسولیتی او بیسوادی سره ملګری دی
    وایی چې امیر معاویه ( رض) دخپل یو در باری عالم احنف بن قیس ته وویل چې زه غواړم یزید خپل خاي ناستی وټاکم ستا نظر څه دی؟ هغه غلی پاتې شو امیر دغلیتوب دلامل پوښتنه وکړه هغه وویل که رښتیا ووایم ته خفه کیږې او که دروغ ووایم الله( ج )نا راضه کیږی نو ددی لپاره مې غلیتوب بهتره وګاڼه! له بده مرغه د وخت په تیرېدو سره سیاسی بي رحمی د هېواد په ټولو برخو کې د بې مسولیته څرګندونو په لړکې له ماشومتوبه هم اوړی چې دفرهنګی عمل او طرزالعمل سره به تکر کې واقع کیږی ځکه زمږ تولننه لاهم د احساساتو به سیالۍ، هاها، او هیاهو
    کې راګیر ده . باټ او لافې وهل په تیره بیا د بیان دازادی به نوم یی هم بل اړk

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *