په اوسنۍ زمانې کې ځینې ډلې پیدا شوې دي چې اسلام غواړي خو مسلمان نه غواړي، اسلامي حاکمیت غواړي خو د اسلامي هیوادونو له حکومتونو سره په جنګ کې دي، ځانونه د خدای د امر تابع بولي خو د خدای امر هغه ګڼي چې د دوی پر طبع برابر وي.
طالبان شراب ناروا ګڼي او د خدای د امر خلاف ورښکاري خو کوکنارو کې یې چې ګټه ده، ناروا نه ورښکاري او بلکې د کوکنارو او هیروینو کاروبار او عشر اخیستل د مور تر شیدو هم حلال ګڼي. طالبان د ځان د ډیر مسلمان ښودلو لپاره د یوه بېوسه قاتل اعدام او قصاص ته تیار دي او دا کار د آیت او حدیث مطابق بولي مګر په انتحاري حمله کې چې کیدای شي یو د غیږې ماشوم هم ووژل شي، ناروا نه ګڼي او د لارې د سر ماینونه هم ورته روا ښکاري. په افغانستان کې داسې هفته نشته چې د دوی د لارې د سر په ماینونو باندې ښځې، ماشومان او نور عام لارویان نه وي وژل شوي. د دغسې کارونو لپاره د دوی دلیل دا دی چې د دغو بمونو د ایښودنکو یا د انتحاریانو نیت سم و او عمل ته خو د نیت له مخې سزا ورکول کیږي.
په پخوا وختونو کې یو چا خپله انا حلاله کړې وه. قاتل قاضي ته راوستل شو. قاضي ورته وویل چې ولې؟ ده وویل: څه توره تېره وه او څه ابۍ ورسته وه، ځکه ووژل شوه، زه ګرم نه یم. اوس چې څوک ځان ته په ناحقه براات ورکوي، نو دا خبره د متل په توګه راځي چې څه توره تېره وه، څه ابۍ ورسته وه. طالب هم د هغه قاتل غوندې دلایل جوړولای شي او د دلایلو کمی له هیچا سره نشته.
طالب، داعش، بوکوحرام، القاعده او دغسې څو نورې ډلې له مراکشه رانیولې تر اندونیزیا پورې په اسلامي هیوادونو کې د بمونو په چاودولو، د پولیسو په وژلو، د عسکرو په وژلو، د اقتصادي امکانانو ته په تخریب او د خلکو په ترور او ختمولو بوخت دي او عجبه دا ده چې په اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو دغه روان قتل عام د جهاد او ثواب او اسلام په نوم تر سره کېږي.
دوه کاله پخوا د کال همدا ورځې شپې وې چې طالبانو په کندز باندې حمله وکړه او دغه ښار یې ونیو. هغو شپو کې زه په کندز کې وم. په کوڅو کې لیوني او وحشي سپي پیدا شوي وو چې جسدونه به یې خوړل. کوڅې د انسانانو له جسدونو ډکې وې. د جنګ له ختمیدو وروسته رسنیو اعلان وکړ چې دې حمله کې دوه زره کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده. اقتصادي تاوانونه خو له حسابه وتلي وو. په زرګونو کورنۍ مجبورې شوې چې کابل او نورو ښارونو ته کډه وکړي او د کورد یو کال خرڅ په کرایو او سفرونو کې ورکړي.
دا او دې ته ورته نور په سلګونو ظلمونه زموږ په وطن کې د جهاد او ثواب او اسلام دوستي په نوم شوي دي. مطلب دا چې دغو ډلو ته دا اسلام ښکاري چې مسلمان ووژني، اواره یې کړي، در په دره یې کړي او که ژوندی پاتې شي نو د اروپایانو او امریکایانو خیرات ته یې محتاج کړي.
د اروپا کوڅې اوس د افغانانو، سوریه والو، لیبیاوالو، سومالیاوالو، یمنیانو، او نورو مسلمانانو پر مهاجرو ډکې دي. دغه مسلمانان د لویدیځ لمن ته د چا د ظلم له لاسه اچول شوي دي؟
کابل کې اوس شاوخوا شپږ میلیونه کسان اوسي. په تیرو اولس کلونو کې د کابل نفوس کابو شپږ برابره زیات شوی دی. دغه اکثره کسان چې اوس کابل کې اوسي، د افغانستان د کلیو او ولایتونو اوسېدونکي دي چې د طالب او داعش یا بل ظالم له لاسه یې کور اور او ژوند پرې ایښی دی او دلته په کابل کې د پریشاني ورځې شپې تیروي.
وړمه ورځ طالبانو د کندز په خان اباد کې دیارلس کسه پولیسان ووژل. ایا دا اسلام دی چې اسلامي ټولنه باید پولیس او عسکر او اداره ونلري؟ د طالب او امثالهم ډلو د عملونو او ظلمونو نتیجه صرف او صرف د اسلام بدنامول او د مسلمانانو تباه کول دي. مسلمانان د لویې فتنې په اور کې سوځي او له دې فتنې سره د مقابلې لاره وحدت او اتحاد دی.
ځینې کسان په دې فکر کې دي چې طالب سره باید سوله وشي. سوله خو د خدای امر دی مګر الله تعالی په صراحت سره فرمایلي دي چې له هغو کسانو سره سوله وکړه چې سوله درسره کوي. طالبان که څه هم په ښکاره د خدای د دې امر مخالفت نه کوي او نه یې شي کولای، مګر په عمل کې وینو چې له سولې به داسې ځان پټوي لکه ښاپیریک چې له رڼا څخه په تیاره کې پناه غواړي. هر وخت کې چې د سولې یو اواز اوچت شي، طالب په افغانستان کې وژلو ته زور ورکړي او پروسه ګډه وډه کړي. په تیرو درې اونیو کې په ګردیز، غزني او میوند کې د طالبي قتل عامونو اصلي مقصد دا و چې د عدن د سولې غونډه تخریب کړي. دوی چې د مسلمانانو د وژلو پروګرام او مرام لري، له سولې ویریږي او له سولې تښتي. ځکه نو ویلای شو چې یوازې او یوازې په هر اسلامي هیواد کې د خلکو وحدت او اتفاق او په شریکه سره د فتنې په مقابل کې درېدل او مقاومت کولای شي چې ټولنې وژغوري او اسلامي دنیا یو ځل بیا د نړۍ د هیوادونو سیاله کړي.
سلامونه،
اندړ بابا ، “څه تووره تیره او څه انا پڅه وه ” د متل څنګ کې بل متل چې وایی “څه غنم خیشتهء او څه ژرنده پڅه!!”
مطلب، دا مړ خولي سیاست مداریان او له بلې خوا پنجابي-فارثي – او نورې جهنمي جاسوسي کړئ هم په تیره بیا د پښتنو مناطقو کې خلک آرام ته نه پریږدي ،ځکه چې بالداران ېې بیا پر دوی روزي دروازې بندوي!!!او دبمونو مور به په چا وغورځوي؟