د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب ویلي،چې د دې ولایت زیات خلک به د واورو او امنیتي ننګونو له کبله په راتلونکو ټاکنو کې له رایې ورکولو څخه محروم پاتې شي.

ادیب دا خبره په داسې وخت کې کړې،چې هره ورځ د ټاکنوخپلواک کمیسون او نورو مراجعو له بودیجې څخه په ټاکنو کې د خلکو د ښه ګډون په هدف تبلیغاتي کمپاینونه او نورې هڅې کیږي.

  په حکومت کې حکومتونه

د افغان حکومت یوه زیاته تکراره شوې او لویه ستونزه دا ده،چې ګڼ نورحکومتونه پکې موجود دي.

د زیاتو ملي مسایلو،پلانونو او اړتیاوو په اړه د مرکزي حکومت یا مسولو مراجعو موقف او عمل یو ډول وي،خو په ولایتونو او حتی مرکز کې نورمسول او نامسول ارګانونه او اشخاص چې دوی هم د حکومت اړوند دي،د مسولو مراجعو د موقف او عمل خلاف روان وي.

راتلونکې ټاکنې د دغسې ضدونقیضو موقف ګیریو یو ښه مثال دی،ولسمشروایي باید وشي،ځنډ یې نه منم،امنیت سم دی او هرڅنګه چې وي ترسره به شي،د ټاکنو خپلواک کمیسون هم کله دغسې یا لږې نورې متفاوتې خبرې کوي.

د نورو ادارو او اشخاصو چلند هم له ټاکنو سره اختیاري رنګ لري،څوک یې مني،څوک یې ردوي او څوک پرې نور فرمایشات اوملاحظات فرمایي.

دا کیسه ټوله په حکومت کې د حکومتونو موجودیت ښيي،په حکومت کې حکومتونه سبب شوي،چې په یوه ورځ هم یوه ملي پروسه تبلیغ شي هم رد،هم وستایل شي،هم یې غندنه وشي،هم وویل شي چې برخه پکې واخلئ هم وویل شي،چې حالات ورته نه دي برابر.

د بدخشان ټاکنې

په بدخشان کې د ټاکنو په اړه څرګندونې د والي د حق ترڅنګ مسولیت هم دی،ښه ده چې والي په دې اړه وغږیږي،ستونزې وښيي،حل لارې وړاندیز کړي او بیا ووایي چې که دا ستونزه نه شي حل،خلک ټاکنو ته نه ورځي.

دا کارونه باید له هغو عملي اقداماتو څخه وروسته وي،چې والي یې د سیمې د اوله درجه چارواکي په توګه ترسره کړي.

مخکې له دغسې اقداماتو څخه وېرونکې او د ولس ذهنیت خرابونکې خبرې باید دغسې غوغا شوي نه وای.

رسنۍ هم که دغسې مسایل خبري او مطبوعاتي کوي،ښه ده چې له مسول چارواکي څخه پردغو پروسو د ملاحظو په اړه یې د شخصي مسولیتونو خبره او پوښتنه وکړي.

بې مسولیته ازادي

متفاوت نظرونه،د پروسو نقدول او ازاد بحثونه ښه دي،چې باید وشي.

د دیموکراتیکو ماحولونو او دولتونو یو ښه خاصیت همدا وي،چې خلک او په حکومت کې ګډونوال اشخاص د بیان،نظر اوعمل ازادۍ ولري،خو دغه ازادي باید د نورو ازادیو په شان مسولانه،سنجول شوې او د نورو په زیان نه وي.

د ازادۍ اوسنۍ بڼه چې افراد او اشخاص یې په افغانستان کې لري،تر زیاته حده له دغو اصولو او اړتیاوو څخه لرې او د نورو خلکو په زیان ده.

په ځانګړې ډول د چارواکو اومسولینو لخوا دغسې څرګندونې بیخي خلکو او ملي پروسو ته په زیان تمامیږي،ځکه د چارواکي غږ له مطبوعاتو څخه زرمنعکس کیږي،خلک یې ښه اوري او تاثېریې هم د پام وړي.

دا تاثېرکه مثبت او له ازادۍ څخه استفاده په مثبته بڼه وي،ښه ده او چې هرڅومره دا استفاده زیاته وي،وطن او خلکو ته یې خیرزیات دی.

دلته چارواکي څه په ولایتي یا څه مرکزي کچه ډېرکله د دې لپاره په مطبوعاتو او غونډو کې دغسې خبرې کوي،چې ځانونه د یوې نوې خبرې او بحث د اچولو له لارې مطرح او مشهورکړي.

د چارواکو د نورو عملونو په شان د مطبوعاتي څرګندونو د بې بندوباره او ناسنجشې ازادۍ په اړه هم د حکومت د یوې سمې او عملي لایحې نشتوالی د ځینو ملي پروسو پروړاندې د خنډ اچولو سبب شوی.

دغه تشه د ډکولو او ښې پاملرنې وړ ده،له دې تشې سره بې تفاوتي به د مهمو ملي پروسو په اړه هم منفي ذهنیتونه پیاوړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *