زه اوس یو څو دقیقې وخت لرم غواړم یو څه و لیکم ،څو دقیقې باید زه د موضوع په اړه فکر هم وکړم خو د فکر او لیکلو لپاره وخت نه لرم. نو بې پلانه او بې موضوع په لیکنه پیل کوم.
اوس ورته و دریدم فکر ته می هیڅ نه راځي څه و لیکم؟ د سهار را هیسي مي دوه ساعته مجلس کړی ، که هغه ټولي خبري مي لیکلی وای نو یوه ښه لیکنه به ترې جوړه سوې وه. دا سمه ده چي د لیکني او ګړني ژبه بیله وي، د لیکني ژبه نسبتاً سخته وي خو زما په اند باید دومره هم سخته نه وي چي د دوه ساعته څخه پنځه دقیقې لیکنه نسو را ایستلای. نیو بل علت هم لري په عام مجلس کي موږ هر ډول خبري کوو خو هغه بیا په لیکنه کي نسو لیکلای. او یا ښايي دا علت ولري چي موږ خپل نظر د پنځو کسانو په وړاندي ښه څرګندولای سو خو کله چي خبره د لیکني کیږي نو په شا کیږو ځکه د نورو کسانو نیوکو او انتقادونو ته چمتو نه یو.
که یوڅوک بیا هم دا زړه وکړي چي څه بابا، په لیکوالۍ کي خو دا خبري راځي راسه و یې لیکه هر څه چي پیښیږي ورسره ګورم به.
د لیکوال زړه ورتیا پرځای ده خو د یوې موضوع په اړه بشپړه لیکنه کول او هغه هم په خورا لنډه موده کي، ناشونې خبره ده. د نیمګړو معلوماتو لیکني به له تیروتنو او عیبونو ډکي وي. بل تاوان به دا وکړي چي ښايي له سختو غبرګونونو سره مخ سي او لیکوال یې بیا دفاع هم و نسي کړای او بل ځل لیکلو ته کښینستل به ورنه د فیل زړه و غواړي. کیدای سي د لیکوال معلومات کره هم نه وي او یا یې وړاندي کړي معلومات له حقیقته لري وي د بیلګي په ډول (په یوه اداره کي د فساد په تور د ادارې مشر نغدي جریمه سوی، خو په همدې فساد کي ککړ د ادارې پنځه مامورین دوه دوه کاله قید سوي دی) لیکوال که پر هم دې معلوماتو بسنه وکړي او لیکنه وکړي چي (ولي د اداري مشر نه بندي کیدی ځکه دا کار خونو د هغه په سلا تر سره سوی) دا یوه ښه ټکی دی، خو که لیکوال خپل معلومات کره کړي معلومه به سي چي مشر په اداري کارونو کي د غفلت په تور جریمه سوې او په فساد کي ککړ کسان زنداني سوي.
داسي لوبي اکثره وخت زموږ احساسات په موږ کوي، که موږ لږ نور هم صبر وکړو په موضوع کي د زړه له تله فکر وکړو او د معلوماتو د کره کولو لپاره انټرنیټي پاڼي و ګورو، راډيو او تلویزون ته ځير سو او په هغه سیمه کي که یو رښتنی کس و پېژنو د ټلیفون په مټ ورنه معلومات و غواړو او دې ته ځیر سو چي دولتي ادارو کوم غبرګون ښودلی یا کومي بلي ډلي هم ستاسو غوندي دې ټکي ته د شک په سترګه کتلي او داسي نور ډير اړخونه باید و کتل سي. تر هغو مو چي پر معلوماتو شک پروت وي او زړه مو اوبه ورباندي نه وي څښلي باید لیکنه ونه کړو.
یوه بله ډيره مهمه خبره دا ده چي لیکوال باید خپل حد و پېژني زه باید په کومه برخه کي لیکني وکړم؟ سیاسي، ټولنیز، علمي، حقوقي هنري او که …
زما په اند یوازي هنري لیکني او هغه هم تر ډیره لنډي ادبي ټوټې تر ډيره ستاسو څخه د کتابونو پلټل او کتل نه غواړي او له هغه پرته ټولي لیکني پوره مهارت، علمي وړتیا او ژوري مطالعې ته اړتیا لري. که ته یوه لنډه کیسه هم لیکې او هغه کي د یوه ښآر، کلي او کومي سیمي، کس یا مقام په اړه څه لیکې باید معلومات دی قوي او درست وي.
نو منظور دا دی چي په لیکنه کي دي بېړه نه کیږي په ځانګړي ډول هغه لیکني چي پر معلوماتو، شواهیدو، او مطالعې باندي ولاړي وي.
زه دا نه وایم چي لیکنه مه کوئ، په ورځ کي نه، په اونۍ کي یوه لیکنه، خو ښه لیکنه.
دا لیکنه چي همدا اوس بشپړه سوه ځکه بې خونده او نیمګړې ده چي یوازي په څو د قیقو کي و لیکل سوه او هغه څه مي پکي و لیکل چي ذهن راته مخي ته ایښودل.