موخه (هدف) په لغت کې هغه نښه ده، چې غشی يې په لور ګوزاريږي. په اصطلاح کې د هغه ارمان څخه عبارت ده، چې د انسان ټول تـــــــــوان ( فکر، احساسات او د شخص امکانات) د ځان په لورې سوق او متمرکز کوي، په بله وينا، ټول هغه فعاليتونه، چې د هغې د لاسته رواړلو لپاره په کار اچول کيږي، د موخې څخه عبارت دي. د موخې درلودل د انسان سره مرسته کوي، چې په خپل وخت کار پيل کړي، په سمه لاره قدم واخلي، اړتياوي وپيژني او د اړتياوو د پوره کولو لپاره خپله انرژي په کار واچوي، د ويکتور فرانکل په وينا د انسانيت لپاره مهمه اړتيا د معنا درک او په ژوند کې د موخو درلودل دي. په کال ۱۹۷۹ م کې د هاروارد پوهنتون په محصلينو ، چې د سوداګرۍ مديريت په پوهنځي کې يې زده کړې کولې مصاحبې او څېړنې وشوې، پوښتنې په دې ډول وې: آيا په ژوند کې د ځان لپاره مشخصې موخې لرې او که نه؟ آيا دغه موخه مو په ليکلې بڼه ده او که په ذهن کې؟ د نظر پوښتنې پايله په دې ډول وه: الف: په سلو کې درې محصلينو وويل، چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره مشخصې موخې لري او هغه په ليکلي ډول له ځان سره لري. ب: په سلو کې ۱۳ وويل، چې موخې لري او خپلې موخې پيژني خو په ليکلې بڼه نه دی. ج: په سلو کې ۸۴ محصلينو وويل، چې د ژوند لپاره هېڅ ډول موخه يا هدف نه لري. وروسته له لسو کلونو يعنی په کال ۱۹۸۹ م کې د همدې محصلينو مالي وضعيت وڅېړل شو، پايله يې ډيره حيرانونکې او هېڅ د باور وړ نه وه. د درې سلنه خلکو ټوليزه سرمايه چې د ځان لپاره يې ليکلې موخې درلودې، لس برابره د هغوی وه، چې ليکلي اهداف يې نه درلودل. د ۱۳ سلنه ډلې، چې نا ليکلې موخې يې درلودې سرمايه يې دوه برابره د هغوی وه، چې هېڅ موخه يې نه لرله.
کله چې د موخو ټاکل په ژوند کې دومره د اهميت وړ دي نو ولې ځيني خلک د ځان لپاره موخې نه لري؟
هغوی، چې په ژوند کې د ځان لپاره موخه نه لري او حتی هېڅ اړتيا يې نه احساسوي، ژوند يې پوچ او بې معنا دی، بې موخې افراد په دې باور دي، چې انسان د مخکينۍ طرحې او نقشې پر اساس نه دی پيدا شوی، چې هغه دې د مخکې څخه تعين شوي هدف او مقصد ولري او د هغه هدف د لاسته راوړلو لپأره دې هاند او کوښښ وکړي، فکر کوي، چې هر څه په نړۍ کې په تصادفي ډول په پټو سترګو او بغير د هدف درلودلو څخه منځته راغلي وي، په دې نظر باور کوونکي ژوند بې معنا بولي او په همدې دليل هېڅ ډول موخه هم نه لري. خو دوی په دې ندي خبر، چې نه يوازې دوی بلکې د هغه خالق هم د يوې موخې درلودونکی دی، چې دا نړۍ يې هم د هماغې موخې لپاره پيدا کړېده، زمونږ د ژوند روان دنياوي نظام د يوې معنا او هدف درلودونکی دی. الله (ج) په خپل عظيم الشان کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي: (وما خلقت الجن و لانس الا ليعبدون) ذاريات/ ۵۶ ژباړه: ما انسانان له دې پرته، چې زما بنده ګي وکړي د بل څه لپاره نه دي پيدا کړي. په بل ځاي کې بيا فرمايې چې: (ولقد بعثنا فی کل رسولا ان اعبدوا الله و اجتنبوا الطاغوت) نحل/۳۶ ژباړه: مونږ په هر امت کې يو پيغمبر پيداکړ او د هغه په وسيله مو ټول خبر کړل، چې د الله (ج) بنده ګي وکړئ او د طاغوت له بنده ګۍ څخه ځان وژغورۍ. هغه څه، چې انسانان يې بايد ترسره کړي دادی، چې لومړی بايد هغه موخې کشف کړي، چې خالق يې ددې نظام د پيدا کولو څخه لري، ددې کار سرته رسول اسانه دي، د الهي احکامو مطالعه او د هغه (ج) د رالېږل شويو پيغمبرانو د لارښوونو او ارشاداتو څخه ځان خبرول دي. په دوهم قدم کې د خپل ورځني ژوند د سرته رسولو لپاره بايد په مختلفو پړاوونو کې ځانګړې موخې ولري، دا موخې بايد د اساسي موخو سره، چې انسان د هغې لپاره پيدا شوی مطابق وي، د لاسته راوړلو لپاره يې ځانګړي تدابيري پلانونه جوړ او فعاليتونه ورته په سيستماتيک ډول تنظيم کړي. د انسان ژوند بايد د ښکاري په څېر وي، چې خپل ټول وخت د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره تېروي، غشي بيځايه نه واروي، همېشه په دې فکر کې وي، چې موخه يې چيرته ده، څه وخت او څنګه يې تر لاسه کړي.
کله چې تاسې ځان ته موخې ونه لرئ نو داسې ده لکه په يوه بيابان کې سرګردان ګرځېدل بې له دې چې وګورې دلته څه پېښېدونکي دي او زه په کوم لورې روان يم، څه بايد وکړم او څه ونه کړم، تر دې چې ورځ درباندې تېره شي او هېڅ دې هم لاسته نه وي راوړي، عمر همداسې دی، که ځانګړې موخې دې درلودې په اسانۍ او په کم وخت کې به يې لاسته راوړې که نه عمر به دې بې له دې چې کوم څه لاسته راوړې درباندې تېر شي، او کله کله شاید په داسې یو څه وربرابر شې چې د ژوند اخېستلو په معنی وي نو ځکه ده چې بې موخې کېدل، ځان وژنه ده.