د باغ په کونج کې ځوان پروت و. جړبړ او سریښ ویښتانو یې غوږونه پټ کړي وو. د ږیرې ویښتان یې یو بل پسې نښتي وو. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې او له بې تڼیو ګریوانه یې ببره سینه ښکاریده.
لکه لاسونو او پښو پسې چې یې قیر موښلی وي، خیرو ورته استر ورکړی و او د پوټکي اصلي رنګ یې نه ښکاریده.
خدای خبر له ځان او جهانه ناخبره دغه ځوان به د چا د زړه قطره و، خدای خبر څومره امیدونه به ورته کرل شوي وو، خدای خبر یو وخت به یې د خپلې راتلونکې لپاره څومره خواږه خوبونه لیدل او…
خو نن هر څه بدل و. د هغه ژوند د لوګیو په منځ کې و او برخلیک یې همداسې د تیارو منګولو ته سپارل شوی و.
د هغه تر خوا زرورق کاغذونه او د اورلګیت سوزیدلې پلتې پرتې وې او همدې وسیلو یې د قسمت څراغ ګل کړی و.
دا په جلال اباد ښار کې د امیر شهید باغ یوه څنډه ده. چیرته چې زموږ د ویاړونو دنګ څلی په ابدي خوب ویده دی. ښه ده چې ویده دی، که هغه د خپل ولس دغه حال د سر په سترګو لیدلی وای، خدای خبر څومره شدید درد به یې زړه کې څړیکې کړې وې؟ دا خو هغه امیر و چې ان یوه پیړۍ وړاندې یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه چې افغانستان د پرمختللیو هیوادونو په لیکه کې ودروي او خپلو خلکو ته د نیکمرغه ولسونو په صف کې ځای پیدا کړي. دا خو هغه امیر و چې که د پردیو دسیسو قرباني شوی نه وای، نن به یې ولس د نورو په څیر نیکمرغه و، خو داسې ونشول، زموږ د دغه ځوان امیر(امان الله خان) خوبونه هم لکه په پارک کې د پرتو ځوانانو په څیر رښتیا نشول.
هغه ولس چې نشه یې هم په دین کې مردوده ده او هم په فرهنګ کې، اوس ورو- ورو د نشو ډنډ ته غورځیږي، داسې ډنډ ته چې بیرته ترې د را وتلو امکانات هم نه تر سترګو کيږي.
هغه هیواد چې یو وخت یې د ولس غټه نشه د تماکو چلم او نسوار وو، نن د پوډریانو په مسکن بدل شوی. نن یې د ولس نږدې دوه میلیونه کسان په نشو اخته دي. دا نشه یان دومره ډیر شوي چې آن د ارګ په شاوخوا کې هم تدریجي مرګ تیروي او لکه ګونګټې په چټلیو کې یې ژوند دی.
موږ له عجیبه حالت سره مخ یوو. له یوې خوا د اسلاميت داسې دعوې کوو چې له ځانه بهتره بل مسلمان نه وینو، د اسلام په نوم سرونه ښندو خو بیا د همدې مبارک دین خلاف مخدره مواد تولیدوو او هغه هم په دومره زیات کمیت چې په نړۍ کې سیال نلرو.
د کوکنارو کر زموږ ډیر ځوانان د دغو زهري بوټو له کارونې سره روږدي کړي دي. هغه وخت چې موږ دغه بوټي نه کرل، موږ پوډریان هم نلرل.
عجیبه حالت دی، په میلیونونو ډالر د پولیسو او کشفي ارګانونو په ظرفیت جوړونې ولګول شول، خو دغه ارګانونه بیا په رڼا ورځ ان پلازمینه کې د پوډرو پلورونکي نه ویني او د هغوی بازار ګرم دی. د خپلې ګټې لپاره تدریجي مرګونه کوي او زموږ ولس د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.
دا کار که له یوې خوا زموږ د تباهۍ لامل دی، له بلې خوا ولس په خپلو امنیتي ځواکونو هم بې باوره کوي او ان په پلازمینه کې پوډریانو ته د پوډرو رسیدل خلکو ته دا تصور ورکوي چې ګوندي امنیت ساتوونکي هم د زهرو له سوداګرو سره لاس لري، کنه څنګه یې مخه نشي نیول کیدای؟
موږ له یوې بلې ستونزې سره هم مخ یوو. موږ د داسې مسلمانو ګاونډیانو په منځ کې ایسار یوو چې یو مو د نغد مرګ لپاره وسلې او مهمات را لیږي او بل مو د تدریجي مرګ لپاره ځوانان په نشه یي توکو اخته کوي.
ګڼ شمیر ځوانان روغ رمټ ایران ته مزدورۍ پسې لاړ شي خو له هغې خوا زنګیدلي او ګنګس را روان وي.
موږ له نورو د ګیلې حق نلرو. پر موږ خپله له کلونو راهیسې ظالمان او بې رحمه اشخاص مسلط دي، داسې ظالمان چې د ولس د ډيرو بدبختیو لامل دي.
که افغانستان ته راغلې بې حسابه مرستې د همدې ظالمانو له چنګاله خوندي پاتې شوې وای او په ځای مصرف شوې وای، نن به مو ځوانان نورو هیوادونو ته کار پسې نه تلل. نن به مو ځوانانو د ژوند له نا خوالو د نشو غیږې ته پناه نه وړه او نن به مو د ځوانانو برخلیک په لوګیو نه نقاشي کیده.
په هر صورت، اوس هم سر وخت دی. مخکې له دې چې د نشه یانو شمیره ،خدای مکړه له دوه میلیونو هم لوړه شي، مخکې له دې چې د ولس یوه غوښنه برخه د نشو ډنډ ته ولویږي، باید سم تدبیر وسنجول شي.
تدبیر دا دی چې دولت باید هغه کشفي مسوولینو ته سزا ورکړي چې د نفوذ په سیمه کې یې نشه یي توکي پلورل کیږي. کورنۍ باید د خپلو غړو جدي څارنه وکړي او دولتي اراکین باید نور د خپلې ګیډې له انفجاره وډار شي او د بیت المال پیسې په داسې توګه ولګول شي چې ځوانانو ته کارونه پیدا شي او نورو هیوادونو ته یې د ورتګ مخنیوی وشي.
د کب ۲۴مه، (سرخط ورځپاڼه)
پروردګار عالم دی هر هغه څوک چی دولت کی کار کوی او د ملت د پیسو څخه استفاده کوی او د ملت غم ورسره نه وی بغیر د جیبه پخپل خاص حکمت سره تباه بر باد او ددوی اولادودونه دی هلاک کړی چی د نور افغان ولس له درده خبر شی او ددوی اولادونه او د کورنی غړی دی لکه د همدی معتادینو نه بدتر کړی چی په رشوت او فساد پیدا کړی پیسی دی بروردګار ددوی د اولادو په کفن ولګوی