د سینما د ټکټ په بچت کړو پيسو
اوس تمباکو او اخبار رانیسم
د یوې تور سري بربنډ مړی مي ولیدو
پوسټ مارټم را پور یې وایي ٫٫
د اجتماعي آبرو ریزۍ ورسته یې په خپه وژلې ده،،!
اوس د زاهدې ناپېژندلی مړی را یاد سو
چي د مکتب په لاره کي ناڅاپه تر لسو ورځو ورکه سوه
وروسته یې ناپېژندلی مړی د کوڅې پر انبار
په پلاسټک کي نغښتی وموندل سو
مړی یې مور وپېژندلو
د درس د کتاب د زرغونه تار پر بخۍ یې وپېژندلو …
وروسته یې پوسټ مارټم راپور دا څرګنده کړه
مړی یې لس ورځي پخوانی دی
په خپه یې وژلې ده او
٫٫اجتماعي جنسي تیری یې د مرګ اساس کېدلی سي ځکه
دا لا اوس دیارلس کلنه ده ،،
پولیس په یو خبر پاڼه کي ویلي دي
٫٫ زاهده بدچلنده او بد کرداره وه کورته یې نااشنا سړي راتلو
امکان لري کوم یار به وژلې وي ،، …
فلم کتل زما لپاره اوس دومره دلچسپي نلري نه یې
د پخوا پشان مهمه تفریح پاموم
وخت او پیسې دواړه بربادول چندو عقلمندي نه ده !
بل د فلم د وحشت او بربنډو رقصونو
یو خوند او رنګ دئ
زه چي یې په خپل چاپېریال کي بې ټکټه ګورم
د دې بېل خوند او نالیدلی رنګ دئ …
رښتیا د٫٫ سینځلي٬٬ کیسه را یاد سوه چي د ړندې میني قرباني سوه
پخپله کوټه کي پخپله دوپټه راځړیدله
پوسټ مارټم را پور یې دا څرګنده کړه
٫٫تر وژولو دوه ورځي وروسته یې مړی ځړوند سوی دئ ،،
مور یې وایي :
٫٫پیسه دار ، مالدار خلګ دي
په وس مي ورسره څه نه ده
پوهیږم دا هم دوئ وکړو
پولیس ، عدالت هرڅه کولی سي
زه هیڅ نلرم یو خدای لرم او
٫٫زما خدای ښه انصاف کوونکی دئ ،،
عصمت زهير زما ګران لار ښود او د سګوان بنياد ايښونکي ، هم پوه دي ، هم خورا زيرک نظر لري ، هم يوه د کمال لوسته لري ، په کار ده چي تاسي و ده ته موقعه ورکړي چي دي هره هفته په تاند کښي يو ادبي کالم وليکي ، دي د روايتي او بې ځايه تنقيد سخت په ضد دي ، نو هغه هم په باقاعدګي سره او تاسي دده له ژوره او ډير ماډرنه نظره ګټه واخلي