ګل رحمان رحماني

   نور نو زموږ ټينګار او زارۍ بې ځايه وې، پوليسود مهاجرو د کمپ  مشرته  يوازې دوه ورځې وخت ورکړى و چې کمپ خالي کړي او نور نو خپل وطن ته ستانه شي، که نه درېيمه ورځ سهاروختي به يې جونګړې له کاليوسره يوځاى په بلډوزرو  ونړوي.

     پلارمې هم د نورو ورځوپه خلاف ډېر خواشىنی و، د ماښام له ډوډۍ وروسته مې يې مورجانې ته په دې قناعت ورکړ چې “پردى کټ تر نيموشپو وي” ،که نن نه وى نو سبابه خامخا پوليسو دغه کورونه ورانول. خپل کلي کورته به لاړشو او ورانې ځمکې به له سره ابادې کړو، دلته هسې هم چندان د انسانانو ژوند نه لرو،  بس يوازې ژوندي پاتې يو او د جګرو وېره راسره نه شته .

    مورمې سوړاوسېلى وکړاوماته يي وکتل

 سړيه! د دوى تاليم ماليم به څنګه کېږي، خدا ى خبر هلته به وشي اوکنه ؟ هسې زماغوندې بې سواده پاتې نه شي،  موربه مې پلارته سړى ويلو او ډېرځله به په دې ماته خندا راغله،  خو نن خندا مندا نه وه ، زه هم وېرې اوذهني کشمکشونولاندې کړى وم .

    پلارمې  له خټو او ماتو خښتو جوړ دېوال ته ډډ ه ووهله او دتيلي څراغ په رڼاکې يي ماته وکتل :

 بچيه! اوس په ښه او بد پوهېږې،  دومره څه دې زده کړې چې يومامورمت وکړى شې ، سباته چې لاړې،  د مکتب نه دې کاروبار خلاص کړه،  نورنو بايدپه يوه بله تمه پاتې نه شو، څومره  زر چې کېږي، دا وطن بايد پرېږدو.

 پلارمې ستړى و او د مور مې هسې فکرخراب و، زه هم دې فکرونو په مخه کړى وم چې څنګه به هغه ټاټوبى هېرکړم چې خاپوړي مې په کې کړې دي،  همزولي اوملګري په کې لرم،  په خاوروکې مې يي لوبې کړې،  ښوونځى مې په کې لوستى،  دا راته ترټولو سخته خبره وه چې دومره زر هر څه هېر کړم،  خو د دې سره سره  د کډوالو په کمپ ، د ښارپه کوڅو او ښوونځي کې خلکود مهاجرمهاجر او کله  د بې وطنه نارې راپسې وهلې.

بيا هم اوس له دې ټولو سره اشنا شوى وم، په همدې فکرونو او د يوه ناليدلي کلي په لور د ستومانه سفر خيالونو د خوب څپه راباندې راوسته او په يوه داسې هېواد کې چې موږ ته خپل ښکارېده، خو موږ په کې پردي ښکارېدو،  د خپل اولس کلن ژوند ټول يادونه زما په ذهن کې د فلم د صحنې په څېرو ګرځېدل.

٭٭٭

سهاروختي له چاى خوړلو وړاندې د ښوونځي په لوري لاړم، دوکان ته په رسېدو مې پلار راباندې غږ کړ،  والکه!  نن دې ټول کارونه خلاص کړه چې دکورپنډې تړو، نور نو هغه هم  د دوکان په کارونو بوخت شو او زه د ښوونځي په لور په ناهيلي زړه روان او ستړو ګامونو روان شوم.

   د ښوونځي له دروازې لا نه وم ننوتلى چې د پوليسو ګاډى ودرېده او راضيه ترې راښکته شوه، هغه زماټولګيواله وه،  پلاريې د دوى په اصطلاح د پوليسوغټ افسر و، راضيه به د څورلسو پنځلسوکالو وه، خو ماغوندې هلکان ورسر ه د ماشومانوغوندې ښکارېدل، هغه هم ښکلې وه او هم يي په درس کې په ټول صنف کې سيال نه و.

    که څه هم زموږ ښوونځى د ډېروشتمنو کسانو لپاره نه و، خو پلار يې راضيه  ددې لپاره دلته راوستې وه چې يو ورته ښوونځى نږدې و او بل داچې په ښو نومرو فارغه شي، د بورسونو او امتيازونو چانس ولري.

راضيي په تېروڅوکلونوکې زماسره ډېر بدچلند کاوه، مهاجر او غبي( ټنبل) به يې بللم، که هغه مې له زړه نه  نه خوښېدى؛ نو کله به مې هم د هغې داکنځلې اوله سپکاوي ډک الفاظ نه وو زغملي، خو ښکلايی زه په هرڅه ړوندکړى وم، همدغه ويرې چې بيابه راته ښکنځل وکړي، زما له لپاره د هغې د مينې اظهارګران کړى و.

   زماليدو  ته يوه شېبه تم شوه، له مسخرو او ټوکو په  ډکه لهجه يي راباندې غږ کړ مهاجره! لکه چې  په کورکې مو چاى ماى نه پيداکېږي چې دومره وختي راغلې …….نه جي غلطه شوم،  پروفيسران خو تل خپلې ډيوټي (دنده) ته وختي حاضري ورکوي، هسې نه چې کومه زمه واري ورباندې راشي که سنګه ؟

     زمازړه له درده وپړسېده، په سترګوکې مې اوښکې راډنډ شوې او ځان راته د يوې شېبې لپاره  د کوم بې  ضرورته موجود په څېرښکاره شو، نور نو هغه ماته يوه ښکلې نجلۍ نه ښکارېده، هغې په تېر و څوکلونوکې هر ساعت ما او يو څو نورو مهاجروته دخپلوملګروپه بدرګه داډول خبرې کولې، خو موږ به په عاحزۍ په غوږونو کې مالوچ منډلي وو او په يوه پردي شوي هېواد کې مو د خپلې بې وسۍ ننداره کوله.

  زماد نورو مهاجرو ملګرو کډې چې لاړې، بيانو زه د هغوى لپاره د ساعتېرۍ يوه ښه وسيله وم، په ژړغوني اوله تاثره په ډک اوازمې ورباندې غږ کړ .

راضيې! نور نو بس دي، سبا که نه وي، نو بل سبا ستاسې له ملکه د تل لپاره ځم، دا ښوونځى به يوازې تاته پرېږدم، يوازې نن ورځ اجازه راکړه چې خپل اسناد له ادارې څخه ترلاسه کړم.

 د راضيي په رنګ کې ناڅاپي بدلون راغى،  ځاى په ځاى حيرانه پاتې ودرېده،  خو زه مخامخ ادارې ته لاړم ، خپله عريضه مې ورکړه او په انتظارکېناستم، د ادارې له لويي کړکۍ نه مې  بهر کتل چې ټول زده کوونکي له لين وروسته ټولګيوته روان شول ،خو راضيه وړاندې ادارې ته مخامخ تر ونې لاندې حيرانه ولاړه وه او ماته داسې ښکاره شوې لکه چې خپلې اوښکې چې پاکوي.

په څوساعتونوکې کارخلاص شو، څو پاڼې يې راکړې، له مديرصيب او نورو ښوونکو سره مې خداى پاماني وکړه،مخکې له دې چې کونسلګرۍ ته لاړ شم،  مخامخ خپل ټولګي ته دخدا ى پامانۍ لپاره روان شوم ، خوراضيه لاهم د ښوونځي په انګړکې ترونې لاندې ولاړه وه  او زه  يې د سترګوله کونجونو څارلم.

    کله چې ټولګي ته ننوتم، دا هم راپسې راغله، له ښوونکي او ټولوټولګيوالو سره مې مخه ښه وکړه ، راضيه هم په خپله څوکۍ ناسته وه، د ښوونکي په ځاى يې له حسرته ډکې سترګې په ماکې خښې کړې وې، کله چې له ټولګي وتم ، نود ټولو په سترګوکې حتى د هغو په سترګو کې هم چې زه يي مهاجراو بې وطنه بللم اوښکې وځلېدې، خو دا ډول تګ په تېرو څو مياشتو کې هغوى ته يوه تکراري لوبه شوې وه او د افغان کډوالو د يوې کورنۍ له ستنېدو سره له ښوونځي هم يوه زده کوونکي مخه ښه کوله.

 روان شوم،  له وره مې چې د باندې قدم کېښود، بې اختياره مې د راضيې غږ غوږونو ته ورسېد. حميد جانه ! کډه موڅه وخت ځي؟

دا غږ دومره بې اختياره د هغې له خولې ووت چې نه يوازې ما، بلکه ټولو ناستو زده کوونکو په حيرانۍ سترګې ورواړولې،  د راضيې په څېره کې د پرېشانۍ او اضطر اب نښې له ورايه څرګندې وې،  بله داچې دا لومړى ځل وچې مايي له خولې نه په دومره  جرئت دمهاجريا بې وطنه پر ځاى، خپل نوم اورېده،غرېو نيولى وم،  ځان مې ناګاره کړ او په خپله مخه روان شوم.

   دويمه ورځ سهارمهال زموږ کډې په يوډول بهرنيو لاريوکې چې ټولې په يوه رنګ وې اوپ   ترپالونو يې  سرې ټاپې لګېدلې وې،  بارشوې . شېبه وروسته د پوليسود ګواښ سره سم بلډوزرونه د کمپ (پنډغالي) ورانولو ته  راورسېدل،  دکمپ له دروازې چې وتم دلارۍ له سره  مې راوکتل.

   لاندې راضيه په دروازه کې ولاړه وه،  د پلاستيکي ګلونو اوڅو نورې کڅوړې يې په لاس کې وې ، په حسرت نيولې څېره يې له نوو راغلو پوځيانو کمپ ته د ننوتلواجازه غوښته، خو زموږ د کډې لارۍ په ډېر ه بېړه په نورو ګاډو پسې روانه شوه ، د لومړي ځل لپاره مې حس کړه چې هغې نور دا هېرکړي چې زه يو مهاجر او بې وطنه يم.

١٣٨٨، د غويي ١٨مه


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

One thought on “بې وطنه (لنډه کيسه) لیکوال: ګل رحمن رحماني”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *