د ولس له خورا اوږده او ستړي کوونکي ځنډ وروسته، ايله اتو وزیرانو له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه، خو دولت ژمنه کوي، چې پاتې نور وزیران به هم ژر ولسي جرګې ته ور معرفي کړي، په داسې حال کې چې تېر انتظار څلور مياشتې په بر کې ونيولې.

نوي وزیران په داسې حال کې خپلې دندې پیلوي، چې پر وړاندې يې د ستونزو انبارونه پراته دي او ناشونې به وي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې دې ولسمشر او ولسي جرګې ته حساب کتاب ورکړای شي. لا معلومه نه ده، چې دغه چارواکي به په راتلونکو شپږو میاشتو کې په خپلو تشکیلاتو او ادارو کې اصلاحات راوړي او که به هغه پروګرامونه او برنامې پلې کړي، چې له ولسي جرګې سره یې ژمنې کړي دي.

ایا دغه وزیران به په دې وتوانیږي، چې په شپږو میاشتو کې هغه چارواکي، رییسان او مدیران له دندو لرې کړي او یا فشار ورباندې راوړي، چې هر یو یې له یوې کړۍ او حلقې سره تړلی دی او له ځایه خوځول یې د نیوکو، تورونو او تهمتونو یو لوی سیلاب په ځان پسې لري. یا دا چې په دغو شپږو میاشتو کې به نوي وزیران وکولای شي، د خپلو نویو پالیسیو پر پلي کولو بریالي شي او له ولسي جرګې او ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.

خو په دې دولت کې هم هر څه په خیالي خبرو کیږي او له حقایقو سره سر نه لګوي.

ولسمشر هم د لوړې په مراسمو کې بلا ژمنې وکړې او د خپل ماموریت سترې چارې یې په ګوته کړې، خو تر اوسه پورې په یادو برخو کې د پام وړ لاس ته راوړنه نشته.

ولسمشر اشرف غني د حکومت د مسوولیتونو په توګه یادونه وکړه: (( د سیاسي پروسې د دوام ترڅنګ، تحول هم زموږ د ولس جدي غوښتنه ده، موږ د ولس دې غوښتنې ته ژمن یو او د مثبتو ارزښتونو د دوام ترڅنګ د بنسټیز تغییر او بدلون پر اړتیا او د خلکو د خدمت پر اصل ټینګار کوو.))

هغه همداراز د ولسمشر حامد کرزي یو خبره رانقل کړه، چې افغانستان له پیوندونو او ټوټو جوړ دی، خو ښاغلي اشرف غني بیا وویل، چې په کم وخت کې به افغانستان د یو موزین لباس خاوند شي، خو دا دی اوس د څلور میاشتو په تېریدو سره کابینه نه ده جوړه شوې او له ورځې بلې ته ولس له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي.

ښاغلی ولسمشر له هغو اندېښنو سره سره چې په دولتي اداراتو کې لاسوهنې شته دي، له ولسي جرګې شپږ میاشتې وخت غواړي، چې په باور یې په دې شپږ میاشتو کې به نوي وزیران خپل ځانونه ثابت کړي، خو دا ډول خبرو ته د موجوده حالاتو له امله د شک په سترګه کتل کیږي.

خو اصلاً ستونزه بله ده او باید چې دې ستونزې ته د افغانستان ولس د افغانستان سیاستیو، مدني ټولنې او ملي شورا پام وکړي او د حل لپاره یې پر ولسمشر او کابینه باندې فشارونه واچوي او په ټوله کې د حل يوه ګډه لاره را وايستل شي.

ستونزه دا ده، چې مونږ د دولتدارۍ او سیاست لپاره یوه ملي برنامه نلرو، تر څو وزیر، والي، رییس او ولسوال د هغه برنامې په رڼا کې تعریف شوي اهداف تعقیب کړي او د پوره کولو لپاره یې کار وکړي.

مونږ باید داسې یوه ملي پالیسي ولرو، چې په هغه کې د هر وزارت لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږد مهاله اهداف په نښه شوي وي. مثلا مونږ له سوداګرۍ وزارت څخه د کال په پای کې څه غواړو، کوم کارونه دي، چې په دې کال کې یې تر سره کړي. کوم کارونه دي، چې به راتلونکو پنځو یا لسو کلونو کې تر سره شي او همدارنګه له دې په اوږده موده کې.

همدارنګه د نورو دولتي ادارو لپاره باید په وضاحت سره یوه عمومي برنامه جوړه شي، چې کله یو وزیر نوی راځي، یو والي او یا رییس تر څو د همغې برنامې له مخې خپلې چارې پر مخ یوسي او دېته هر ورځ اړتیا نه وي، چې زمونږ وزیر دې نوې برنامه جوړه کړي او ولسي جرګې ته دې وړاندې کړي.

مونږ له ولسي جرګې څخه د وزیرانو برنامې په غور سره اورېدلې او هر یو یې ځانته د مسوولیتونو ستر پنډونه وتړل او ولسي جرګې ته یې داسې کیسې وکړې، چې د ډېرو غړو لپاره به شاید له دغو وزیرانو پیاوړي خلک نه وي مالوم شوي، خو په دې چا غور ونه کړ، چې هر وزیر خپلې چارې تر ډېره بریده د بهرنیو هېوادونو د مرستو پورې اړوند وبللې.

هر یوه وویل، که مرستندویه هېوادونه مرسته وکړي، نو دا به وکړي او هغه به وکړي.

خو که چېرته مونږ یوه ملي برنامه ولرو، بیا به وزیر داسې نه وایي، چې په پردیو مرستو به دا وکړم او هغه به وکړم، اهداف به مشحص وي، برنامه به وجود لري او وزیر به د برنامې د دوړاندې کولو لپاره د خپلو وړتیاوو یادونه کوي او ولسي جرګې ته به یوازې دا وايي، چې په دې ډول باندې کولای شي، په لنډ مهال کې وړاندې شوي اهداف په ډاګه کړي.

په دې هېواد کې بلا ستونزې دي، هر ځل چې زمونږ ولسمشر نوي وزیران معرفي کوي، هېڅ یوه یې هم ونه ویل، دغه اهداف چې تر اوسه تعقیب شوي له دې وروسته به یې زه تعقیف کړم، خو په دې ورته ځان سر لوړی او پیاوړی مالومیږي، چې خپله برنامه وړاندې کړي او له یو نوې زاوې په وزارت کې کار پیل کړي، هغه هم يوازې د ژمنو تر بريده پاتې شي.

یو وکیل ته مې ویل، چې ولې د ولسي جرګې غړي د وزیرانو د برنامو اوریدو ته نه کښني، هغه راته کړه، دا هسې یو رول دی او وکیلان هغوی ته د برنامو له مخې رایه نه ورکوي، نو که داسې وي، بیا خو د وزیر صیب خوښه ده، چې هر څه کوي او په څرنګه خپله اداره پر مخ وړي.

ولسمشر اشرف غني او اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یوالي په نوم حکومت جوړ کړ، خو تر اوسه پورې یې هغه تګلارې سره یو ځای نه کړې، چې دوی دواړو د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ولس مخ ته اېښې وې.

د ملي یوالي حکومت تر اوسه په دې ونه توانیده، چې یو ګډه برنامه ولري، چې د هغې له مخې دولتي خدمات تر سره شي.

په کار ده، چې د يوه ميکانېزم له مخې، ځينې چارې تر سره شي.

۱ـ په هره اداره کې د اداري فساد د لرې کولو، د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ د پلي کولو او تحکيم لپاره مشخص اقدامات.

۲ـ کار اهل کار ته سپارل او د حکومت په بدنه کې د ټولو اقشارو مشارکت او د عدالت پر اساس د راتلونکې لپاره مشخصه تګلاره.

۳ـ د امنيت تامين، د امنيتي او دفاعي قواوو د همغږۍ او د امنيتي قواوو د لا مسلکي کېدو، کدري مصونيت او حسابدهي لپاره مشخصه تګلاره.

۴ـ د کار د ايجادولو لپاره عملي پلان او ابتدايي نتايج.

۵ـ د زيربنا لومړۍ برخه د عمده ملي پروژو تکميلول او تعقيب.

۶ـ د اقشارو د مشارکت په ځانګړي ډول د بې وزلو اقشارو ګډون او په دې برخه کې عملي اقدامات.

۷ـ د بشري قواوو د توليد او استفادې ابتدايي پلان چې افغانان وکولای شي، ټولې چارې په خپل لاس کې ونيسي.

۸ـ د ولايتونو، ښارواليو او کليو د صلاحيتونو، دندو په اړه اقدامات او پاليسي چمتوکول.

۹ـ د افغانستان د ټرانزیټي مرکز د جوړيدو لپاره د پروژو د طرحې، تطبيق، د پروګرامونو د دقيق مديريت او حساب ورکړې طرحه وړاندې کول.

۱۰ـ د درې کلنې انکشافي بودجې او اوسنۍ بودجې په ستونزو فکر کول، چې څنګه مديريت شي.

مونږ له ولسمشر غوښتنه لرو، چې د ټولو دولتي ادارو د پرمختګ او ولس ته د سم خدمت لپاره د کار کسان راټول کړي، ملي اهداف په ګوته کړي او ستونزې تعریف کړي، لومړیتوبونه په ګوته کړي او په دې غور وکړي، چې د اهدافو تر سره کولو لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي، تر څو پنځه کاله وروسته د دې ولس په سترګو رڼا ولګیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *