تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور د څو کلنې جګړې له کبله کمزوری شوی اودا هیواد د کورونا پر ضد مبارزه کې له جدي ګواښونو سره مخ دی.
د دغه سازمان مشر جولیان رکمن وايي، کورونا ټوله نړۍ زیانمنه کړې ده، خو دوی پر افغانانو غږ کوي چې د ځان او کورنیو ساتنه وکړي او خصوصا په هغو خلکو زیات پام وکړي چې عمر یې زیات دی او د کورونا وایرس له کبله اسیب پذیره دي.
د بې پولې ډاکټرانو د سازمان مشر زیاته کړې، د کورونا مخنیوی نه شي کېدای خو کیدای شي چې د خپرېدو سرعت یې سست کړای شي او د هغو کسانو شمېر راکم کړای شي چې په دې ناروغۍ اخته کېږي.
د ښاغلي رکمن په خبره په افغانستان کې خلک په عادي حالت کې هم جدي مراقبت او درملنې ته اړتیا لري ځکه په دغه هیواد کې طبي پرسونل او تجهیزات خورا کم دي: (( افغانستان باید هیر نه کړای شي هلته باید د کورونا د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.))
دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې یې یوه ډله د کورونا ویروس په اړه روزلې ده تر څو د عفونیت او په صحي مرکزونو کې د وایرس د مدیریت لپاره کار وکړي.