د بې پيلوټه الوتکو د جوړښت، عملیاتو او تخنیکي کارونو په اړه لیکل شوي کتاب له انګلیسي څخه تر ژباړې وروسته په پښتو ژبه چاپ شو.
دغه کتاب چې په ۳۸۳ مخه کې چاپ شوي د امریکا د پوځ د هوایي ځواک د بې پيلوټه الوتکو کنترولونکو یا په اصطلاح پيلوټانو مټ مټ مارټين او چارلیس ساسر لیکلی چې د بسم الله پښتون مل له لوري پښتو ته ژباړل شوی دی.
پښتونمل وايي دا چې په یوویشتمه پيړۍ کې بې پيلوټه الوتکه په زیاتیدونکې توګه په جګړیزو، کشفي او سوداګریزو برخو کې د استفادې وړ ده او په پښتو کې په دې برخه کې هیڅ منظم معلومات او کتاب نه و ځکه یې نو دغه کتاب وژباړه.
نوموړي وايي له نړیوال تخنیک، پرمختګ او په خاصه د امریکا د نظامي فعالیتونو او پخپله د بې پيلوټه الوتکې د جوړښت، فعالیت، کنترول، عملیاتو او څارنې په برخه کې نوي او مهم معلومات لري.
بې پيلوټه، کتاب په کابل کې د دانش کتاب خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی او مینه وال کولی شي چې له دغه کتاب پلورنځي یې تر لاسه کړي.
بسم الله پښتونمل له تیرو څو کلونو راهیسي د پژواک خبري اژانس سره په زابل کې د خبریال په حیث کار کوي او تیر کال يې د ۸۸ ورځې تر کندهاره په نوم کتاب هم ژباړلی و.