تاند- د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په یوه برید کې لږترلږه ۲۲ وسله وال ترهګر په کندهار ولایت کې وژل شوي دي.

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ /مې ۳۰/ تایید کړه چې ۲۲ ترهګر په شاه وليکوټ ولسوالي کې وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني رسنیو ته وویل چې بې پېلوټه الوتکې په شاه وليکوټ ولسوالي کې د اروزګان – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په همکارۍ پر سرزورو برید وکړ.

ده د دې برید هدف د کندهار – اروزګان د لویې لارې پرانستل وبلل.

له یوې مودې راهیسي وسله والو سختدریځو د اروزګان لاره بنده کړې او د دغه ولایت اوسېدونکي یې د خوراکي موادو او نورو اړتیا وړ شیانو د کمېدو له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو ۴۶ ورځې وړاندې پر دې لار ماینونه کېښودل. امنیتي ځواکونه هڅې کوي چې له یوې خوا وسله وال سختدریځي وشړي او له بلې خوا د هغوی له لوري کېښودل شوی ماینونه شنډ کړي.

د سیمې اوسېدونکي د لارې د پرانستل کېدو لپاره د بې پېلوټه الوتکو د لا زیاتو بریدونه غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *