تاند- د کونړ امنیه قومندان وايي چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د پاکستاني طالبانو یو قومندان ووژل شو.

د کونړ امنیه قومندان پاسوال عبدالحبیب سیدخېلي وویل چې پرون ناوخته یوې بې پېلوټه الوتکې د شیګل ولسوالۍ د چینې سر د سیمې په شلتن کلي کې د پاکستاني طالبانو قومندان په نښه کړ.

د ده په وینا په دې حمله کې د پاکستاني طالبانو له قومندان سره د هغه یو ساتونکی هم ووژل شو.

تر دې یوه ورځ وړاندې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې بې پېلوټه الوتکې د القاعده شبکې یو قومندان بلال الطیب ویشتی و.

کونړ، چې له پاکستان سره پوله لري، د افغانستان یو غرنی او په عین حال کې پر ځنګلونو پوښلی ولایت دی ځکه سختدریځي پکې په اسانه پناهځایونه جوړولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ