The wrong Enemy

ژباړن: احمد(لاهورخان) منګل

 ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو د رژیم د راپرزیدا څخه څو ورځې تیرې وې چې د افغانستان شمالي ولایت مزار شریف ته د د یوه سوړ ماښام په مهال ورسېدلم. تردې مهاله د ۹/۱۱ د بریدونو څخه دوې میاشتې او په افغانستان باندې د امریکې د یرغل یوه میاشت وخت وتلی و. د امریکې هوایی ځواک  د اکټوبر له اوومې نیټې را پدیخوا بمباري پیل کړې وه ترڅو القاعده ښکار او د طالبانو رژیم چې د القاعده مشرانو ته یی پناه ورکړې وه، راوپرځوي. د یوه افغان ملګرې په مرسته د ازبکستان له پولې چې په ټینګه څارل کیدله افغانستان ته ورواوښتم. ما دغه افغان تر شپږو کلونو نه ولیدلی خو زما د پلار سره يې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال افغانستان ته د سفر کړلو کې مرسته کړې وه او دا ځل یی د هغه د ملګري د ور سره ددغه جګړې د بهیر پوښښ کولو لپاره مرستې ته پریکړه وکړه. ملګرتیا او وفاداري دلته اهمیت لري او دا هم دافغانانو سره زما د مینې  یو لامل و .

ما د ۱۹۹۰ کلونو په مهال هم د مزار شریف څخه څو ځلې لیدنه کړې وه، پوهیدم چې دا د سوداګرئ یو بوخت ښارګوټی و، د حضرت علي(رض) ویاړلی زیارت چې د څلور لارې په مینځ کې  پروت دی، ابي رنګه ګمبته(ګمبزه) لري، دیوالونه یی په کاشي خښتو پوښل شوي او د ښار پراختیا ترې پیلیږي.  د وخت په تیریدو سره مې ددغه ښار او اوسیدونکو د بې حده بې وزلئ په لیدلو ټکان وخوړ. دوی د طالبانو د رژیم لاندې په تیرو څلورو کلونو کې دوه ځلې په ټولیز ډول وژل شوي و او د یوې رښتیني محاصرې(کلابندئ) لاندې اوسیدلي ول.د جګړې او د څو لسیزو په پرتله د ناوړه وچکالی له امله په زرګونه کورنئ د کار او د خوړو د پیدا کولو په موخه دغه ښار ته راکوچېدلې وې. د ښار کوڅې د اسونو د ګاډیو او د سړک غاړې د غرفو څخه ډکې وې، مزدورانو به په لاسې کراچیو بار ګاډی څکولې. کورنیو به خپل ماشومان په غیږو کې نیولې ول او تر روغتونه به له خټو ډکو کوڅو کې پلې تلل. له خټو ډکې ښوینده کوڅو کې ګڼ شمیر ښځو چې مخونه به یی د جالینو څادریو ترشاه پټ ول.د سرڅخه تر پښو پورې به چیڼ(ګونځو) کې پوښل شوې وې او ښځې به یی بې ساه موجود(بې ساه ژوندی) ښکارولې. ددوی د بدن یوازینئ برخه چې لیدل کیدله هغه د دوی د لاسونه ول چې پوستکي یی کلک شوی و او د لارویانو د تیریدو په مهال به یی د سوال لپاره غځول. هرڅوک ساړه وهلي او وږي ول، رسټورانټونه او د چای د څښلو ځایونه تړلي ول، د رمضان(مبارک) میاشت وه. د سړک په غاړه کرا چیو/ غرفو د بهر نه راوړل شوي جوسونه او بې خونده بسکټ خرڅول، په ټول ښاره کې د خوراک لپاره یوه هګی هم نه وه( د لیکوالې هدف د تازه پخې شوې هګی ده. ژباړن).

د نیو یارک ټایمز د لسګونو خبریالانو له ډلې څخه چې سیمې ته د ۹/۱۱ څخه څو اونی وروسته لیږل شوي ول ، یوه زه وم.په افغانستان کې د امریکې دجګړې په بهیر کې تر یوې لسیزې ډیره ښکیل وم.افغانانو د طالبانو رژیم راوپرځاوه او سولې ته یی هرکلئ ووایه، یوازې لږ شمیر یې دوه زړه شول او د نورو لخوا د جګړې ډګر ته وهڅېدل. ما د پخواني ځای څخه چې په بالکانز کې و خپل توکي وتړل او په داسې حال کې چې د نړی پام عراق ته وراوښتی و، ددغه کیسئ د پوښښ کولو لپاره کابل ته لاړم. زما لپاره د افغانستان اړوند خبر تر هر بل هغه ډیر اړين و. دا هغه ځای و چې د ۹/۱۱ پيښه ترې پیل شوې وه او په پای کې به همدلته ځواب ورکړل شي، دا هغه ځای و چې زما د خبریالي ژوند ترې پیل وکړ او هغه خاوره وه چې د نړی د اسلامیزم دا ستره څپه ترې راپورته شوه او د نړی د اوس مهال ډیرې جګړې ترې قوت مومي.

د ۲۰۰۱ کال پورې ما نږدې اته کاله د جګړې له سیمې په راپور ورکولو کې تیر کړي ول،  پنځه کاله مې په روسیه کې تیر کړي وو چې د چیچنیا جګړه مې له نږدې څارله او دری هغه مې په بالکانز کې تیر کړل ددې لپاره چې د سلوبوډان میلاسویچ راپرځید نه او د کاسوو د جګړې تاریخ د نیویارک ټایمز لپاره ولیکم. د ۹/۱۱ په وخت کې یو ګوریلا خوځښت چې د مسیدونیا په ایالت کې او د کاسوو سره په سرحدي سیمه کې پروت و، د ناټو لپاره جدي موضوع وه او د خبري پوښښ د دندې سرته رسول یی زما په غاړه وو. د سکاپج هوټل- بار(شراب څښلو ځای) کې مې د څو هم مسلکه ژورنالستانو سره يو ځای د تلویزیون له لارې  په غبرګو ودانیو باندې بریدونه ولیدل، د برید تر لیدلو وروسته سمد لاسه پوه شوم چې اسامه بن لادن ددغه برید تر شا دی. زه پوه شوم چې داکیسئ به ترافغانستان رسیږي اود افغانانو په حال مې په زړه کې ویره را پيدا شوه. په افغانستان باندې د شوروي یرغل د لومړیو ورځو تر اوسه نږدې شل کاله ددغه هیواد سره زما ژوند تړلی و، د روسي ژبې د زده کړیالې په توګه مې په دغه مئ-خانه کې د پخواني سره لښکر یو څو نیشه/مست سرتیري چې په افغانستان کې یی دندې ترسره کړې وې، ولیدل. د شوروي جګړه په رسمي ډول نه وه تصدیق شوې خو د دغه ګوریلا سرتیرو چې د جګړې په ډکر کې نیول شوي ول، ویروونکې کیسئ ویل کیدلې. د کیسئ بله برخه مې د پلار له خولې اوریدلې وه، هغه د یوه برتانوي تلویزیون خبریال و چې د افغان مجاهدینو د کډیالئ(مهاجرت) هغه انځورونه چې د هیواد څخه خپلې کډې د خرونو په واسطه لیږدولې، کلیوالو به چې د روسي جیټو او هیلو کاپټرو په وړاندې وسلې را اخستې وې او روسي زندانیان چې په نشه یی توکو روږدیدلو او د هغوی د لوړپوړو مامورینو په مینځ کې د ویرې د خپریدو کیسئی به یی کولې، لیدل. دا د شوروي اتحاد لپاره لومړنی ویتنام و او ماته په زړه پورې وه، د ۱۹۹۰ کلونو په بهیر کې ما افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، د هندوکش ځیږه غرونه او د زمروتو درې مې ولیدلې، د مهاجرو په کمپونو کې مې له افغانانو سره ولیدل، سره له دې چې خوار اوبېوزله ول، ډير مودب او ټينګ ول. د پاکستان د پيښور په ښارګوتي کې مې نړیوال جهادیا ن(مجاهدین) هم ولیدل. دوی ته وهبیان ویل کیدل، دغه ډله هغه سخت-دریزه ډله وه چې رېښې یې سعودي عربستان ته غزیدلې. دوی سخت جنګیالي ول، عربو او د شمالي- افریقي اړوند جنګیالیو به موږ له خپله ځایه لیري کولو او مصري او کویټي ډاکټرانو به د لویدیځ والو په وړاندې د دښمن په ډول سلوک ښوده.  موږ په هغه وخت کې دا حقیقت چې همدغه ډله د بن لادن د القاعده  پيل و، نه و درک کړی.

دوی د خپلو پوځې هیلو په درلودلو سره افغانانو ته یو ډار/خطر و او  د افغانستان څخه د روسي پوځ د وتلو وروسته د یوه ځانګړې مقصد په لټه کې شول.

په کال ۱۹۹۵ کې په چیچنیا کې عرب- وهبیان راڅرګند شول او د چیچنیانو هفه رښتینی هدف( لیکوالې هدف د چیچنیا د ازادی جګړه ده. ژباړن) یی په اسلامي سخت دریزه مبارزه باندې واړوو. ددې لپاره چې د اور لمبې په شمالي مسلمان میشتو  کاکسس( د قفقاز د سیمې اوسیدونکې،ژباړن) کې لا پراخې کړي، عربو په کال ۱۹۹۹ په دغه وړه عرضي کې چیچنیان د یوبل په وړاندې د دویمې جګړې لپاره ولمسول چې پایله یی د لا نور ناورین او ویجاړتیا  سبب شوه. دوی په افغانستان او پاکستان کې تردې هم لا ډ یره ورانتیا را مینځ ته کړه( ورانتیا خو یی یوازې په افغانستان کې رامینځ ته کړه، پاکستان خو ددغه جهاد د وارث په توګه د اټوم بم څښتن شو، ژباړن). دوی خوب دا و چې په مرکزي او جنوبي اسیا کې یو اسلامي خلافت رامینځ ته کړي ځکه چې  په دغه سیمه کې  تر ۵۰۰ میلیونو پورې مسلمانان میشت دي. پاکستان چې لومړنی مسلمان هیواد دی او اټومي ځواک لري، ددغه مبارزي مرکز وي. زموږ د ډلې ځینو دغه سخت دریزه خوځښت د راغوړیدلو حالت لیدلو او په اړه یی لیکنې کیدلې خو هیڅ کوم لویدیځ حکومت ددوی په اړه اندیښمن نه و. اوس په کال ۲۰۰۱ کې چې د امریکې متحده ایلات دغه جګړې ته په خپله لستوڼي رانغاړي، په اصل کې د اسلامي سخت دریزو لومې ته وردانګي. د القاعده غوښتنه همدا وه چې افغانستان بیا  هم د نړی د ستر ځواک سره د اسلامي جنګیالود جګړې په ډګر واوړي او افغانان یو ځل بیا ددوی بدبخته سرتیري شي. دا به د امریکا په تاریخ کې د هغې تر ټولو څرګنده او اوږده جګړه وي. د جګړې په ډګر کې دیارلس کاله وروسته هم کوم چټک حل تر سترګو نه شو او د جګړې ملاتړ هم په خپل هیواد کې(امریکا، ژباړن) کې د زوال سره مخامخ شو. امریکایانو د افغان جګړې سره لیوالتیا په کمیدو شوه او او زما خپله پریکړه دا وه چې ټولو هغو په اړه چې په افغان جګړه کې راښکیل ول پر ما حق و چې د جګړې په ډګر کې د پیښو په اړه بیان ثبت کړم. دا جګړه یو غمیزه وه چې په زرګونو ناڅرګنده  مرګونه یی درلودل او ډیره اوږده شوه. افغانان هیڅ وخت هم د طرح ګرئ ساتونکي نه ول خو بیا هم د ۹/۱۱ پیښې د سزا ضربه دوی ته ورکړل شوه.

پاکستان چې په فرضي ډول( په ښکاره، ژباړن) د امریکې دوست بلل کیده خو په حقیقت کې بې وفا ثابت شو. په افغانستان کې پاکستان په ټولنه باندې د ولکې او د خپلو ناروا دلایلو لپاره زور زیاتي او تشدد په مخ بیایي. پاکستاني جنرالانو او ملایانو خپلو خلکو ته او په ګاونډ کې افغانانو او همدارنګه د ناټو متحدینو او ملګرو ته ډیر ضرر او زیان اړولی دی. افغانستان نه بلکه پاکستان رښتینی دښمن دی. د امریکې او د ناټو ځواب هر وخت د بندو  پردو(دروازو) تر شا و، د پوځ د نوموونې په اساس چې ؛ یاغیان؛ به یی ورته ویل، دوی له پامه غورځول ترڅو په عراق کې جګړه ترسره کړي. دا یوه وژونکي تیروتنه وه چې په لوی لاس یاغیان پریښول شي تر څو دومره ځواکمن شي چې بیا ماتي ورکول تر پوښتنې لاندې راولي او د ډیری مرګ ژوبلې سبب وګرځي.پرته د لږ شمیر، په ټولیز ډول نورو ټولو دیپلوماتانو او سیاست پوهانو د پاکستان په وړاندې غبرګون یې په ډیره سړه خوله ورکاوو او دلیل به یی دا و چې په پاکستان باندې داسې شک نه کیږي او دا موضوع به له پامه غورځیدله. ما د طالبانو د بیا راپورته کیدلو بهیر له نږدې څارلو او په پایله کې دا ډیر دردونکی وو ځګه ددوی بیا راپورته کیدلو څخه مخنیوای شونی و. په دې کتاب کې د زیاتو پيښو په خپله شاهده وم او ددغه بهیر د ګڼ شمیر ګډونوالو سره مې لیدلي کتلي دي او ددوی له خولې مې مالومات راټول کړي دي. ددغه کیسئ د بیا ویلو له امله د ددغه تاریخ د جګړې لومړني مقالې درته وړاندې کوم. دا د جګړې د راپورتاژ یوه برخه ده خو دا په رښتیا سره هغه څه دي چې زه او نورو افغانان پرې شاهد یو. زه په کابل کې اوسیدلم او ډیر وخت به ټول افغانستان،  اسلام اباد او د پاکستان زیاتو برخو ته هم تلم.زه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال په مهال د نهو میاشتو لپاره کورته راغلم تر څو دا کتاب ولیکم. د دولسو کلونو په بهیر کې مې د ځان مرګو بریدونو او ډزو کې  ډیر نږدې ملګري او پیژنګلوي له لاسه ورکړل، او ډیر نور مې په داسې وخت کې چې په وحشیانه ډول یی د بند غړي پرې کیدل، ولیدل. زه په دې جګړه کې د عیني شاهد په توګه ځان نه حسابوم بلکه زه د قربانیانو په پلو یم، د انسانانو کړاو او ربړونه خواره زیاته وه او زموږ دنده ددغه ډول غمیزې او مصیبت په وړاندې د علت او د سبب پیداکول او څیړل دي.

کابل افغانستان، د مې میاشت کال ۲۰۱۳.

نور بیا…………….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *