The wrong Enemy

ژباړن: احمد(لاهورخان) منګل

وينه باید په وینې سره و نه مينځل شي.

د جنرال عبدالرشید دوستم وینا چې په شمال کې د طالبانو د عمومي قوماندان ملا فاضل د تسلېمۍ په مهال!

۲۰۰۱د نومبر په میاشت کې طالبان ان د ماتې په وخت هم قهرجن او توند خویه ول. دوی د شپې د پیک اپ او اس، یو، وي(فورنر موټر، ژباړن) ډوله موټرو کتار د جنګې کلا له دروازې څخه تېر او د قرارګاه له دفتر سره تم شول. دوی ترې په بېړې سره راښکته شول.  تورپټکي-سړیو چې د کلاشنکوفونو او راکټ لنچرو سره مسلح ول د موټرو له شا څخه راټوپ کړل، خپل مشر ته چې په سپین رنګه لنډکروزر کې و، او ښېښې یی ورتورې کړې وې، ځانونه ورورسول. دوی وسلې د اوږدمهاله تمرین له امله په اسانۍ سره لیږدولې، او په غرور سره يې حرکت کاوه چې موږ ننداره چیان يې سره تیت کړلو( لیکوالې هدف د ډار ښودل دي، ژباړن). دوه ساتونکي د موټرو په سرونو پاتې شول او د الوتکو ضد وسلې  ته ولاړ و، پاتې نورو يې یو امنیتي دیوال جوړ کړ چې د مخالفت څرګندونه یې کوله.

 طالبان اوس د دښمن د پنډغالي زړه ته راننوتلي ول، جنګي کلا چې د نولسمې پېړۍ په وخت کې جوړه شوې، د افغانستا ن په شمالي ولایت مزار شریف کې پرته ده. دا کلا ډیر لوی دیوالونه لري، د ننه پکې د خټو څخه د جګړې ځایونه او د مځکې لاندې خونې جوړې شوې- دیوالونه يې شل فوټه پلنوالی لري. دا کلا د امیر عبدلرحمان خان لخوا چې د عصري افغانستان بنسټ ګر و، جوړه شوې ده. تردې لږ وړاندې دا کلا د طالبانو له لوري د پوځي پنډ غالي په توګه کاریدله خو  په تېره یوه میاشت کې د امریکې لخوا هوايي بمبارۍ پیل شوي وې او طالبانو نوموړې کلا پریښې او وسلتون يې خالي کړی  و. دغه کلا اوس مهال د امرېکې پلوه جګړه مارو لخوا چې په غرونو کې د پټنځایونو څخه را ښکته شوي ول، او قدرت يې په لاس کې و، کاریدله. د طالبانو په وړاندې د راغونډ شوی جمیعت ډله د څو بېلابېلو توکمونو چې د شمالي او مرکزي افغانستان څخه و، جوړ شوی و. د جنګیالو یو برخه يې د کمونستي رژیم د وخت ډبلي ازبک کمانډو پولیس و چې یونانیانو ته ورته اوږدې بخملي جامې يې په تن وې او  ټولو یې د ږيرو په ځای بریتونه پریښي و. بله برخه ېې په فزیکي لحاظ کوچني هزاره ول چې د شترنج د تختې په ډول لیکې ليکې دسمالونه يې تر سرونو تړلي وو، دوی شیا مذهبه ول او د طالبانو په وړاندې يې سختې جګړې کړې وې. دغه سرتیرو نظامي جامې په تن وې او نظامې بوټونه يې په پښو ول، دغه ګډ ځواک د طالبانو په وړاندې یو پياوړی روزل شوی ځواک و. نوموړی متحد ځواک د مرحوم احمد شا مسعود لخوا رامنځ ته شوی و(۱).

د هغه خپله برخه جنګیالي تاجک توکمه او د شمالي ټلوالې برخه وه ددغه جبهې د ملا تیر و خو هغه غوښتل او کوښښ يې کاوه چې د طالبانو په وړاندې د سیمه ایزو ډلو او نژادي ګروپونو د مرستې لاس ته راوړولو سره مقاومت زیات کړي. ددغه جبهې ګڼ شمېر جنګیالي بې سواده بزګر او مزدور کاران ول، دوی کلک سرتیري ول او د جګړې لس کلنه تجربه يې درلوده.  دوی د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو په توګه او بیا د هغه وروسته په کورنیو جګړو کې او ورپسې د طالبانو د تیري په وړاندې په جګړو کې برخه اخستې وه. نوموړې متحدې جبهې د طالبانو څخه کرکه لرله، ازبک تاجک او هزاره یې د تیرو څو کلونو په بهیر کې د غرونو ډیره لرې پرتو برخو ته تښتولي ول، دوی د ژوندي پاتې کیدلو لپاره سخته مبارزه کوله.

طالبان په عمومي ډول د پښتنو څخه راجوړ شوی ځواک و، ددغه تحریک غړي د افغانستان د سهېل ول چې په پښتو ژبه یې خبرې کولې. دغه ژبې په شمالي کې د دري د ژبې د ګړدودڅخه توپير کوي.شمالي جنګیالیو دغه طالب سرتیرو ته په پام او ځیرتیا سره کتل خو وسلې يې په اوږو اېښې وې، ددوی( شمالې ټلوالې. ژباړن)  مشران د ودانۍ دننه و او د نورو طالبانو د راتګ هیله څرګندیدله.  د سپین لنډ کروزر موټر دروازه خلاصه شوه او یو لنډۍ/چاغ سړی چې سپينې جامې يې په تن وې، ترې راښکته شو.دغه سړی ملا فضلاالله مظلوم و، دی د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت مرستیال او په شمال کې د ټولو طالب ځواکونو عمومي قوماندان و. توره پګړۍ يې په سر وه او په غصه ښکاریده. نوموړي په ظلم کولو او او نظامي عملیاتو په مهال د جګړه مارو په له منځه وړلو کې له ویرې ډک شهرت درلود. دده څخه وروسته په پرتلیز ډول ځوان سړی ملا نورالله نوري و چې د بلخ د والي په توګه يې دنده ترسره کړې وه. دوی دواړه په شمال کې ترټولو لوړپوړي چارواکي بلل کیدل. نوموړو دوو کسانو د شمال په اوږدو کې ټوله جګړه په مخ بېولې وه. دوی د هغه ټولنو په وړاندې چې مقاومت يې ښوده خونړۍ بېرته- نېونې رهبري کړې وې.په سيمه کې ددوی رښتینی ډار پروت و، په هغه شپه چې ددوی د موټرو کاروان په تیزۍ سره د مزار شریف په تیاره کوڅو کې تیر شوي ول، په خلکو کې هغه اوازې چې ګواکې طالبانو د مزار شریف ښار بیا نېولی دی،بیا خپرې شوې وې.  زه د لویدیځه ژورنالستانو له ډلې څخه لومړۍ وم چې د موټر د دروازې په خلاصېدو سره ورمخکې شوم، عکاس د کمرې رڼا خلاصه کړه، د نوموړې سترګې یې د یوې شېبې لپاره وپړکولې. د طالبانو رهبر زموږ په لیدلو سره بېرته موټر ته ستون شو او په ځان پسې یې دروازه بند کړه. دیوې شېبې لپاره چوپتیا خپره شوه، موږ ټولو یوه او بل ته وکتل. بیا هرڅه سم شول او غږ وشو چې؛ رڼا یا څراغ بند؛ د طالبانو د واکمنۍ په مهال تلویزیون بند و او ددوی چارواکي عموما نه غواړي چې ویډیو انځور ترې واخستل شي. ان د ماتې په وخت یې هم په همدې قانون تاکید کاوه، په همدې ډول کمره لرونکو د کمرې د رڼا څراغ بند کړ.

 نوموړی ملا یو ځل بیا راښکاره شو، مخ یې خړ ښکاریده، او د پوزې او خولې څخه يې د تور وړین پټګي شمله راتاو کړې او په یوه او‌‌ږه یې پرته وه. هغه د ګڼې ګوڼې مینځ ته راغی، هم مسلکه افسرانو او ساتونکو یې بدرګه کوله، په زېنو باندې نږدې ودانۍ ته ور وختل. کله چې دوی زموږ له مینځه ووتل، زموږ ټېل وهنه هم کمه شوله. ژورنالستان خواره واره شول، د سټلایټ تلفونونو په کارولو سره یې اړوند خبري ادارو ته د طالبانو د مشرانو د راتګ رپوټونه ورکول. د طالبانو ساتونکو پاملرنه بهرنیانو ته واوښتله، دوی ما او یوې بلې ښځېنه خبریالې ته رانږدې کیدل او نورو ساتونکو يې مخه ونیوله. د پورته ودانۍ د غونډې تالار چې ټیټ چت یې درلود ډیره اوږده وه. ملا فاضل د خپل ناوړه دښمن سره مخامخ شوی و.له کاره لوېدلې سوفې( کوچونه، ژباړن) او لاستي لرونکې چوکۍ پکې اېښودل شوې وې، په چوکیو باندې ناست هغه کسان ول چاچې د امرېکې په هوايي ملاتړ باندې دده(ملافاضل، ژباړن) مستعمره ور ورانه کړې او شمالي افغانستان یې ترې نیولی و. یو له دغې ډلې جنرال عبدالرشید دوستم و، هغه د تېرې پنځه ویشت کلنې جګړې په مهال واک ته د خلکو په رسولو کې رغنده رول درلود. نوموړی همدارنګه په حساسو شېبو کې د طرف په بدلولو او کودتا کولو کې هم ځانګړی شهرت لري. ددغه ډلې یو بل غړی عطامحمد نور و، په ونه دنګ او نری و، د شمالي ټلوالې د جنګیالیو رهبر و . نوموړی په هغه وخت کې چې د طالبانو سره په جګړه کې نه و، د جنرال دوستم سخت رقیب و. بل هغه یې محمد محقق و،هغه د شیاوو رهبر و، دده پلویانو د سني طالبانو د واکمنۍ په مهال د توکمیزه تیري یا تشدد سخت قربانیان ول، ددغه ډلې هر یوه کس د تیرو شلو کلونو په دوران کې  د شوري اتحاد او تر هغې وروسته د یو او بل سره جګړې کړي دي.نوموړې ډلې په وروستیو میاشتو کې سره یوځای شوې وې څو په شمال کې د طالبانو د پرمختګ ډب کړي. د طالبانو د رژیم د بنسټ ایښودنې راپدیخوا د اوو کلونو په بهیر کې طالبانو هڅې وکړې څو د هېواد ټولې برخې رالاندې کړې او یو سخت دریزه اسلامي رژیم رامنځ ته کړي چې نوم به یې ؛د افغانستان اسلامي امارت؛ وای.

په کال ۲۰۰۱ کې دوی دغه هدف ته نږدې شوي ول، خو د سپټمبر د یولسمې د پېښې وروسته چې د امریکا د نیویارک په ایالت کې د نړۍ په سوداګریز مرکز او په واشنټن کې د متحده ایلاتو په دفاع وزارت باندې  د بریدونو له امله هرڅه بدلون وموند.

په همدغه شپه موږ په انګړ کې د ساتونکو سره انتظار باسه، ومو لېدل چې د متحدې جبهې نوي امریکايي ودانۍ ته ورننوتل. د امریکايي ډلې مشر په ونه دنګ، پلنې اوږې یې درلودلې ډېف نومېده او دافغانانو په مېنځ کې په داود مشهور و، نوموړی د سي، ای، اې کارمند و، اوږدې افغاني جامې یې په تن وي او په سیمه ایزه ژبه ګڼېده. دده سره د امرېکې د ځانګړو ځواکونو سرتیري ول او پوځي یونیفارم یې درلود، دغه سرتیري په سیمه کې د طالبانو په وړاندې د جګړه کوونکو ګروپونو سره د مرستې لپاره د هوا له لارې راښکته شوي ول. ګڼ شمېر افغان قومي مشران او قوماندانان هم راټول شوي ول،  ددوی په مینځ کې د طالبانو پخوانی قوماندان امیرجان ناصري هم شتون درلود. دی د بلخ ولایت اوسیدونکی، په خټه پښتون، بارسوخه مجاهد شخصیت و،د طالبانو  سره  شپږ میاشتې وړاندې مخالف شوی او متحدې جبهې سره یوځای شوی و.په دواړه خواوو کې د هغه د اړیکو درلودلو او د هغه په منځګړتوب سره ملا فاضل سره وهڅوو څو خبرو ته کینې.ملا فاضل ته ددغه لیدنه په ښه بخت موندلو واوښتله. ملا فاضل د شمالي افغانستان د ګڼ شمېر صفحاتو په لومړيو کرښو باندې د جنګیدونکو طالب، القاعده، او نورو بهرنيو جنګیالو عمومي قوماندان و.

القاعده غړو چې د ژورنالستانو په نوم ورپیژندل شوي ول، د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د پرمختګ په وړاندې ترټولوځواکمن قوماندان احمد شا مسعود وواژه. ملا فاضل د هغه کسانو سره په خبرو اترو بوخت و چې د احمدشامسعود تر وژنې وروسته يې اوس مهال له منځه وړل اسانه شوي ول. محتده جبهه د احمد شا مسعود تر وژنې وروسته د راپرځېدلو په حال کې وه. ملا فاضل به په شمال کې د پاتې ولسوالیو د نیولو او په پایله کې د ټول افغانستان تر ولکې لاندې راوستلو طرح او پلان سرته رسولي وای.د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو څخه داپېښه یوازې دوه ورځې وړاندې رامنځ ته شوې وه. د یوې میاشتې په بهیر کې امریکايي میزایلو د طالبانو د جبهې لومړی کرښې او نظامي کمپونه په دومره دقت سره وران کړل چې د اسلامي رژیم جنګیالیو ته يې سخت ټکان ورکړ او عام افغانان یې حیران کړل، دا په داسې حال کې وه چې دامریکې ځانګړي ځواکونه په غرونو کې ول او متحدې جبهې د طالبانو د ځایونو په وړاندې د هوايي بریدونو فرمایشونه ورکول. افغاني جنګیالیو به په اسونو سپرلۍ کولې او د بمبارۍ وروسته به پلي ورتلل، کلي او د غونډیو لوړې نقطې به یې تر ولکې لاندې راوستلې او پاتې شوني(ټپیان، ژباړن) به يې له منځه وړل.  طالبان خپلو نظامي تاسیساتو پرېښودلو ته اړ شول او په ملکي ودانیو کې ځای په ځای کیدل. دوی خپل ټول موټر د ځلیدونکو رنګونو او د چاپیریال سره د ورتوالي په موخه په خټو ککړول، ددوی دغه هڅه د الوتکو د نښو د کمولو  لپاره وه خو د وروستیو رهبري کیدونکي میزایلو په وړاندې دغه هڅې هيڅ ګټه نه لرله. ان په ښارونو کې د افغاني مخبر(جاسوسانو، ژباړن)  د مالوماتو په اساس  جې، پي ، اس (هغه اله چې د ځانګړو شمیرو په واسطه موقیعت پېژندنه کوي، ژباړن) او سټلایټ تلفونونه ورکړل شوي ول، د طالبانو موټر په نښه کېدل، په شمالي افغانستان کې د طالبانو رژیم یوازې د یوې میاشتې په بهیر کې راوپرځېده. د نومبر د میاشتې په نهمه نېټه باندې لومړی ستر ښار یانې مزار شریف د متحدې جبهې لاسونه ته ورغی. په لویدځ افغانستان کې د هرات ستر ښار د نومبر په ۱۲مه نیټه دنوموړې جبهې تر ولکې لاندې راغی او طالبان په ناڅاپي ډول په تېښته شول.

د امریکايي ځواکونو د توغندیز بریدونو له امله د ملا فاضل ځواکونه د کندوز ښار ته په شا شول، د طالبانو د شاتګ څخه وروسته پس منظر مو ولیده، دووی موټر د موټي په اندازه ټوټې ټوټې شوي او د مزارشریف دښتې پرې لړلې وې.زراعتي مځکې د بمونو په پاتې شونوزیړ رنګه نلیو(د مرمیو ډبلي چې د چاودنې وروسته پاتې کیږي، ژباړن) او وژونکي کلسټر بمونو باندې پوښل شوې وې. دغه بمونو د طالبانو ډیر پلي ځواکونو له منځه وړي ول، د کندوز په کوچني ښار کې په شا کیدونکي ځواکونه د متحدې جبهې په مخ تلونکي ځواکونو لخوا په چټکۍ سره کلابند شول. د طالبانو نور ځواکونه ددوی څخه په سلګونه میله لرې د هېواد په سهېل کې پاتې و او ددغه ځواکونو  ملاتړ یې نه شو کولی. ددغه کلابنده ځواکونو په منځ کې په زرګونه افغانان چې ډیری یې د هیواد د سهېل پښتانه و او د القاعده په سلګونه بهرني غړي، ځېنې يې د شمالي افریقا، عرب، د مرکزي اسیا مسلمانان، د روسیې ، چین او د ګوتو په شمېر یې د لویدیځو هېوادونو په شمول د پاکستاني الاصله برتانویان او اسلام ته اووښتی امریکايي جان واکر لېند هم ګډون درلود.

دوی د تګ لپاره هیڅ ځای نه درلود او په خپلو افغاني کوربانه باندې متکي ول. د پاکستان د پوځ په سلګونه مشاورین، ښوونکي(مربي) د پاکستاني د څارګره ادارې یا ای، اس، ای غړي چې په پټه سره یې دطالبانو ملاتړ کاوه، د پاکستان لخوا روزل شوي جګړه مار ګروپونه چې تر ډیره وخته یې کندوز د قرارګاه په توګه کاروه ترڅو طالبانو ته روزنه او د اړتیا په وخت ملاتړ ورورسوي او په سلګونه نور دیني زده کړالیان او بې سواده کلیوال چې د امریکې د بمبارۍ د پیل څخه د هغوی د دیني مشرانو لخوا د هڅولو په ترڅ کې دغه قرارګاه ته راتلل او روزنه به يې ترلاسه کوله.په شمال کې د طالبانو سقوط د هېواد په کچه تاثیر وکړ، د طالبانو سرتیري، پولیس او دولتي چارواکو د خپلو پوستو پریښودلو ته اړ شول او په سهېل کې  خپل ټاټوبي کندهار او یا هم د خیځ له لارې پاکستان ته وتښتېدل.  نومبر میاشت د دیارلسم تاریخ په شپه د تورې شپې څخه په ګټه اخستنې سره د کابل څخه ووتل. د متحدې جبهې ځواکونه کابل ته ورننوتل او ایله بیله یو ځل د مقاومت سره مخامخ شول،  په همدغه ورځ په ختیځ کې ددوی جنګیالیو د جلال اباد ښار د نېولو اعلان هم وکړ، په کندوز کې کلابند شوی، ملا فاضل او د هغه ځواکونو د متحدې جبهې لخوا د لاندې کېدلو او یا تردې ناوړه، د ټول وژنې سره مخامخ و، ټلوالې ددوی د مشر مسعود د غچ اخستلو په هڅه کې و. د ټلوالې قوماندانو هره ورځ ګواښ کاوه چې که چېرې طالبان تسلیم نه شي نو دوی  به ښار ته په زوره ننوزي او ټول طالبان او د هغوی بهرنيو القاعده غړو مرۍ به ورپرې کړي. د ملا فاضل ځواکونه د بمباریو له امله خورې ورې شوې او په لړزه وې، په درجنو یې ټپي شوي و او د کندوز ښار باندنۍ برخې یې هم نه شوې ساتلی، هغوی چې کولی شول مخالفو ځواکونو ته بډې(رشوت) په ورکولو او یا هم د قومي اړیکو په ټنګولوسره د کلابند ښار څخه به په پټه سره وتل، د طالبانو یو سرتیری چې د کندوز څخه د تېښتې په مهال د شمالي ټلوالې د ځواکونو لخوا نېول شوی و، د مځکې لاندې په یوه کنده کې په یوه مټه پسې په ځنځیرونو تړل شوی و، ما ته يې د مصاحبې په مهال وویل چې د طالبانو زیات شمېر ځواکونو غوښتل چې تسلیم شي، هغه په داسې حال کې په دغه خټینه کنده کې تړلی و او ریږدیدل، وویل، چې د بمبارۍ په وړاندې هیڅ دفاع نه وه!

د طالبانو د لومړیو کرښو په له منځه تګ سره د پاکستان رهبر جنرال پرویز مشرف جنرال دوستم ته دری ځلې تلفون وکړ څو په کندوز کې د ایسار شوو طالبانو په سر ورسره معامله وکړي، هغه نه غوښتل چې شمالي ټلوالې او د مسعود پلویانو ته تلفون وکړي ځکه هغوی د پاکستان د لخوا د افغانستان د نیولو د هڅو سره د پخوا څخه مخالف ول. طالبانو بیا په خپل نوبت سره نه غوښتل چې هزاره خلکو ته د انتقام له ویرې تسلیم شي، طالبانو دری کاله وړاندې په مزارشریف کې دوره زره هزاره وژلي و نو ددې لپاره جنرال مشرف د جنرال دوستم سره چې تر ټولو ډير ټګ او بې باوره خو د وخت څخه په ګټې اخستنې سره د معامله کولو هیله ترې کیږي او په دغه کار کې شهرت لري.  دوستم لا له وړاندې د امریکې سره مرسته پیل کړې وه او د امریکې د پوځ د ځانګړو ځواکونو یو ټيم هم ورسره و، مشرف دوستم ته دا ومنله چې د هغه لخوا په افغانستان کې یوازې د یوه ځانګړي ګروپ  څخه د ملاتړکول سم کار نه و او هغه غواړي چې دا تېروتنه کې سمون راولي. دغه غوښنې ته  دوستم غاړه کیښوده څو دی هغه کس وبلل شي چې په شمال کې یې د معاملې وروسته جګړه پای ته ورسوله او په دا ډول معاملې سره به یوځل بیا وښودل شي چې دی ځواکمن  دی اودمعاملې کولو توان لري.د ملا فاضل لپاره د مشرف رادانګل ایله بیله په وخت ترسره شول، دوستم د پښتنو هغه خلک چې د قومي اړیکو په وسیله یې کولی شول چې تر طالبانو ورورسیږي، د نمایندګانو په توګه ورولیږل. دوی مخامخ او سیده شرط ورته کېښود؛ وسلې مو تسلیم کړۍ او مخامخ کورونو ته ځی!؛ د طالبانو زیات شمیر سرتیري د افغانستان د سهېل ول، هغوی غوښتل چې د غچ (انتقام) تږي دښمن لاس ته ورنه شي او مرۍ ترې پرې نه کړې.

په کندوز کې قومي مشرانو له طالبانو وغوښتل چې د امریکايي بمباریو څخه چې د ښار دباندې بانډو کې یې ډيره ویجاړتیا رامنځ ته کړې وه، د ښار څخه په وتلو سره ښار له ویجاړتیا وساتي. بیا هم طالبانو له دوستم څخه کرکه درلوده- هغه د کې جي بي لخوا روزل شوی دی اود نولسوه اتیا کلونو په بهیر کې  د روسیې د یرغل په مهال یې د کومنستي رژيم په پلوي سره لس کاله جګړه کړې وه.د هغه ملیشې ځواکونه د هیواد په کچه په توکمیزه وژنه کې دومره ناوړه نوم درلود څومره چې دوستم د خپلو متحدینو په پریښودلو کې د ناوړه شهرت څښتن و. په پای کې ملا فاضل بله لاره نه درلوده، هغه ته په سهېل کې د خپلو مشرانو لخوا او د پاکستاني روزونکو او مشاورینو لخوا امر وشو څو تکتیکي په شاتګ غوره کړي او خپل ځواکونه د راتلونکې لپاره وژغوري. وروسته په ګوانتنامو کې د نظامي محکمې په مهال په خپل اقرار کې دا رد کړه چې ګني هغه ته د تسليمۍ او د شاتګ لپاره امر شوی و بلکه دوستم ته د تسلیمۍ یې خپله پرېکړه وه. دده په وینا معامله داسې وه چې طالبان به وسلې ورکوي او هغوی ته به کورونو ته د تګ اجازه ورکولی کیږي(۳).

خو بیا هم د امریکايي نظامي څرنوالانو په وینا هغه د تسلیمۍ امر د طالبانو د دفاع وزیر له خوا ورکړل شوی و. د طالبانو رهبري د شاتګ او تسلیمۍ په مهال په ځواکونو باندې خپل امر روان وساته. د ملا عمر تر مشری لاندې رهبري او د هغه دفاع وزیر ملا عبیدالله اخند د پاکستان د قاطع او نیغې مرستې څخه برخمن و. د کندوز د کلابندۍ په مهال پاکستان په پټه سره په خپلو نظامي الوتکو کې د ښار په څنډه کې د هوايي ډګر څخه په ګټې اخستنې سره خپل کسان پاکستان ته ولیږدول. د افغان څارګره مامورینو له خولې د دوه زرو څخه تر دری زرو پورې پاکستاني هم ایسار ول، ددې کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ روزل شوي مامورین هم ول. پاکستان له پخوا څخه د طالبانو کمپاین څخه نیغ ملاتړ کاوه، د نړېوالې ګوت نیونې څخه د بچ کیدلو لپاره یې خپل تقاعد پوځي غړي، ملکي مامورین او کله کله به یې د فعاله سرتیرو څخه هم ګټه اخستله خو هيڅ وخت یې په پوځي یونیفارم کې نه و رالیږلي .د نومبر میاشتې د نیمايۍ څخه تر پای پورې هر ماښام د پاکستان نظامي الوتکو یو یا دوه ځلې د کندوز هوايي ډګر کې ښکته کیدلې او د هغه افغانانو د اټکل سره سم چې د طالبانو مخابرې يې څارلې، تر دوه زره کسانو او د هغوی سره شته وسلې، او د اړیکو نېولو توکي( مخابرې، سټلایټ او نور، ژباړن) یې پاکستان ته لیږدول. د پاکستان د پوځ دوه کنډکونو، توپچي، د ځانګړو ځواکونو قطاعاتو او د د غلجکي ویشتونکو سلګونو سرتیرو(سنایپر چې په لیرې واټن کې د ځانګړي توپک په وسیله کولی شي دښمن پرته له دې چې هغه پرې خبر شي، له منځه یوسي، ژباړن) د هوايي ډګر ساتنه کوله او په شمال کې د طالبانو کرښې ځواکمنې کړې وې. کله چې ښارګوټی د شمالي ټلوالې لخوا ونیول شو، نه یې تجهیزات وموندل شول او نه هم دوی په خپله پاتې ول خو دټولو بخت هم دومره بیدار نه و، د مرکزي اسیا په سلګونه اوسیدونکي د امریکې د بمبارۍ له کبله ووژل شول او ځینې یې تاجکستان ته د سیند څخه د پورې وتلو په وخت کې په سیند کې ډوب شول. نږدې زر عادي پاکستاني جنګیالي پاتې شول څو په خپله ځانونه وژغوري خو په پایله کې ددوستم د ځواکونو سره اسیران شول. پاکستان د امریکې ستر ځواک ته سر ټیټ کړ او طالبانو ته یې د تکتیکي شاتګ او د چیریکي جګړې مشورې ورکړې. د هیواد په کچه د طالبانو د شاتګ په ګړندیتوب او د کندوز د کلابندۍ په سختیدا سره ملا فاضل د دوستم وړاندیزه ومانه.دوستم ملا فاضل ته د امریکې د بمبارۍ څخه د ژغورنې ضمانت ورکړ خو شرط یې دا و چې ملا فاضل باید د دښتې له لارې تر قلعه جنګي پورې د موټرو په وسیله ورشي.د روژې مبارکه میاشت وه، د رڼا په مهال مسلمانان خوراک او څښاک نه کوي نو د روژه ماتي وروسته ملا فاضل خپل ځواکمن قوماندانان راغونډ کړل او د شلو موټرو یو کاروان سره یې د لویديځ پلو دښته باندې د دښمن د لیکو ور هاخوا سفر پيل کړ. ملا فاضل ته یوه ترټولو اغزینه/ سخته موضوع  دده تر امر لاندې د سخت دریزه عرب جنګیالو په اړه پریکړه وه. د نوموړو عربو له ډلې څخه د ځيڼو غوښتنه پاکستانه ته په خوندي ډول تیریدل و. ځینې نورو یې بیا تر مرګه د جنګ کولو اراده درلوده. طالبانو د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه څو بهرني جنګیالیو سره خپلو کورونو ته په ستنېدلو کې مرسته وکړي خو ملګرو ملتونو دا غوښتنه رد کړه. پاکستان د بهرنیو جنګیالیو د ستنېدلو سره د مرستې لپاره غږ پورته کړ، ځکه چې په سلګونه پاکستاني هم ددغه بهرنيو سرتیرو په ډله کې ول.  افغان مشرانو هم ددغه هېواد څخه د بهرنیو د شړلو سره هم غږه ول، د امریکې د متحده ایلاتو په افغانستان کې د ډیرو کوچنیو نظامي ګروپونو په درلودلو سره نه شول کولی چې د بهرنیو جنګیالیو دومره ستره ډله د تسلیمیدلو وروسته کابو کړي. که چیرې پنټاګان غوښتلی چې ددغه بهرنیو سرتیرو د تسلمېدا په پایله کې ددوی د خوندي کولو او د هېواد څخه د باندې (زندان ته ، ژباړن) لیږلو لپاره یې  ځواک رالیږلی نو د یوې میاشتې وخت ته اړتیا وه. دلته د لېدنې فضا د دښمنۍ په بوی بد بویه شوې وه.

 عطا محمد په دوستم باندې بې باوره و او د طالبانو سره د ټولې تسلیمۍ پرته د هر ډول معاملې سره موافق نه و. د هزاروو ډلې مشر محقق د دغه دوه ساعته لیدنې په بهیر کې هیڅ خبرې ونه کړلې. هغه وروسته ماته وویل چې ده ځکه خبرې ونه کړلې چې له دوی (طالبانو، ژباړن) سخته کرکه لري ځکه چې ډیر هذاره يې وژلي ول. زه په غه لیدنه کې د ګډون له امله خوښ نه وم، ددوی څیرو ته مې نه شول ورکتلی- ډیر عجیبه موجودات ول( لیوني په کلي خندل او کلي په لیوني، ژباړن). هغه زیاته کړه چې د امریکې بمبارۍ دوی تسلیمۍ ته اړ کړل، دوی ستړي او بې وسه ښکاریدل، دوی نږدې ټول له منځه تللي ول.په لیدنه کې د خبرو تمرکز د طالبانو لخوا په سولیز ډول په مځکه د وسلو ایښودل، اوربند او د تسلمیۍ څخه وروسته کورونو ته د هغوی د خوندي ستنیدلو لپاره د په تظمین باندې راڅرخېدلې. د نیمې شپې په مهال جنرال دوستم هغه خبریالان چې د لیدنې پایلو ته انتظار ول راوغوښتل څو د طالبانو تسلیمدا د ملافاضلا لخوا اعلان شي.کله چې موږ په بیړه راټول شو، زه اړ شوم څو د سوفې(کوچ، ژباړن) سرته وروخیږم څو دا صحنه ووینم. مشران او قوماندانان په سوفو او لاس لرونکو چوکیو باندې په کتار ناست ول.دوستم او ملا فاضل يې په منځ کې ول، ما ددوی له ډلې څخه دوه مرکچیان چې دغه مراسمو ته یې عزت وربښه، وپیژندل. پښتانه ول، اوږده او ګڼ شمله لروننګې پټګۍ يې په سرونو وې، ددغه دوه ډلو په منځ کې یوه سوفه هم ایښودل شوې وه.د امریکې د ځانګړو ځواکونو یو یا دوه سرتیري هم دیوال ته ولاړ ول او نوموړې صحنه يې څارله. دوستم له کېمرې څخه د شرمیدونکي ملا څخه وغوښتل څو د خبریایلانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. ملا فاضل وویل چې دوی د جګړې د پای لپاره یوې موافقې ته سره ورسېدل او دواړه یو بل سره روغباړ وکړ. په دې هوکړه کې بهرني جنګیالي هم شامل ول ، هغه وویل چې هغوی ټول د هغه د امر لاندې ول هغوی به هم تسلیم شي. دوی ټول زما خبره مني، ملافاضل وویل.

دوستم په هېواد کې د تیرې پنځه ویشت کلنې جګړې په اړه خبرې وکړې، هغه زیاته کړه چې دنوموړې جګړې له امله هر افغان په ولایت، کلي، قوم او ښار کې سره وجنګول.  موږ باید وینه په وینه سره ونه مینځو، موږ باید وینه په اوبو سره ومینځو. موږ باید په هېواد کې د بهرنیو لاس وهنه بند کړو،د ډیرو ناندریو وروسته باید د هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلو، دنوموړي اشاره القاعده او پاکستان ته وه. ژورنالستان رخصت شول او د رهبرانو خبرو د سپېدې چاود پورې دوام وکړ. موضوع باریکي درلوده، د دوستم یوه رقیب وویل چې د ملا فاضل لخوا دوستم ته نیم ملیون ډالر منل شوي ول څو ملا فاضل او د هغه نږدې قومانداناد له سیمې څخه خوندي وباسي. د خپلو ملګرو لپاره یې د وسلو ، موټرو او د سرتیرو د تسلمۍ په بدل کې بښنه او  جنوبي افغانستان ته د هغوی خوندي تګ غوښتنه کړې وه.هغه د امریکایانو سره د همکارۍ هم ومنله. دهغه د مرکچیانو په وینا، ملا فاضل وویل چې که دوی سهېلي افغانستان ته خوندي ولیږدول شي د اسامه بن لادن په نیولو کې به هم مرسته وکړي. هغه  اسامه بن لادن ته دوه نږدې همکاران پیژندل چې کولی يې شول د هغوی په واسطه د اسامه بن لادن پته پيدا کړي. هغه قسم وخوړ چې د افغانستان د ورانول له امله به نوموړې موږک رانیسي. هغه د وروستیو سهیلي ولایتونو په تسلیمدا کې هم د مرستې ژمنه وکړه. بې باوري پرې زیاته شوه او هیڅ یوه هم دده په خبرو باور ونه کړ.د سهار په سپېده چاود سره ملا فاضل بېرته کندوز ته ولاړ او د ژمنې سره یم خپل کار وکړ.هغه خپلو پلویانو ته خبرې وکړې او د جګړې له پای ته رسیدو یې خبر کړل، هغوی ته یې وویل چې وسلې باید په مځکه کیږدي او کورونو ته د تګ اجازه به ورکړل شي. د عربو یوې ډلې د ملا فاضل له خبرو سره مخالفت وکړ او ��رسره یې استدلال پیل کړ. د مرکزي اسیا، چین او روسیې ځینو مسلمانو نه غوښتل چې په لاره باندې ونیول شي او بیا خپلو هېوادونو ته د محکمه کیدلو لپاره واستول شي. پاکستانیان د دوستم پلوه ملیشو لخوا د نیول کیدو او د غچ اخستنې څخه په ویره کې ول. د سعودي عربستان، یمن، عراق او قطر عرب ترټولو سخت ایډیالوژیکي (  په عقیدوي او فکري لحاظ، ژباړن) جهادیان ول چې غوښتل يې تر مرګه جګړې ته دوام ورکړي. دوی نه غوښتل چې د امریکایانو لاسونو ته ورشي. دغه لفظي شخړې پراختیا وموندله، کله چې ملا فاضل ته ګواښ ډیر شو نو د ملا فاضل ساتونکو خپلې  وسلې راواخستلې او څو عرب يې ځای په ځای ووژل. په دې سره بحث پای ته ورسېد.د ځور ورځو په تیریدو سره ملا فاضل خپله وعده سرته وروسوله او په زرګونه بهرني او طالبان یې د متحدې جبهې لاسونوته وروسپارل. د زرګونه کسانو ورسپارنې تخنیکي پروسه، د هغوی بې وسلې کول، لوجستیک او  لېږد یې ډیر ستونزمن او له خطره ډک ثابت شو.د لېدنې او کتنې څخه دوه ورځې وروسته زه او همکار مو له مزار شریف څخه بهر په سفر روان و. په زرګونه تور پګړیو سره مخامخ شو.د ښار په دروازو کې په زرګونه جنګیالي چې په وسلو سمبال ول، په خاورو باندې ناست وو.

نور بیا…………………………………

One thought on “بې ځایه جگړه/ لیکوال: کرلوته ګال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *