–    مورې اختر خو تېر شه، پلار مې ولې رانغئ؟

د ماشوم خبرو چوپتيا ماته کړه، مور يې يوازې وروکتل، اسويلی يې وويست نور يې هيڅ ام ونه ويل. ماشوم د مور په زنګون سر يښی و او پاس چت ته يې کتل. چې د مورځواب يې وانه وريد نو ويې ويل ( ما ويل دې اختر ته به مې پلار نوې جامې راته واخلي، خو اختر تېر شه پلار مې رانغی) مور يې د زوی په ويښتو کې ګوتې تيرې کړې په غلي غږ يې وويل: خير دی بل اختر ته به راشي.

– نو بل اختر به کله راځي؟

– ژر راځي. مور يې يوازې همدومره وويل نورغلې شوه، نه يې غوښتل چې ماشوم خپلې پوښتنې ډيرې کړي. يو پتنګ د لالټين پر ماته شيشه تاويده راتاويده، غوښتل يې چې د لالټين لمبې ته ځان ورسوي خو ترمنځ يې شيشه خنډ وه. د کوټې له کونج څخه به کله کله د تسبو ټک واوريدل شو، يوه زړه ښځه د کوټې په کونج کې ناسته وه، د ماشوم خبرې چې پيل شوې نو زړې ښځې د تسبو اړول بس کړل، ماشوم ته يې ځير، ځير کتل، ماشوم له لږ فکر وروسته بيا وويل ( مورې اناری د پلار په اوږو ورسپور و، زما پلار چې راشي ما به ام په خپلو اوږو ګرځوي) ماشوم له ځان سره موسکی شو ( د پلار په اوږو چکر خوند کوي کنه)

– هو.

مور يې نه پوهيده چې خپل زوی ته څه ډول دروغ ووايي، د زوی هرې پوښتنې يې په زړه منګولې لګولې، ماشوم د خپلې مور زوړ ټيکری په لاس کې تاواوه، په خواره خوله وويل (مورې اناری يې پلار ته شرين اغا وايي، چې پلار مې راشي نو زه به يې څه بولم) د مور په سترګو يې تياره شوه، غبرګ لاسونه يې پورته کړل او د ماشوم ټټر ته يې ورواچول، په چيغه يې وويل( غلی شه! زړه دې وچاوه، زړه دې راکې وچاوه) ماشوم چيغې کړې، زړه ښځه له کونج نه راوږده شوه او ماشوم يې واخيست ( لاس دې مات شه، مه يې وهه، ماشوم دی، څه پوهېږي) ځوانې ښځې خپلې خواښې ته هيڅ ځواب ورنه کړ، له سترګو يې اوښکې بهيدې، خپل ځان ته يې غوسه راتله چې ماشوم يې ولې وواهه.

ماشوم ډير وژړل، خو اوس يې د نيا پر مټ سر يښی و او سترګې يې سره ورغلې وې، په خوب کې به يې کله کله سلګۍ وکړه، له کونج څخه د زړې ښځې ډډ غږ پورته شو ( سپين ګل ماشوم دی، څه پوهېږي چې پلار يې وژل شوی، خير دی ګوزاره ورسره کوه) ځوانې ښځې پوزه کش کړه ( ترڅو به دروغ ورته وايم، بس دی نور دې نو پوه شي چې پلار يې نه راځي) اوښکه يې تر شونډې راښکته شوه( جنګ ته تلو، د ټوپک ډير شوقي و، اوس زه دې ماشوم ته څه ووايم) وروستې کلمه يې په ژړا کې ورکه شوه. زړې ښځې په ډک ستوني وويل (ته خو ښه يې، د نصرو جنازه يې درته راوړه، تمه دې لنډه ده) له لږې چوپتيا وروسته زړې ښځې وويل (نصرو يو کلن و، همدا وخت و چې د کلا دروازه وټکيده، اوکومتي کسان راغلل او د نصرو پلار يې لاس تړلی بوتلو، زه يې له همغې ورځې په تمه يم، نصرو چې په خبرو راغی نو همدا پوښتنې يې کولې، پلار مې کله راځې، پلار مې ولې نه راځي؟ ما به کله د اختر وعده ورکوله، کله د نوروز، ته يوازې خپل ماشوم ته دروغ وايې خو ما کلونه، کلونه خپل زوی ته هم دروغ ويل او خپل ځان ته هم، د خسر دې نه مړی مالوم شو، نه ژوندی…)

One thought on “بې ځوابه ميندې (لنډه کیسه) ذبيح الله قرار”
  1. الله دې پر موږ ورحمېږي، نورو ملکونو کې يوم البهتر راځي خو زموږ په ملک کې يوم البتر دی. زموږ پرون تر نن ښه وي. خو راتلونکې مو تر نن بدتره وي. په همدې وژنو، تښتونو او ګواښنو کې لوی شوو. الله دې زموږ په راتلونکي نسل ورحمېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *