تاند- په امریکا کې یو پلورنځی د بې چلوونکي موټرو د یوه سټارت اپ په مرسته د خلکو کورونو ته د وسایلو په رسولو کار کوي.

اوس هم په ډېرو هیوادونو کې یو شمېر خلک د انترنیت له لارې له سترو پلورنځیو څخه سودا کور ته راغواړي.

خو د (Kroger) پلورنځی، چې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې ګڼ پلورنځي لري، د اتومات روباټونو د (Nuro) ستارت اپ په همکارۍ د بې چلوونکو موټرو په وسیله د خلکو کورونو یا خپلو مشتریانو ته سودا لېږي.

دا بې چلوونکي موټر به د سږ کال په مني کې په ازمېښتي ډول د خپلو مشتریانو کورونو ته د هګیو، وچې ډوډۍ او شیدو په شان وسایل ورسوي.

دوی نه دي ویلي چې دا ازمېښت به د امریکا په کوم ایالت کې وکړي.

خو د کروګر پلورنځیو مسوولانو ویلي چې له بې چلوونکو موټرو څخه به په ټوله امریکا کې کار واخلي.

کروګر په امریکا کې ۲۸۰۰ پلورنځي لري.

مشتریان به په خپلو موبایلونو کې د یوه اپلیکېشن په وسیله جنس غوره کولی او فرمایش یې ورکولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *