تاند- د بې پېلوټه الوتکو او موټرو په اړه مو ډېر خبرونه اورېدلي خو اوس د بې چلوونکې بېړۍ خبر لرو.

رولزرویس کمپنۍ، چې لوکس او قیمتي موټرونه جوړوي، غواړي چې بې چلوونکې یا اتومات بېړۍ جوړې کړي.

دا بېړۍ به، چې د ګزمې لپاره به ورڅخه کار اخیستل کېږي، عملې ته اړتیا نه لري او له چلوونکې پرته به سمندري حدود کنټرولوي.

  په دې بېړۍ کې له مصنوعي مازغو او ګڼ سینسرونو کار اخیستل کېږي.

د دې بېړۍ بله ځانګړنه دا ده چې خپل وضعیت او جوړښت به په اسانه بدلولی شي؛ مثلاً پر هغې به د بې پېلوټه الوتکو د کېښناستو ځای په چټکه چمتو کېدای شي.

دا بېړۍ، بې له دې چې خپل مرکز ته لاړه شي، ۱۰۰ ورځې په اوبو کې ماموریت ته دوام ورکولی شي او په لړ کې یې د انسان مرستې ته اړتیا نه لري.

د عملې نشتوالی د بېړۍ مصرف تر ډېره کموي ځکه چې خوړو او نورو شیانو ته، چې انسان ورته اړتیا لري، ضرورت نه پاتې کېږي.

پر بېړۍ د لمریزې برښنا نصب شوې تختې د بېړۍ د ماشین لپاره ۳ زره کیلوواټه برښنا زېرمه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *