بې روزګاري

د ټولنیز طبقاتي ژوند ستونزې چې مارکس یې د خپل لیدلوري محور ټاکي، په سر کې یې بې کاره ده، ځکه سرمایه د څو کسانو لاس ته ورځي او سرمایدار د سرمایې په زور حکمراني کوي. دا پروسیس تر دې حده غځیږي چې د کاري ساحې واک په بشپړ ډول د سرمایدار لاس ته ورشي.د کاري ځواک او ساحې محدوداولو  شالید دا دی چې خلک بې کاره شول او پایله یې ستر انقلابونه شول.

د پښتو فکلوریکو ادبیاتو مشهوره خبره ده ( چې په تنګ شي نو په جنګ شي)راځئ وپوښتو،  انسان ولې تنګیږي؟
که دې پوښتنې ته علمي ځواب ومومو،د بې کاري موضوع به ښه وشنو.

په افغاستان کې د نورو ولایتونو په نسبت په جنوب، جنوب ختیځو ولایتونو کې ناامنۍ زیاته ده، چې د ډېرو فکتورنو ترڅنګ یې ستر فکتور  بې کاره ده.

خبره به له خوسته پیل کړو،خوست د شمالي وزیرستان سره اوږده پوله لري، دهغې ځای ډېری ځوانان بې کاره دي.
دوی د خېټې مړولو او ځان بوختونې لپاره د مشروع او نامشرع وسیلې د پیدا کونې لټه کوله،د ځینو سازمازمانو په مدیریت ورته د ځان بوختونې موقعه په لاس ورغله، دوی چې غربت ځپلي وو،د هرې کړنې په ترسره کولو یې دریغ نه کوو خو چې پېسې په لاس ورتلې.

دا کړنه هغو سازمانونو دلته پر افغاني ځوانانو هم تطبیق کړه.د همدې ځوانان پرمټ  یې په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړه.

جګړه راونه ده، سرونه په کې رېبل کېږي خو د ختمولو درک یې له سیاسیونو او حکومتوالو ورک دی.
جنګ که نور هېوادونه او سازمانونو د خپلو موخو لپاره کوي خو پوښتنه دا ده چې د جګړې د سون مواد یې په کومه بیه واخېستل؟ یا دوی ولې د جګړې د سون مواد شول؟

که افغان حکومت یې د سون مواد کنټرول کړي جګړه تر یو حد کنټرول کولی شي، ځکه د جګړې ،  ډېرۍ  د سون مواد افغان ځوانان دي.

د جګړې د سون مواد  په څه کنټرولیدای شي؟
مناسبه بوختیا: چې اکثریت افغانانو ته په کې د کار کولو زمینه سازي وشي.
د فساد مخنیوی: په دولتي اروګانونو کې پر ټولو کړنو روڼ  او دقیق څار.

د خصوصي سکتور واده: چې نړوال او سیمه ییز پانګوال په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.
د مهارتونو کمښت: د افغان انسان په مهارت لوړونه  فوکس.
د زېربنایي  پروژوو پلي کېدل.
ناآمني: د سولې لپاره افغان شموله هڅې.
که افغان حکومت  ددې فکتورونو چاره وکړي د بې کارۍ ګراف تر یو حده را ټېټولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *