د شهید سردار محمد داوود خان له شهادت وروسته افغانستان د هېڅ داسې مشر څښتن نشو چې له بنسټیزه اواساسي مفکورو برخمن او عملي پیل ته يې ژمن او فکرمن وي، پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅه وکړه چې د ملي اېډيالوژۍ په بنسټ چارې ترسره او د قومونو ترمینځ د يووالي د نوښت ویاړ يې په برخه شي.
مګر د کرزي له مصلحته د ټلوالې او ځينو نورو کړیو رهبرانو د خپل ځان په ګټه استفاده وکړه د کرزي ملي مفکوره یې د تنظیمي ځان غوښتونکو رهبرانو په ګټه راوڅرخوله او دغه وو چې د فساد، بې عدالتیو کچه لوړه د ضوابطو ځای روابطو ونیو او یوه لوی اکثریت د بې عدالتیو په مقابل کې د وسلوال مخالفت صفونه لا پیاوړي کړل، د یادو ستونزو د مخنیوي په پار نه د کرزي کاري ټيم او نه هم بهرنیانو په خپل وخت او لومړنیو پړاوونو کې دغو ستونزو ته اهمیت ورکړ او نه یې هم د مصلحت پر مفکورې له سره غور وکړ.
هماغه وو چې په هېواد کې کورني سیاسي اوقومي مسایل لاپيچلي او نوي ولسمشر غني ته یو ناکاره اوله پښو لوېدلی حکومت په میراث پاتې شو.
غني په اقتصادي ، سیاسي او کرنیز بهیر کې دلازمو اقداماتو په ترسره کولو سره دعامو او کلیوالو خلکو زړونه ترلاسه کړل مګر د یوشمېر هغه تنظیمي رهبرانو او سیاسي نااهلانو زړونه یې له لاسه ورکړل چې دملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته ترجېح ورکوي.
ولسمشره !! هو په سیاسي شغالي ډګر کې ته یوازې یې ! مګر په سیاسي اصلي ډګر کې یوازې ته بریالی يې ! افغانان دنومونو په تغیر او یا هم تبدیل نور دتنظیمونو د رهبرانو لخوا نه شي نڅلی ته مجبور یې چې په دې بې کسۍ کې له خپل خدادادي ځواک یوه داسې ننداره جوړه کړې چې له مخې یې ټول طالبان د سوله پروسه ومني او په دې ترتیب سره په هېواد کې د ترټولو ستر اېتلاف رامینځته او له دې لارې د قهرمانېزم ، لنډغریزم او مافیایزم پر ضد دختم اعلام او د يوه موټي افغانستان د اساسي بنسټ ډبره له سره کېږدې.