د انیس حلیم لیکنه –
په وطن کې وروستيو بې ثبايتو ګڼ شمېر تشويشونه راپيدا کړي، او له همدې تشويشونو په استفادې ځينې په پښتنو د مرګ نارې وهي او ځينې نور يې په ولسمشر او نظام. د افغانستان په شان يو ناامنه هېواد کې د مختلفو هېوادونو او په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي مداخله کومه نوې او نه منونکي خبره نده، او دالاسوهنې د همدې بې ثبايتو زيږنده هم دي، دا چې په هېواد کې دننه د بهرنيو استخباراتو شوم اهداف څوک سرته رسوي طبيعي ده چې په وړاندې يې د نظام جديت نشته، که نه ټول شاهدان و چې د کابل وروستي لاريون کې د ولس له پاکو احساساتو څنګه استفاده وشوه او چا ترې وکړه؟ چا د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنې کولې او د لاريون په سر کې څوک و؟ دا هماغه خلک دي چې د اتيايمو او نوييمو کلونو په دوران کې يې کابل په کنډواله بدل کړی و، هماغه تنظيمونه دي چې اوس هم واک ته داسې په تمه دي لکه وږی انسان چې ډوډۍ ته وي، دوی پوهيږي چې د يو قوي او باثباته نظام په شتون کې يې دا ټول امکانات له لاسه ووځي او له بلې لوري د خپل بادار له امر هم مجبور دي…
د حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، محاذ ملي، جنبش اسلامي او د نورو ګوندونو د مشرانو د ټيټ ذاتۍ په باب حيران پاتې يم، حيران يم چې ولې دوی په نوييمه لسيزه کې پدې نه شرمېدل چې د غونډو رهبري يې پاکستان کوله؟ هغه ملک چې عمرونه يې ددوی له خپلو عمرونو کم و، دوی نه شرمېدل وروسته له هغې چې به يې د يو بل پښې ووهلې، وسلې او پيسې به يې کمې شوې او د وطن د بربادۍ لپاره به يې بيا ضيالحق او حميد ګل ته منډې وروهلې؟ دوی دومره د قدرت نشه کې غرق و چې د يو داسې هېواد له ولسمشر به يې د قران سوګندونه اخيستل چې خپله پکې د فحاشۍ ستر مرکزونه رسمي جوازونه لري.
دوی تر دې حده لويدلي و چې د د جمهوري رياست د چوکۍ تر حده پرېکړې به يې د هغه وخت ۳۰ کلن پاکستان کولې؟ دوی تر دې حده د واک په نشه کې غرق شوي و، چې له خپلو مجاهدينو(!) او پاتې ګوندونو چې په جګړه کې به مات شول، پاکستان ته پناه وړله؟
دوی دومره نه پوهېدل چې د ضيالحق دا ټنونه ټنونه د وسلو مرسته له هر ګوند سره بېل بېل د کابل د ورانولو هڅه وه؟
دوی په همدې جهاد وياړي؟ دوی اوس هم د همدې جهاد پر بنياد امتيازات اخلي؟
زما اوس هم باور نه راځي چې د شهنواز تڼي په شان خائين دې اوس هم پرته له محکمې غاړه غړۍ ګرځي.
سړی د خواشينۍ احساس وکړي، چې څه په ناولو څېرو يې د تاريخ پاڼې ډکې دي.
مونږ د تنظيمونو، او د همدې جهاديانو جهاد ليدلی چې روغ کابل يې د خپلو شومو اهدافو لپاره په کنډواله بدل کړ او د زرګونه بې ګناه انسانان يې قتل عام کړل. ددې نظام ننګه وکړئ، ولسمشر مو ښکنځئ مه، نقد يې کړئ، د نظام د پرزولو هڅې او دعاوې مکوئ، مه غواړئ د يو خاص ګوند، شخص او ګټو لپاره يې بيا تېرو تيارو ته لاړ شو، د دې نظام ملا وتړئ، اوس مونږ پاکستان او نور هېوادونه ننګوو، اوس هغه وخت ندی چې رئيس جمهور ته دې لوړه د پاکستان نواز شريف ورکړي، اوس هغه وخت ندی چې د نوييمو کلونو په څېر دا وطن د اتو او نهو مشرانو لاس ته لويدلی وي او کابل يې د واټونو په تقسيم خپلو کې په وينو لړلی وي، اوس هغه وخت ندی چې پاکستان دې مستقيما د افغانستان حريم ته په کږو سترګو د کتلو جرات لا وکړي، هو دا نظام فاسد دی، بد دی، ضعيف دی خو له نه نظام ښه دی.