اخر انسان یم دومره حق خو د ویلو لرم

چې ماته ستا د قدمونو لاندې خوب نه راځي

څو شیبې وړاندې د اریزونا په ایالت کې له خپله کوره راوتم او د سرک په غاړه په تورتم کې کیناستم. غوښتل مې د ویرلړلې کنړ او کابل غم ځانته وژاړم. په رڼاګانو کې مې جوپې جوپې مست هلکان او جینکۍ ددنیا له غمه ناخبره په لارو لیدل. هر یوه پنډ پنډ خوښي په سترګو کې وړله او د ژوند شیبه شیبه یې لمانځله.

خو بل طرف، په غم لړلي افغانستان کې هلکان وژل کیږي او جینکۍ ژاړي، میړونه وژل کیږي او میرمنې بې کسه کیږي، مورګانې بوریږي او اولادونه ځوانیمرګان.

فکر مې کاوه چې پخوا به بچې زلمی شو نو پلرونو به یې د کوژدې او واده ځای لټوه خو چې اوس زلمی شي نو پلرونه یې د ښخولو ځای لټوي. پخوا به خلکو له یوه بله سره د راتلونکي په اړه کیسې کولې خو اوس پخوانۍ خاطرې زر زر ووایي او مړه شي.

زمونږ ویرجن سهار او ستړي ماښامونه به کله پای ته رسیږي؟ زمونږ له ګنا نه به خدای کله تیریږي؟ په هر حال، څه موده وړاندې مې دداسې وژنو عاملین یواځې یو څو کسه بلل، خو اوس باوري یم، چې د افغان  په مرګ کې هیچا هم دریغ نه دی کړی. ټول کورني خونخواره او بهرني ځناور زمونږ وینو ته تږي ناست دي. ټولو په دې محشر کې خپل نقش اداء کړی دی. که وژونکي خلک مو په حال رحم نه کوي، خدایا!!!! ستا خو بندګان یو. ولې مو حال نه ګورې؟ ولې مو په وینو سره ځمکه نه وینې؟ ولې د ټپيانو زګیروي او د شهیدانو د کورنیو چغې نه اورې؟ زمونږ د مظلومو خو یواځې تاته خوله خلاصیږي، یواځې تاته مو سترګې دي، یواځې تاته ګیله کولای شو. زمونږ بې چاره ولس خو نه د ګیلې ځای شته او نه د آرام.

ګوره خدایه، ستا ددین د تخریب لپاره رنګارنګ دسیسې روانې دي. ته ضرور خبر یې، ته یې ضرور وینې، نو چې وینې یې ولې یې پر ماشه پرته ګوته نه ماتوې؟ هغه ماغزه چې ستا د بېچاره بنده د وژنې لپاره کاروي، ولې یې له سره نه خلاصوې؟ ستا دین یواځې د یو څو کسو سره پاتې دی. له کوره خلکو په پټه، او ځینې تش په نامه مسلمانانو په کوردننه ستا ددین د شرمولو لپاره ملا تړلې ده.

اې خدایه! نن رانه په دې پردي وطن کې ستا د دین په اړه ډیرو خلکو ډيرې پوښتنې وکړې. تا خو لیدم چې ما به څه ویل!

جواب به مې ورکړ، ډير څه به مې وویل،  خو په اخر کې به حیران شوم، نه به پوهیدم څنګه خلکو ته قناعت ورکړم، چې اسلام د تشدد دین نه دی. اسلام وژنې نه کوي. اسلام د بل وینې نه تویوي؟ کله چې به مې دا هرڅه وویل، نو د امریکایانو بله پوښتنه به دا وه، چې دا تاسې نو څنګه مسلمانان یاست چې بې ګناه ۱۱ کسان مو ووژل او  یوه بیچاره مور مو په زلمو ځامنو بچو بوره کړه؟ دې خلکو څه ګناه ګړې وه؟ دوی سره خو ټوپک نه وو، دوی خو کافران نه وو؟ بیا به یې ویل، ایا مړو خلکو ټولو کلیمه ویله؟ جاسوسان یا مرتد خو به نه وو؟ که کوم څوک پکې مرتد وو مګر ټول خو به نه وو؟

خدایه تا خو لیدم چې څومره خجالت وم، څومره مې رنګ تښتیدلی وو؟ څومره مې ځان ورک او سپک ګاڼه.

تا خو به لیدم چې راته به یې وویل، خلک وایي مسلمانان/افغانان د وینو د رنګ او د وژنو نه خوند اخلي. ایا همداسې ده؟ ما به ډير وویل نه، نه، نه داسې نه ده خو څنګه مې د کنړ  او ټول افغانستان بوګنونکې واقعیې پټې کړی وای.

زما افغان دولت کمزوری او ولس مې بیچاره دی. ته خو قوي یې، ته خو هر څه وینې، ستا علم خو په هر څه احاطه کړي، تا نو ولې دا ظالم، وحشي ځناور پریښود چې راشي ستا بندګان ووژني؟ ستا د کلیمې ویونکي کم  کړي او د اسلام ملا ورماته کړي.

اې خدایه! ستا دین ساتل غواړي، ستا حکمونه پر ځای کول غواړي، خو څنګه یې پرځای کړو، په چا یې پرځای کړو. مونږ مسلمانان ورځ بلې ته کمزوري کیږو، کمیږو او ددین دښمنان دې قوي کیږي او ډیريږي.

د نړۍ په ډير ښکلې او پرمختللې نړۍ کې مې شپې دي مګر د کابل او کنړ د بورو مورګانو ویر احساس کولی شم. دژوند هر څه راسره شته خو دا چې ورځ په ورځ ستا د دین شمع مړه کیدونکې وینم، داسلام پایې لړزیدونکې وینم نو د آرام ساه نشم اخیستلی.

ستا ددین دښمنان دومره ډیر دي، چې ددې قتل عام پړه په هیچا هم نشم اچولی خو په ډيرو خلکو یې اچولی شم. چا چې تهدید ایجاد کړی، چا چې لویې کړي، چا یې چې ملاتړ کړی او چاچې په غیږ کې ساتلي ستا ددین دښمنان او ددې جنایت عاملان.

دا چې زه ستا په بنده دومره ځوریدلی یم، ته به په وینو کې په دې لیت پیت بنده، هو ستا بنده باندې څومره ځوریدلی یې؟. ته پوهیږې، چې زما ننی غم په الفاظو کې نه ځاییږي، خو ته مې احساس کتلی شې او یواځې ته پوهیږې، چې د خپل بنده بدله څنګه واخلې.

وروستۍ دا چې، تاته مو سترګې او ګورو چې ته به ددې زړه بوږنوونکې پيښې انتقام څنګه اخلې؟

2 thoughts on “بې کسه کلی! / انتظار خادم”
  1. خادم صیب په قلم د برکت شه ، د دې وطن هر شیبه غم ، جنګ ، ویر ،او سلګۍ دی ، خدای ج زموږ حال ویني ، خدای ج د رحم وکړی ، په افغان ولس د هیچا ترحم نشته ، یو د امید ځای ته یی . په موږ ورحمیږه ، موږ ستا ګنهګاره بنده ګان یو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *