نجلۍ د شاپنګ سنتر ساعت ته وکتل. له لرې یې خپل ملګري ته یو ځل شپږ ګوتې بیا لس ګوتې جګې ونیولې. رامنډه یې کړه د سړي څنګ ته جوخته کښیناسته:
-له نهو شپاړس تیرې دي
سړي له شیشې دباندې وکتل. د څراغونو رڼا ته دانه دانه واوره راښکته کیده:
-په دې سړو کې به چیرته شپه کوو په پارک کې خو نه کیږي
نجلۍ خپل زیړ پیکی تر خولۍ لاندې کړ:
-پنځه څلویښت دقیقې لا وخت لرو
سړي منځوۍ او بټه ګوته سره یوځای کړې او ټک یې ترې وایست:
-دا به داسې تیرې شي
-اوس خو تاوده یوو
سړي د بیرو ډبی ورو تر چوکۍ لاندې پر مځکه کیښود. نجلۍ له بیکه جاکټ راوایست، سړي ته یې ونیو. هغه جاکټ پر خپل ځای کیښود، راولټیده، ساعت ته ورغی. سر یې وخوځاوه:
-دیارلس دقیقې پاتې شوې
-چې ترڅو شاپنګ سنټر تړي او موږ باسي یو پنځلس دقیقې نورې هم تیریږي هغه ورځ دې هیره شوه څومره صبریې راته وکړ
نجلۍ پر خپل مخ لاس تیر کړ، لاس یې تور شو. مخ یې کلک کلک وموښه. له کاوبای پتلانه یې یو دستمال راواخیست پر مخ یې تیر کړ. سړي ګوتې سره وروستې او لاسونه یې سر ته تکیه کړل:
-راغلل
– ته هم داسې وارخطا یې دوی سودا اخیستې کڅوړې یې نه ګورې
سړی پاڅیده:
-راځه ځو
نجلۍ په لوړ غږ ورته وویل:
-چیرته؟
-اوس راځي باسي مو
نجلۍ د بیرو ډبی سړي ته ونیو:
-ترڅو چې راځي صبر وکړه دا څو دقیقې هم ښې دي چې تاوده یوو
-زه ځم
-چې ځې ورځه بیا را پسې رانه شې
سړي د بیرو ډبی لرې خطا کړ. اوسپنیز ډبي پر پخې مځکې ګړنګ کړونګ جوړ کړ او د شاپنګ سنټر د دهلیز پر غولي زیړ بیر وبهیدل. د شپانګ سنټر دوه ساتونکي راغلل، د بهر لور ته یې لاس ونیو:
-وځئ بله ورځ دلته رانه شئ
دوی خپلې کڅوړې او بیکونه راواخیستل. سړي شاته وکتل. لسو ته لا پنځه دقیقې پاتې وې او بهر څپک څپک واوره وریده.
پراګ