پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ !

مۀ وېرېږئ ، د دۀ په ازادولو كې هيڅ خوف او خطر نشته.

فساد او شرارت له دۀ نه ، نۀ پيدا كېږي .

د دۀ بندي كول لويه ګناه ده.

دا هغه يوسف دى چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان كې لوېدلى دى . كه دى له زندانه راووځي، ستاسې آينده سنجولى شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلى شي.

پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ ! كه دى خلاص شو، ستاسو انتظام به په ډېر ښه شان وكړي.

ستاسې وږي به ماړۀ كړي ، ستاسو بربنډ به پټ كاندي.

تاسې دغه ښكلى موجود په تورو څاه ګانو كې مۀ غورځوئ.

په زندانونو كې يې مه اچوئ.

په لېوانو او پړانګانو يې مه خورئ.

پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ !

دى به ستاسې د ګډووډو او پرېشانو خوبونو صحيح تعبيرونه وكړي.

ډېرې سخرې ، مبهمې او مجملې غوټې به پرانېزي .

دى د راتلونكي حال پېشبيني كولى شي.

د طبيعت په رمزونو او اسرارو پوهېږي.

د جوي او فلكي اوضاعو اقتضا آت ورمعلوم دي.

پرېږدئ ! دا بې ګناه بندي پرېږدئ !

د دۀ په ازادي باندې علم او پوهه زياتېږي.

وطن رڼا كېږي، ړاندۀ بينا كېږي.

دى له خپلو جفاكارو وروڼو سره هم ښه سلوك كوي.

دى ډېر پېچومي اوارولى شي.

ډېرې كږې لارې سمولى شي او ډېر مشكلات حل كولى شي.

ما خوب ليدلى چې دا بندي خلاصېږي او د سلطنت په كرسۍ كېني.

ښه فكر وكړئ ! دا بندي څوك دى ؟

پس له ډېره فكره وايم :

فكر دى ، فكر !

* * * * *

د استاد الفت په دې ليكنه كې فكر له يوسف عليه سلام سره تشبيه شوى او ټول متن د يوسف نبي كيسې ته اشاره او تلميح ده. د يوسف كيسه په قرآن كريم كې احسن القصص بلل شوې او په دولسمه سپاره كې چې د يوسف په نوم ده، راغلې ده.

يوسف د يعقوب نبي زوى دى . مور يې راحيل نومېده. مور يې مړه وه. دى خپلې ترور ايليا لوى كړ. يعقوب دولس زامن لرل چې تر ګردو نېك او تر ګردو ښكلى پكې همدا يوسف و.

يوسف يوه شپه خوب ويني چې يولس ستوري او سپوږمۍ او لمر ورته سجده كوي. يوسف خپل خوب پلار ته تېر كړ. پلار يې ورته وويل ، خوب دې وروڼو ته مۀ تېروه. له يوسف سره د وروڼو رخه كېده. يوه ورځ يې په څه چل صحرا ته بوت، هورې يې كوهي ته ګوزار كړ او د هغه په وينو سور كميس يې پلار ته وروړ، ورته ويې ويل، يوسف ليوانو وخوړ.

يو كاروان چې مصر ته روان و، يوسف يې له كوهي راويست. مصر ته يې ورسره بوت چې خرڅ يې كړي. د مصر عزيز ( د مصر د چارو سنبالګر ) چې نرښځى و د خپلې ښكلې مېرمن زليخا په ټينګار، يوسف په ارزانه بيه وپېرود. د مصر عزيز، زليخا ته وويل چې اولاد نلرو، يوسف ښه وروزه ، په زوى ولۍ به يې ونيسو.

يوسف د عزيز په كالۀ كې لوى شو او خداى ، د خوبونو د تعبير علم وروښود. زليخا چې د دۀ ځوانۍ ته وكتل ورباندې ميينه شوه. هڅه يې وكړه يوسف ته ورنژدې شي خو يوسف ورنه ځان ساتۀ. يو ځل چې په يوسف پسې ورغله هغه ځنې وتښتېد. هغې پسې منډه كړه. د يوسف د كميس شاتنۍ لمن په ګوتو ورغله. لمن څېرې شوه. دغه وخت د زليخا مېړۀ راپيدا شو. زليخا مېړۀ ته وويل ، دى بندي كه.

د مالت ښځې چې د زليخا له كيسې خبرې شوې ، په هغې يې بد وويل چې په غلام يې زړۀ بايللى دى. زليخا دوى مېلمنې كړې. له ډوډۍ وروسته مېوه راغله. ښځو چاكوګان راواخيستل چې مېوه وخوري. دغه وخت يوسف راښكاره شو. مېلمنې د يوسف په ننداره كې داسې غرقې شوې چې د مېوې په ځاى يې چاكوګان لاسونو ته ونيول، لاسونه يې ژوبل كړل. زليخا مېلمنو ته وويل ، دى هماغه دى چې ما ورباندې ملامتوئ.

يوسف په نۀ كړې ګناه بنديخانې ته واستول شو. په بنديخانه كې يې خوبونه تعبيرول. هلته د عزيز د دربار اشپزباشي او شرابدار هم بنديان وو. شرابدار خوب وليد چې انګور ټينګوي، شيره يې باسي او اشپزباشي خوب وليد چې مرغه ورنه د سر د پاسه ايښي شكوره ډوډۍ تروړي. يوسف دواړه خوبونه تعبير كړل. ويې ويل ، اشپز باشي به په دار شي، غوښې به يې د هوا مرغان وخوري، او شرابدار به بيا په دربار كې شرابدار شي .

همداسې وشول. يوسف اووه كاله په بند كې پاتې شو. دغه وخت د مصر عزيز خوب وليد چې اووۀ ډنګر غويي راشي اووۀ چاغ غويي وخوري. د خوب په تعبير څوك پوه نه شول. شرابدار، عزيز ته يوسف ورياد كړ. يوسف وويل، د خوب معنا دا ده چې اووۀ كاله به پرېماني وي، بيا به اووۀ كاله كاختي پسې راشي.

د مصر عزيز د يوسف تعبير خوښ كړ. يوسف له زندانه خوشي شو. عزيز خپله ښځه زليخا، هغه ته وبخښله او د مصر خزانه دار يې مقرركړ. يوسف د پرېمانۍ په كلونو كې زېرمه كړې غله باندې د وچكالۍ په موده كې د قحط مخه ونيوله.

د كاختۍ په كلونو كې چې د يوسف وروڼه په غنمو پسې مصر ته لاړل، له يوسف سره يې وليدل. يوسف له دوى سره ښۀ چلند وكړ او خپل كميس يې پلار ته واستاوۀ. يعقوب چې د يوسف له غمه ډېر ژړلي او نابيا شوى و، د زوى د كميس بوى بينا كړ. وروسته بيا يعقوب او زامنو يې مصر ته كډه وكړه. دوى ټولو هلته د يوسف په بركت خوشحاله او د عزت ژوند وكړ.

دغه كيسه چې اول په تورات كې راغلې ، په مختلفو طريقو روايت شوې ده. د زليخا نوم په قرآن كريم كې نشته.

* * * *

د تلميح د ښكلا او معنا د درك لپاره له اړوندې كيسې سره بلدتيا ضروري ده. د يوسف كيسه كه څه هم ډېره مشهوره ده خو په ( بې ګناه بندي ) كې يې دومره ګڼو اړخونو ته اشاره شوې ده چې په ليكنه باندې د پوهېدو لپاره يې د خلاصې راوړل لازم ښكاره شول.

تلميح د ايجاز او تشبيه او تناسب له لارې د ليكنې ښكلا او معنا زياتوي. تلميح د كيسې ناويلې برخې لوستونكي ته وريادوي او هغه د ايجاز خصوصيت چې په لږو كلمو كې د ډېر څه ويل دي، په تلميحي ليكنه كې پيدا كېږي. ګناه د زليخا وه مګر بنديخانې ته يوسف واستول شو. د استاد په ليكنه كې دې موضوع ته اشاره نشته خو لوستونكى د يوسف او فكر ارتباط ته انكشاف وركولى او فكر هغه محكوم بللى شي چې د هوا او د نفس د پيروانو قرباني شوى دى ، د هغو كسانو چې د شخصي ګټو او غوښتنو په خاطر د فكر او نظر له ازادۍ سره مخالفت كوي.

كله چې لوستونكى د ليكنې د معنا او ښكلا په بشپړولو كې ځان شريك وويني، د رضايت احساس يې زياتېږي. موجزې ليكنې همدا كمال لري او تلميح د ايجاز يوه ذريعه ده.

له تناسبه منظور په ادبي متن كې د كلمو معنوي ارتباط او تړاو دى . د استاد په ليكنه كې يوسف، بې ګناه بندي ، څاه ، خوب ، لېوۀ ، د خوب تعبير او ځينې نورې كلمې د يوسف عليه السلام د كيسې په تار پېيل شوې او له يو بل سره يې تناسب او تړاو پيدا شوى دى . تناسب د يو متن د اجزاوو تر منځ وحدت پياوړى كوي او د اثر انسجام زياتوي.

د استاد په ليكنه كې فكر له يوسف سره تشبيه شوى دى. هره تشبيه دوه اصلي مقصده لري:

يو – د يوۀ مفهوم ، معنا او ناليدلي وجود مجسم كول.

بل – د مشبه د اهميت زياتول.

فكر نه ليدل كېږي خو د يوسف كيسه په خيال كې ليدل كېږي. استاد الفت د دې كيسې په مرسته د فكر د مظلوميت ، اهميت او نهايي بري د مجسم كولو كاميابه هڅه كړې ده. زموږ په ادب كې يوسف عليه السلام د ښكلا اعلى مثال دى، نو ، د فكر د ښكلا د ښودلو لپاره يوسف ډېر مناسب انتخاب بللى شو. استاد داسې نه وايي چې فكر د يوسف غوندې دى بلكې ليكي چې ( دا هغه يوسف دى .. . ) يعنې د ورته والي په ځاى د يوشان والي خبره كوي څو په دې ډول د مشبه ( فكر ) په اهميت لا ډېر تاكيد شوى وي.

د تشبيه د موثريت دوه اصلي شرطه دا دي : يو چې نوې وي او بل چې د مشبه او مشبه به تر منځ يې د ورته والي وجوهات ډېر وي.

د فورمالسټو ادبپوهانو په نظر ليكنه هغه وخت ادبي ارزښت پيدا كوي چې نااشنا شي، چې د ناڅاپي توب ځانګړنه پكې پيدا شي. د معشوقې قد له سروې سره ورته بلل يا د معشوق حسن د يوسف له حسن سره تشبيه كول ځكه نور ادبي ارزښت نه لري چې نا اشناوالى پكې ختم شوى دى خو له يوسف سره د فكر تشبيه بالكل نوې خبره ده ، سمدستي توجه جلبوي.

د كيسې د ښه پاى په باره كې يو مشهور نظر دا دى چې هم بايد ناببره وي هم قانع كوونكى . لوستونكي ته بايد ټكان وركړي چې دا څه وشول ؟ ما خو داسې نه ګڼله. او ورسره جوخت چې كيسې ته په ذهن كې يو ځل بيا ځير شي نو له ځان سره ووايي : هو، ولا، همداسې بايد شوي واى.

د استاد په ليكنه كې صرف په اخر كې پوهېږو چې له يوسفه منظور فكر دى . دا نا اشنا او ناببره نتيجه ده، ټكان راكوي خو چې ټول متن ګورو نو قانع كېږو چې هو، همداسې ده !

هر څومره چې د مشبه او مشبه به تر منځ د شباهت اړخونه زيات وي هغومره تشبيه پياوړې او اغېزمنه بللى شو. يوسف او د يوسف كيسه له فكر او په استبدادي ټولنه كې د فكر له تقدير سره دومره مشابهتونه لري چې د شمېرلو لپاره به يې مجبور يو د استاد كابو ټوله ليكنه رانقل كړو.

لكه څنګه چې يوسف بې ګناه بندي وو او ازادي يې د فساد سبب نه ګرځېده بلكې ټولنې ته يې ګټه راوړه، د غسې فكر هم په استبدادي ټولنه كې په بند محكوم وي ، تنګ نظري ورنه واهي وېره كوي او د فساد سبب يې ګڼي حال دا چې د فكر د ازادۍ په بركت انسان له ناخبرۍ راوتلى او خپلو ستونزو ته د حل لار لټولى شي. لكه يوسف چې د جفا كارو وروڼو په كار راغى ، د فكر ازادي ان د هغو په ګټه هم ده چې جفا ورسره كوي او لكه څنګه چې يوسف اخر ازاد شو، تاريخ راته وايې چې په ځولنو كې د فكر ساتل مشكل دي، فكر به خامخا ازادېږي، رڼا په فانوس كې نه ايسارېږي.

ساينس پوهانو ويلي دي چې ستن، هغه حشره چې د كابل خلك يې بمبيرك بولي ، د ځمكې په مخ درې سوه ميليونه كاله ژوند كړى خو په دا هومره موده كې يې په ژوند كې تغيير نه دى راوستى. خو عاقل انسان، يوازې په څو زره كاله كې د مځكې په مخ لوى مدنيتونه وهستول او بې شمېره وسايل يې وپنځول . دۀ دا هر څه د فكر په مټ وكول.

په پخوانيو تمدنونو كې تر بل هر يوۀ د يونان اغېزې ډېرې ژورې او خورا زورورې دي او دا ځكه چې هلته د فكر ګل غوړېدلى و. هلته كه د قدرت لېوال، د شتمنۍ شوقيان يا ملنګان و مرتاضان اوسېدل نو ځينې داسې كسان هم وو چې فكر كول يې كسب و كار و. د دغو محدودو كسانو په بركت ، يونان ، چې د هغه وخت تر ايران كمزورى او تر مصر بېوزلى و، تر دا اوسه زموږ په ذهنونو باندې معنوي حكومت كوي. موږ په لېسو، په مدرسو او په پوهنتونونو كې تر ننه پورې په زرګونو هغه كلمې اورو چې اصلي سرچينه يې په يونان كې ده.

نو، استاد الفت كه د انسان د عزت او ترقۍ عامل ، يعنې د انسان فكر، د ښكلا، پت او پوهې له اعلې مثال يعنې يوسف سره تشبيه كوي، د نخښې منځ ولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *