حیات الله ژوند

لکه محشر چې وي، لکه د ژوندیو موجوداتو ژوند چې پای ته رسېدونکی وي. ټوله ځمکه انسانانو پوښلې، مخ په وړاندې درومي. لکه لمر چې له انسان نه یوه دوه نېزې لوړ ولاړ وي او د انسان ماغزه د هغه په کوپړۍ کې ورخټوي. د دې ښار، د دې هېواد او د دې ګردې نړۍ وګړي مخ په وړاندې روان دي، لکه یونانیان چې پر ټړای ښار وروختل، ویران يې کړ او ویرانۍ ته يې تلوسه لرله، لکه د هلن ژوند يې په تورتم واړاوه، دا خلک هم همداسې مخ په وړاندې ګامونه اخلي او وارخطا برېښي.

ملاوې يې کړوپې دي، دوی تر ځان دوه درې ګوتې اوږده تابوتونه پر اوږو کړي دي، د هر یوه تابوت تر کپرۍ دوه درې لوېشتې اوږد او له ځمکې بیا نیمه یوه لوېشت لنډ دی. په دغو تابوتونو کې څه دي، چې پر دوی دومره درانه شوي دی؟ خپلې ارواوې خو به نه لېږدوي، له خپلو اعمالو خو يې نه دي ډک کړي؟

ښه رښتیا! وايي اعمال په تله تلل کېږي. هر څه چې په تله د تللو وړ وي، درون او سپک خو به ضرور وي. دوی هر یو داسې بار وړي، چې ګومان کوم ښه درون دی؛ خو دننه يې څه دي؟ دا یو راز دی، چې نه زه پرې پوهېږم او نه هم بل بنیادم. دا ټول بنیادمان د یو له بل له رازه ناخبره دي، څه لېږدوي او کومې خوا ته درومي؟

تر شا يې سوزنده باد لګېدلی دی. ښايي دوی د باد له امله مخ په وړاندې روان وي. دوی به له دغه باد سره د مخامخېدا توان نه لري او غواړي به له دغه باده ځان یوې امنې سیمې ته ورسوي؛ خو دا نړۍ د یوې هګۍ په څېر هواره ده، د پنا ځای نشته. دلته یو کس راج چلوي، ټول يې تابع دي؛ خو اوبووړي سپين ځګ ته هم لاس اچوي، دوی په سپین ځګ د یوه ناجي ګومان کوي، ګومان کوي، چې وچې سیمې ته به ځان ورسوي، دوی مخ په وړاندې روان دي، ګومان کوي، چې د امن سیمه به ومومي؛ خو نه د امن سیمه لیدل کېږي او نه هم د ژغورنې لار.

د ځینو تنې پياوړې دي، ځینې يې خوار لکه په ټول عمر چې ورته په مړه خېټه ډوډي نه وي رسېدلې. لمر د انسانانو تر کپرۍ یوه دوه نېزې لوړ دی، ټوله دنیا، ټوله نړۍ او تر هغې چې د سترګو لید لګېږي، روڼ ډاګ ښکاري. غر په سترګو نه لیدل کېږي، تر کومې چې د سترګو نظر رسي، ګڼه ګوڼه ده. هر انسان صرف د پښو د اېښودو ځای په واک کې لري، دا ځای د ده خپل ملکیت ګڼل کېږي، تر دې ورهاخوا يې واک نشته، که واک يې وي هم، هلته تر څنګ، تر شا، مخامخ يې بل انسان ولاړ دی یا روان دی، دا نړۍ په دومره پراخوالي ولې دومره تنګه شوه؟

دا ډول ګڼه ګوڼه مې یو ځل پخوا هم لیدلې وه، توپير يې دا دی، چې اوس دا لمر، ځمکه او پورته اسمان د نن په څېر نه وو. په یوه کټ کې د وګړو پر اوږو لېږدول کېدم، خلک شاولې واولې روان وو او زه هم ورسره یوه اړخ او په بل اړخ ښورېدم، تر شا مې لیکه خلک ولاړ وو. تر هغې چې مې سترګو کار کاوه، خلک تر سترګو کېدل. بل توپير يې دا و، چې هلته خلک په ګډه زما کټ لېږداو او یو له بل سره يې مرسته کوله، کله به یو کس زما د کټ څنډه ونیوله او کله به هم بل. هلته یو بوډا له ویالې نه تېرېده، یوه ځوان پايځې بډ وهلې، ملا يې کړوپه کړه، پر اوږو يې کړ او له اوبو يې ها بل خوا پر وچه ودراوه. بوډا له له چپ لاسه د هلک څپلۍ پر ځمکه وارتې کړې، د هلک پښو ته يې سمې کړې، هلک څپلۍ په پښو کړې، د بوډا لاسونه يې مچي کړل، په سترګو کې يې د مینې رڼا څپې وهلې.

همدا اوس اوس به دا خلک هغه بوډا په تابونو کې نه لېږدوي؟ نه رښتیا، د هغه بوډا تنه خو کوچنۍ وه، دلته د خلکو ملاوې د بار د درونوالي له امله پر ځمکه لګي. دلته ګڼه ګوڼه دومره زوروه ده، چې بره په هوا کې د انسانانو ګنګوسی د مچیو په څېر تر اسمانه رسي. زموږ پر سر سپين ځلنده او اورورین لمر ولاړ دی. غږونه په اهتزاز دي، د انسانانو زیاتې ګڼې ګوڼې غږونه په یو بل کې ننباسي، دغو انسانانو لکه د مچیو په څېر خپل میر ورک کړی، ځکه خو سرګردانه دي؛ خو دوی هر یو له ځان سره او له خپل تابوت سره په ګوڼېډا دي.

زه چې د خلکو په اوږو وم او شا شا ته مې ورکتل، پر ما د راپرتې روجايۍ له چولو څخه د خلکو غږ راته. راروانو خلکو ابدي سکون راته غوښت. دلته ځينې څېرې راته اشنا دي. زموږ د کلي خلک پکې یو نیم راښکاره شي؛ یو بل سره وپېژنو؛ خو له یوه بله پردي یو، دا پېژندګلوي مو صرف په زړونو کې څپې وهي، موږ ان په سترګو کې هم یو بل ته د پېژندګلوۍ پيغامونه نه استوو. مخامخ مې یو لنډی، پلن او خېټور سړی ګړندي ګامونه پورته کوي، خېټه يې پر ځمکه کشېږي، پر اوږه يې تابوت اېښودل شوی دی، لاسونه يې شا ته کاږه کړي او تابوت يې داسې په خپلې ملا پسې نیولی، لکه پلار چې خپل ماشوم په شا کړی وي. ده هم راته د ابدي سکون تمه کوله؛ خو په خپله يې ابدي سکون وموند؟ اشنایان ټول په یوې سرګردانۍ سر یو. ښايي دا به د ابدي سکون ته رسېدا لپاره یو ځورونکې ازموینه وي؛ خو موږ ټول عمر په ازموینه کې تېر کړ، تر پيدايښت مخکې رانه ژمنه اخیستل شوې وه، اوس روان یو، یو سراب په حقیقت اړوو.

لمر د یوه واکمن په څېر، د زردشت د خدای په مقام ولاړ دی. ځینې خلک ورته په مینه ګوري، لا هم ورته تعظیم کوي؛ خو د یوه بل واکمن د مينې له وجې له وېرې  دا تعظیم په زړونو کې ځپي، بېرته نېغ درېږي، خو پر ملا يې تابوت درونوالی وکړي، بېرته کړوپ شي.

زه له نورو خلکو ورو ورو شاته پاتېږم، دوی ګړندي روان دي، له ډېرې ستړیا مې له اوږو تابوت ورو ورو پر ځمکه لګېږي، زه په ځان پورې پښې راکشوم او ځان دومره ستړی احساسوم، چې دا نړۍ، د ستورو راپرېوتې زرې او د اسمان د وجود راپرېوتې ټوټې لکه زما پر اوږو او زما پر اوږو په تابوت کې راغونډې شوي دي؛ خو زه یواځې نه یم. دلته نور وګړي هم راسره پښې څښوي. د دوی په ډله کې یو خو تر ما هم خوار، تر ما کمزوری او تر ما هم ستړی برېښي، هره پښتۍ په پوستکي کې بوټه راوتلې ده، پر ملا يې واړه واړه ټپونه لیدل کېږي او ټپونو يې خروکي نیولي دي، ته به وایې، په ټپونو يې څو اوونۍ اوښتې دي. د سر وېښتان يې د ګرمۍ له وجې ژېړ رنګ اړولی.

دوی په خپلو منځونو کې سره ګړېږي. د ننني واکمن درباریانو ورته ويلي، چې اویا زره کاله به منتظر کېږي، چې واکمن يې خپل حضور ته ومني. لمر زموږ د سر ماغزه خوټوي، له سترګو مو سپينه اوبلنه ماده روانه ده، له ډېرې روښنايۍ مو سترګې خپله بینايي بایلي، خو دا بینايي بېرته راګرځي، دا عذاب تلپاتی عذاب دی.

په شپې پسې مو سترګې ووتې. اویا زره کاله… ورځ او شپې هم خپل حیثیت بایللی، دا زماني واټن به څه وخت پای ته ورسېږي؟ ورځ به څنګه سبا شي؟ پر موږ بلها وخت ووت، شپه رانغله، لمر ډوب نه شو، له خپل شدته ونه غورځېد. شپه به هم سترګې وغړوي؟ اویا زره کاله به څنګه ووځي؟

زه له مخکې تګه پاتې لوېدلی یم او احساسوم، چې زه هم پر همدې برخلیک اخته یم، اویا زره کاله… زما له دغو کسانو چې زما په شاخوا کې له کاروانه پاتې دي، ګډ ټکی لیدل کېږي، یو اوږد انتظار. داسې انتظار چې د پای شېبې يې خورا اوږدې دي او دا انتظار به هره شېبه له یوه تازه کېدونکي عذاب سره مل وي.

۱۳۹۷/ زمری/ ۲۰ – دارالامان

2 thoughts on “تابوتونه، د ارواوو پر اوږو | حیات الله ژوند”
  1. ګرانه حياته ! اغه دفيسبوکيانو خبره په ګوتو اومغزو دي برکته شه ، دا کيسه دمعاصر ادب اوپه تېره په پښتو ادبياتو کې دپوست مودرنيتي ادبياتو يوه ډيره روښانه نمونه ده ۔ دلته جاري ژوند او اوساطير سره اوږه په اوږه پر مخ ځې اوزموږ دحاضر نسل دتراژيدى تابلو انځوروي ۔

    ستا دلا نيکمرغيو او برياوو په هيله ۔

    ا۔ک

  2. محترمه حبات الله ژوند !
    په ګوتو دې برکت شه .الله دي نو توفیق او استعداد درکړي چې تر دې نوې هم ښې ًصې ولیکې او موږ به یې د لوستلو په طمه وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *