که چا تله د انصاف په لاس کې درکړه

خپل ټټو او د بل اسپ به برابر کړي

د تلې دواړه خواوي هله برابرې شي، چې سړی سره انصاف وي. الله ج هم فرمایلي چې تاسو عدالت وکړئ، ځکه دا تقوا ته نږدي دی. دا خبره مې د اوسنیو ځوانانو لپاره ده، چې د بغض له ذاويي هرې موضوع ته ګوري. حقیقت یوې خواته کړې او کوشش کوي چې خپله ګوندیزه او باطله خبره په مخاطب ومني. دا اکثر وخت د ګوند لخوا کیږي. تاسو به هم تجربه کړي وي، چې یوه حقه خبره وي؛ خو چې زما د ګوند سره او زما د پېر سره په ټکر کې وه؛ نو په والله که یې پرې ومنی. دی به کوشش کوي، چې ستا حقه خبره درباندې باطله ثابته کړي او خپلې باطلې خبرې ته د حقیقت جامه واغوندې.

یوځای کې مې لوستي و، چې انسانان په درې ډوله دي:

۱ـ ضدي: دا هغه خلک دې، چې کوشش کوي خپله خبره درباندې په زور ومني. لکه دا پورته مې چې درته اشاره وکړه.

۲ـ متاثره: هر چا چې ورته خبره وکړه، که هغه حقه او یا باطله خبره وي؛ نو دی به ورنه متاثره شي. خبره به ورته وکړي؛ نو زر به یې درسره قبوله کړي او حتی دا خبره بیا تر بل چا هم رسوي.

۳ـ حقیقت پلټوونکي: دا هغه خلک دي، چې نه ضد کوي او نه متاثره کیږي. دا هغه خلک دي، چې د هر چا خبره په پټو سترګو نه مني، لکه الله ج چې وایی (( فتبینو)) تاسو د یوې خبرې په اړه تحقیق وکړي، داسې نه شي، چې تاسو یوې ډلې او یا یو کس پورې بوهتان تړلی وي او وروسته پښیمانه نه شي.

زموږ په اوسنیو ځوانانو کې دا دریمه ډله خلک په زره بین کې هم نه ښکاري. اکثریت یې اوله ډله ده، چې دا هم لکه پورته مې چې وویل چې حتمي به په یوه نه یوه ګوند پورې تړلي اوسي. دوی ډیر بد بخته خلک دي. دوی هغه خلک دي، چې پېر یې په دوی کې پړۍ اچولی او چې هره خواته یې کش کوي؛ نو دوی ورسره روان اوسي. که په سمه لاړل او که په کندو؛ خو چې یو څو روپۍ، مشهورتیا او منصب پکې وي بیا په خاپوړو هم منډې وهې. تاسو ټولنیزو شبکو ته ننوځی، چې دا خلک څومره په خرورونو تر سترګو کیږي.

اوس خو به موږ هر کار وکړو؛ خو حقیقت یو وخت رابرسیره کیږي. داسې کار ونه کړو، چې همیشه ورباندې بیا پښیمانه واوسو. زموږ موخه په هر کار کې د الله ج رضا ترلاسه کول دي، نه د بنده. موږ کولی شو، چې د بندګانو په سترګو کې خاور وشیندو؛ خو یو څوک شته چې موږ ویني او زموږ په زړو او چارو حاکمیت لري. کوشش مه کوئ، چې الله ج خفه او بنده ګان خوشحاله کړئ. کوشش وکړئ، چې الله ج خوشحاله او بنده ګان خفه کړئ. مطلب حق او باطل سره جلا کړئ او بیا قضاوت وکړئ.

اوسني ستونزې هم د همدوی د لاسه رامنځته شوي. پېر په نرمه توشکه ناست، شین چای، خدمتګاران او دی بدبخته، چې یو څو روپۍ تر لاسه کړی؛ نو هر کار ته تیار دی.

اوسنیو ځوانانو ته زما توصیه همدا ده، چې مه کوئ، حقیقت پلټوونکي واوسی. هغه کار وکړی، چې الله ج درنه راضي او مسلمان ورور ته مو پکې  خیر وروسیږي. د بل چا په اشاره د خپل ورور پښې مه وهئ. که چاته مو خیر نه رسیږي؛ نو ضرر خو مه ورسوئ.  هغسی مبارزه وکړئ، چې حقیقت ته پکې ورسیږي. که داسی وکړو، زه هم خوشحاله، ته هم خوشحاله او دښمنان دي راته رډي رډي ګوري نو.

که مو داسی وکړل؛ نو بیا دا کار بیا نه تکراریږي، چې شاعر وايي

د پښتنو د ژوند دا نيمه برخه داسى هم ده
 دوى خو کوي پـه هـديرو او پـه قـبرونـو ژړا (اجمل شیخ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *