د ښار د ګڼې ګوڼې ډکه برخه کې یې د نوي ماډل ټوډي موټر د څنګ اشاره ولګوله، داسې یې وښوده چې د سړک غاړې ته ودریږي او سودا اخلي، ورنږدې ولاړ ترافیک، په ګاډۍ کې میوه پلورونکي ته په ترخه لهجه د ځای د خالي کولو امر وکړ، او د ټوډي له موټروان سره یې د موټر په سم ودورولو کې د لارښوونې مرسته وکړه.
ځوان راښکته شو، له ملتاني سوچه کټن نه جوړ کالي یې څنډ وهل چې کونڅي یې لږې کمې شي، په ببرو ویښتانو کې یې دواړه لاسونه ورکړل او شاته یې کش کړل.
ترافیک ته یې په امرانه لهجه وویل:
موټر ته ګوره !
د وړې غوښې قصاب ته یې وویل سل روپۍ ښکته او پورته پروا نه کوي خو مطلب غوښه بې کاره رانه کړې،
قصاب په چاپلوسانه انداز ورسره ومنله
– ښه صیب څومره ؟
– درې کیلو د کړايي لپاره
قصاب شاګرد ته وویل غوښه په موټر کې ورته کیږده
ځوان د څنګ له جیبه د پیسو بنډل راویسته، له دې امله یې له قصاب نه بخښنه وغوښته چې ټول پنڅه زرکون دي او زرګون یې پکې پیدا نه کړل،
قصاب پنځه زرګون شاګرد ته ورکړ چې د ګاونډي په دوکان کې یې میده کړي.
قصاب له ځوان نه د روژې وضعیت وپوښت
ځوان وویل :
– یاره روژه داسې په منډه ده سړی پرې هیڅ پوه نه شي، نن یې پنځمه ده خو تراوسه ما هغه شربتونه لا ازمایلي هم نه دي دي چې اوله ورځ مې اخستي دي.
ځوان نوره بقایا جیب ته کړه، خو پنځوسی یې په لاس کې ونیوه او روان شو
ترافیک یې لاره څارله، چې راورسیده نو پنځوسی یې ورکړ، دروازه یې په ځان پسې وویشه او د ترافیک دا خبره یې پوره ونه وانه وریده چې، صیب نور څه خدمت ؟!.
د قصاب دوکان مخې ته په ګاډۍ کې د سبزي پلورونکي او د لاس ګاډي چلوونکی تر منځ نرم جنجال روان وه ،د یو کیلو الوګانو او نیم کیلو بنجانو قیمت په هغو زړو لسګون نوټونو کې نه پوره کیده چې د لاس ګاډي واله ورکړي وې.
د پلورنکي ټینګار داوه چې یا پیسې پوره ورکړي او یا به سبزي ترې کمه کړي خو د لاس ګاډي واله ویل چې نورې یې نن دي ګټلي او که سبزي کمه کړې نو د کورنۍ ګوزاره به یې پرې ونه شي
– ځه سبا یې په همدې وخت درته راوړم
– سبا به زه چیرته ولاړ وم او ته به چیرته ګاډي ګرځوې
ـ ځه الله مهربان دی
– الله مهربان دی خو …..
دوی لا جوړ جاړي ته نه وو رسیدلي چې ترافیک راغی او مداخله یې وکړه
پلورونکي ته یې وویل:
سختې سپینې سترګې دې دي، هیڅ نه شرمیږې
څو ځلې مې درته وویل چې ګاډۍ دې له سړک نه لیرې کړه.
