تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: د بهرنیو چارو وزارت وایي، تاجکستان سره یې د یوې هوکړې له مخې ۸۰ افغان زندانیان خپلې خاورې ته را اړولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن یکشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې له جاپان او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان څخه غوښتنه کړې افغانستان سره د بندیانو په تبادله هوکړې ته ورسېږي.
د احمدي په خبره، تاجکستان د افغان چارواکو د دې غوښتنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته به د دوی د بندیانو د ورستنولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، په لومړي پړاو کې نن سهار اته نیمې بجې افغانستان ته د اتیا افغان بندیانو په سپارلو هوکړه شوې چې د محاکمې نور پړاوونه به یې کابل کې ترسره شي.
د یادونې ده چې دا مهال په ډېرې هېوادونو کې یو لوی شمېر افغان د مخدره توکو او انساني قاچاق په دوسیو کې بندیان دي چې افغان حکومت یې له یو شمېر هېوادونو سره په دې تړاو د هوکړو هڅې کړې دي.