تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: د تاجکستان سرحدي ځواکونو  د افغانستان له بدخشان ولایت سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي دي.

د بدخشان امنیه قومندان حبیب الرحمن مطمئین هم دا خبر تاییدوي او وايي، پېښه د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلی مطمئین وايي، په دغه سیمه کې د نامسووله وسله والو او قاچاقبرو سره د تاجکستاني ځواکونو نښته راغلې ده: (( دا قاچاقبر تاجکستان ته اوښتل، چې جګړه رامنځته شوې او د شهر بزرګ ولسوالۍ دوه قاچاقبر په کې وژل شوي، خو نامسووله وسله وال بیرته راګرځېدلي دي.))

 نوموړی وايي، د شهر بزرګ ولسوالۍ په څلورو کلیو کې نامسووله وسله وال او قاچاقبر زیات شوي او دوی یې د مخنیوي توان نه لري.

 شهر بزرګ ولسوالي د بدخشان سرحدي ولسوالي ده چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *