تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: د تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو د مشترک المنافع هېوادونو په ناسته کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د سیمې پر امنیت یې د اغېز په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
دا غونډه چې د جمعې له ورځې پیل او پرون ناوخته یې حاشیوي لیدنې پای ته ورسېدې، په ترڅ کې یې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبرداری ورکړی چې مشترک المنافع خپلواک هېوادونه دې د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو په تړاو متوجه اوسي.
نوموړي ویلي، د سیمې له ځینو هېوادونو څخه د ترهګرو لمن ته تللي کسان چې بېرته خپلو هېوادونو ته ورګرځېدلي، باید د افراطي افکارو او ایډیولوژیو په تړاو تر جدي څار لاندې ونیول شي، ترڅو دا افکار خپاره نکړي.
ښاغلي امام علي رحمان د افغانستان د وضعیت په تړاو هم کلکه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه احتمال شته چې د افغانستان وضعیت پر مرکزي اسیا هم تاثیر وکړي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف بیا وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې له همکارۍ پرته ناشونې ده.
ښاغلي میرضیایف زیاته کړې، ازبکستان د افغانستان بدلونون ته خورا اندېښمن دی، ځکه د افغانستان د شمال وضعیت مستقیما پر منځنۍ اسیا تاثیر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې روسیې هم په افغانستان کې د داعش حضور د خپل ځان لپاره ګواښ بللی او شنونکي وايي چې مسکو طالبانو ته هم د امریکا پر ضد لاس ځکه ورکړی چې دا هېواد له داعش څخه سخته وېره احساسوي.