تاند- د تاجکستان حکومت نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې دا هیواد به د افغانستان د دولت له هیڅ مخالفې ډلې سره خبرې ونه کړي.
د تاجکستان د ولسمشر د ستراتیژیکو څېړنو مرکز ريیس خدای بیردي خالق نظر په دوشنبې ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل«تاجکستان یوازې د افغانستان قانوني او مشروع حکومت په رسمیت پېژني او د دغه هیواد په خاوره کې به له بلې ډلې سره خبرې ونه کړي.»
ده دا څرګندونې د تاجکستان د دریځ په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وکړې.
د تاجکستان ستراتیژیکو متحدانو روسیې او دغه راز چین اعلان کړی چې له وسله والو طالبانو سره یې خبرې کړي دي.
خالق نظر په باور په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د فعالیت زیاتېدا روسیه او چین هڅولي چې د دې ډلې د مخنیوي لپاره له طالبانو سره تماس ونیسي.