تاند- د تاجکستان چارواکي وايي، د یوه افغان چارواکي د دې ادعا په اړه څېړنه کوي چې د طالبانو وسلې او هاموې موټرونه د تاجکستان په خاوره کې د روسي انجنیرانو له لوري ترمیم کېږي.
د تاجکستان د پوله ساتو د ادارې ویندوی محمد جان اُلغ خوجه یف نن /دوشنبه/ وویل، دا تورونه بې اساسه دي.
ده په عین حال کې وویل چې د افغان چارواکي د ادعا له جزییاتو خبر نه دی.
ده وویل، د سرحدي ځواکونو اداره د ادعا په اړه څېړنه کوي، د افغان رسنیو د راپورونو په اړه به مطالعه وکړي او د خپلو تحقیقاتو نتیجه به اعلان کړي.
په وروستیو کې د کندوز د پخواني والي محمد عمر صافي له قوله افغان رسنیو وویل چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د طالبانو لاس ته ورغلې وسلې او نقلیه وسایط د ترمیم لپاره تاجکستان ته لېږل کېږي.
د کندوز پخواني والي ادعا کړې چې نقلیه وسایط او وسلې په تاجکستان کې د روسي پوځیانو په اډه کې د روسي انجینیرانو له خوا ترمیم کېږي او بیا بېرته طالبانو ته رالېږل کېږي.
صافي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو او روسي پوځیانو ترمنځ دا ډول همکاري له نژدې دوو کلونو راهیسي دوام لري.
شاوخوا ۷ زره روسي پوځیان په تاجکستان کې دېره دي.
په وروستیو میاشتو کې بېلابېلو افغان چارواکو او د ملي شورا غړیو پر هغه څه چې دوی یې له طالبانو سره د روسیې مرسته یادوي، اندېښنه ښکاره کړې ده.
روسیه له طالبانو سره مرسته ردوي خو څو ځلې یې ویلي چې له دې ډلې سره تماسونه لري.
په مسکو کې د روسیې په کوربه توب د دغه هیواد، پاکستان او چین په وروستي کنفرانس کې د ملګروملتو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وشوه.