تاند- د ترکمنستان او تاجکستان ولسمشران وايي، د افغانستان د ستونزې د حل کولو لپاره یوازې سیاسي خبرې دې هیواد ته سوله او ثبات راوستلی شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د هغه ترکمن ساري قربان قلي بیردي محمد اوف په عشق اباد کې له کتنې وروسته وکړه.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پنجشنبې د ترکمنستان مرکز عشق اباد ته په دوه ورځني سفر ورسېد. دواړو ولسمشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي:«ترکمنستان او تاجکستان په دې کې د نظریووالی لري چې د افغانستان حالات یوازې د پراخ ملي دیالوګ پر اساس په سوله ییزو او سیاسي لارو حل کېدای شي.»

د دواړو هیوادونو مشرانو همداراز ویلي:«د افغانستان د کورنۍ ستونزې د حل کولو لپاره له پوځي لارې او له قوې څخه کار اخیستل منفي نتیجه لري او ګټه نه کوي.»

تاجکستان او ترکمنستان غواړي چې د افغانستان له لارې له یو بل سره د اورګاډي په وسیله وصل شي او همداراز دواړه هیوادونه لېواله دي چې افغانستان او د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته برښنا او ګاز صادر کړي.

د تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د عشق اباد په خبرو کې تاکید کړی چې دوی د افغانستان له حکومت سره د غښتلي نړیوال ملاتړ او په سیمه ییزه او نړیواله اقتصادي پروسه کې د دغه هیواد له یوځای کېدو سره د مرستې غوښتنه کوي.

امام علي رحمان او بیردي محمد اوف باور څرګند کړ چې باید په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د ملګروملتو تر چتر لاندې موثر سوله ساتونکی ماموریت لا فعال او په پراخ وکارول شي.

تاجکستان او ترکمنستان له افغانستان سره پوله لري او دواړه د افغانستان له خاورې څخه د مخدرو موادو له قاچاقه شکایت کوي.

په وروستیو کې د افغانستان شمال ته د ناامنیو له غځېدو سره د منځنۍ اسیا دا دوه هیوادونه هم اندېښمن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *