تاند- د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان نن /چهارشنبه/ د خپل هیواد له جګپوړو پولیس او امنیتي چارواکو سره د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې په اوږدو کې له تروریزم، افراطیت او مخدرو موادو سره د مبارزې پر لارو چارو د غور لپاره غونډه وکړه.
د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي رحمان له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې د پیاوړتیا لپاره د خپل هیواد د وسله والو ځواکونو د جنګي وړتیا د زیاتولو او د اړتیا په وخت پولې ته د ځواکونو د چټک رسولو امر وکړ.
د تاجکستان ولسمشر له خپلو امنیتي چارواکو سره دا غونډه وروسته له دې وکړه چې د راپورونو له مخې په سلګونو بهرني سختدریځي د تاجکستان پولې ته نژدې د افغانستان په بدخشان ولایت کې ځای پر ځای شوي دي.
دغو سختدریځو په وروستیو کې له لسګونو افغان پولیسو سرونه غوڅ کړل.
د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې په غونډه کې له منظمو جنایتونو او په تاجکستان کې د ځوانانو د سختدریځه کېدو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وشوه.