تاند- د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټه وايي چې د طالبانو او د ازبکستان د اسلامي حرګت یو شمېر وسله وال غړي له افغانستان سره د تاجکستان پولو ته نژدې په اډو کې راټول شوي دي.

د تاجکستان خبري رسنیو نن د دغه هیواد د امنیتي چارواکو په قول وویل چې د دغه هیواد وسله وال پوځ د دې په ترڅ کې چې د سختدریځو د احتمالي حملې په وړاندې تیارسی شوی او ځینو کمزورو سرحدي سیمو ته یې ځواکونه لېږلي، روسي چارواکو ته هم خبر ورکړی دی.

په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو په پولو کې د وسله والو سختدریځو د اډو خبره کړې وه او ویلي یې و چې یوه اډه د تاجکستان په پوله کې جوړه شوې او بله د ترکمنستان په پوله کې.

د کابلوف په وینا نژدې ۵ زره سختدریځي د تاجکستان پولې ته نژدې په اډو کې ځای پر ځای شوي او تر ۲ زره زیات نور د ترکمنستان په پوله کې دېره شوي دي.

ترکمنستان هم په وروستیو کې ویلي و چې ځواکونه یې له طالبانو سره مخامخ شوي دي.

د کابلوف په وینا د افغانستان او منځنۍ اسیا د پولو ترمنځ په اډو کې هره میاشت د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هیوادونو تر یو نیم سل زیات سختدریځي روزل کېږي.

کابلوف ویلي چې دا کسان نه یوازې د پیسو لپاره بلکې د ایدیالوژیکو هدفونو لپاره دغو اډو ته ځي او هلته جنګي زده کړې کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي دا هم ویلي چې دا کسان پسرلي ته انتظار دي څو هوا توده شي او حملې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *