د کورنیو چارو وزارت

تاند- د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په هالنډ کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی او پر ځای یې تورنجنرال تاج محمد جاهد نومول شوی دی.

جاهد د ولسي جرګې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو په صورت کې د کورنیو چارو وزیر کېدای شي.

نورالحق علومي، چې کابو یوه میاشت پخوا یې استعفا وړاندې کړې وه، په داسي هیواد کې د سفیر په توګه ګومارل شوی، چې له ډېرې مودې راهیسي یې کورنۍ هم په دغه هیواد کې مېشته ده.

جاهد، چې د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی، د پنجشېر اوسېدونکی دی.

د ده د ژوند لیک په اړه ویل شوي چې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې یې په پنجشېر کې دوولسم لوستی او وروسته یې په جهاد کې د برخې اخیستو ترڅنګ په پاکستان کې، په داسي حال کې تر دوکتورا لږ ټیټې زده کړې وکړې، چې لیسانس یې نه و اخیستی.

د مجاهدینو د حکومت په لومړیو کلونو کې جاهد د ضربتي غونډ قوماندان و، وروسته د شورای نظار د ملي امنیت د میکانیزه لوا قوماندان شو.

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته جاهد د شمال ټلوالې له نورو غړیو سره پنجشېر ته وتښتېد. او همالته د سلګونو نورو عادي کسانو په شان، چې حتی حربي ښوونځی یې هم نه و لوستی، د جنرالي رتبه ورکړای شوه.

ده د طالبانو د حکومت تر پرزېدو وروسته حربي پوهنتون لوستی او دیپلوم ترلاسه کړی دی.

جاهد په داسي حال کې حربي پوهنتون لوستی چې د ۰۵۵ فرقې قوماندان و.

7 thoughts on “تاج محمد جاهد د کورنیو چارو وزیر ونومول شو”
  1. دی ته وای بدبختی یو واقعی جنرال له لاسه ورکو په جای یو بی سیوادا انسان ته وزارت ور سپارو خلک باید تری پوشتنه وکری چی دا په کومه University کی وا په پاکستان کی

  2. اوس نو موږ د پارلمان د وکیلانو اسلام او قضاوت ته منظر یوو که یی داسی یوه بیسواده سړی ته رایه ورکړ ه نو انشالله د قیامت د ورځی مختوری به وی او که یی مثبته رایه ورنکړه ایمان به تیر کړی او شهامت به یی کړی وی

  3. غنی صاحب مو ږ قوم او ژبه نه پالو ولی والله که تنها دا پنجشیریان ددی مستحق وی اوس یی له ویله ګردانو کابل ندی په امان او په هر جنایت کښی دوی لاس لری. دومره کبر او ظلم چی له خلکو سره کوی یهودان یی نکړی ټوله د جهاد ثمره همدا خلک باید وخوری؟ آیا دوی د ټولو تاجکانو نماینده ګوی؟ ايا دوی د نورو قومونو سرداران دی ؟ د دوی څه بهتری ده؟ خو بس ده د اجرایی ریاست چوکی خو مو په خیرات کښی ورکړه نورڅه غواړی؟ غنی صاحب لږ د زمریانو پوستین واغونده غیرت وکړه الله ج تسریع ویلی چی زه غیرتی ذات یم او غیرتی خلک می خوښیږی او کمک او مرسته ورسره کوم نور زیات پر خدای اتکا کوه دا خلک باید ډیر ښه درس ووینی او ګنی را خوشی کړه دا چوکی چی ریاست جمهوری ووینی

  4. یو څوک چی د جنګ د میدان څخه وتښتېد په عسکری لهاذ باید فایر سی. دی سربېره پر دې چی فایر نسو بلکی د تورن جنرالي رتبه یی هم اخستې ده. افغانستانه په تاکی هم عجبه بې غیرته انسانان ژوند کوی چی دخپلو پیسو رتبې یا د قدرت دپاره خره ته هم بابا وایی الله دی پر افغانانو ورحمیږی.

  5. ای لویه خدایه دزورو اوکبرجنو مو وساته
    دبې عدالتیو اوسرزوریو په وړاندې مو یووالې اوجراات اودبرید قوت نصیب کړه
    دپنجشیر دعلاقه داری دکبرجنو زورواکو اولوټمارو مو دیوې داسې لارښودنې په لور برابر کړه، چه دخپلو انسانې، اسلامې اووطنې حقوقو دلاسته راوړلو لپاره غږ اوچت کړو، اونوریې دکبر اوبدمعاشی په وړاندې په میړانه راپورته شو.
    ‌‌‌‌‌‌ډار او ترس خو یو طبیعې شی ده، ولې دومره ترس چه دخپل حق دغوښتو په وړاندې چپ اودخپل کور اوکلې په من‌‌‌‌‌‌ډو شو، نه دافغانیت اونه هم داسلامیت غوښتنه ده. هر هغه څوک چه دداسې بې عدالتیو په و ړاندې پټه خوله پاته شو، دهیواد تاریخ به یې دیاده ونه باسې

  6. یوسم خبر به وانه وریدل شي۰چیرې چې چرسي، بنګي، پوډري، مافیا، قاچاقچي،دلال،غل اوداسې نور ۰۰۰ دجنرال، مارشال،تورن۰۰۰درجې اخلي۰د جنرالئ رتبې ته رسیدل دومره آسانه خبرنده چې هرټوپکچي د جنرال کیږي ۰دهرې پچې لاندې یو( جن ران ) ۰په ټوله نړۍ کې دومره جنرالان نه موندل کیږي لکه چې په افغانستان کې ۰په اساسي قانون کې راغلي چي یو وزیردې لوړې زده کړې ولري خوزمونږ په ځنګلي شوراکې هرڅه تصویبیږي ۰نه قانون شته، نه اسلام شته اونه میړانه ۰خبره دملت دوینې ځبیښل ده لکه دملا نصرالدین پوستین ده۰

  7. اى الله مونږددغسى ظالموخلکودواک نه وساته،اى الله مونږ ډير زيآت ګنهګاريو دغه قسمه جاهل خلک زمونږ دسرنه واخله ، اى الله مونږته داسى مشران راکړه چى هغه يقينا ددى وړتيا ولرى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *