نورولي سعيد شينوارى

ژباړه: نورولي سعيد شينواری

كه څه هم په تاريخ او افسانه كې د زمكې او اسمان هومره توپير دى. خو د يو څيړونكي له نظره كه وليدل شي، نو د تاريخ په لمنه باندې په لوى لاس ځاى ځاى د افسانو پيوندونه لګول شوي او دا كار په داسې مهارت شوى، چې اوس خلك پرې سل په سلو كې د ريښتيا ګمان كوي.

خو نه داسې نه ده! اوس مهال د ساينسي څېړنو پر مټ ډېر تاريخي دروغ خلكو ته ورپه ګوته او ښودل شوي، چې پلانكۍ تاريخي افسانه د دغو دغو څېړنو له مخې حقيقت نه لري.ځېنې دروغ افسانې بيا مستندو تاريخونو هم نه دي راخيستي، خو د خلكو خولو ته كېوتي دي. تر دې چې څېړونكي يې دې ته اړ كړي، څو داسې هڅې پيل كړي. چې تاريخ له افسانو څخه پاك او جلا كړاى شي. په دې وروستيو كې يوې نوموتې ويبپاڼې ((ډسكوري)) د ايټالوي لرغون پېژندونكو د تازه څېړنو له مخې ځينې داسې تاريخي دروغ افسانې راوسپړلې، چې لنډيز يې ستاسې مخې ته ږدو.

۱)- د برتانوي ورځپاڼې ډيلي ميل له لارې ايټالوي لرغون پېژندونكو دا خبره دروغ ثابت كړه، چې ګواكې د وينس (ايټالوي)) سيلاني ماركوپولو (۱۴-۱۳ مه عيسوي پېړۍ) چين او حتى ټوله اسيا كې ګرځېدلى و. د دوى د څېړنو پر اساس دا خبره بالكل دروغ ده او ماركوپولو دغه ځايونه په سترګو هم نه ووليدلي.حال دا چې خلك وايي، نوموړي په لومړي ځل اروپايانو ته د چين او منځنۍ اسيا په اړه معلومات او څېړنې وړاندې كړې وې. د څېړونكو له قوله، ماركوپولو خپله سفرنامه له ځانه جوړه كړې. دوى زياتوي چې د ده راټول كړي معلومات ورته د تورې بحيرې په سواحلو كې ايراني سوداګرو وركړي وو.دا خو د ماركوپولو په اړه شوې څېړنې وې، چې له خپلې خېټې نه يې د چين او ټولې اسيا سفرنامه ليكلې وه. مګر ځېنې تاريخ ليكونكي بيا وچ په وچه په نورو خلكو پسې له ځانه دروغ ورتړي. دوى دا كار هغه شخص ته د عقيدت له مخې كوي او يا به شايد بله وجه هم ولري. خو په ډېرو مهمو تاريخي برخو كې ترې په يو نه يو ډول دروغ افسانه ځاى شوې او خلكو ته د يو ريښتيني تاريخي واقعيت په توګه وړاندې شوى وي. دغه دروغ افسانې كه څه هم په ځينو نوموتو تاريخي شخصيتونو پسې د عقيدت او مينې له مخې تړل كېږي، خو تاريخ به تر څوپورې دغه دروغ په خپلې لمنې پورې راكاږي؟؟؟تاسو به دا هم اورېدلي وي، چې د امريكا د لومړني ولسمشر غاښونه د لرګي وو!؟ مګر دا خبره له يوه سره دروغ ده، ځكه هغه مصنوعي غاښونه ايښي وو.۲)- يوه بله دروغ افسانه چې په ايزك نيوټن پورې تړل شوې، چې نوموړى يوه ورځ د د مڼې يوې ونې لاندې ولاړ و او له پاسه يې پر سر باندې مڼه راپرېوته. نيوټن فكر وكړ چې ولې يې مڼه پر سر راپرېوته ؟ د ده ښي او كيڼ لوري ته ولې پرې نه وتله؟ په دې اړه يې ډېر فكر وكړ او بيا يې له هغې وخته د ثقل د كشش(جاذبې قوې)(Law of gravity) نظريه وړاندې كړه.خو پوهان وايي چې نه دا خبره هم دروغ ورپورې تړل شوې ده. اصلي خبره دا ده چې نوموړي د جاذبې قوانين د خپل فكر پر مټ وضع كړي وو. خو كه په دې نظريه به يې چاته اطمينان وركاوه، نو بيا به يې مڼه هواته وغورځوله او دا به يې هغه ته وښوده، چې هر شى د زمكې د جاذبې په اثر بېرته زمكې ته راګرځي.۳)- د فرانسې د امپراتور ناپليون بونا پارټ په اړه ويل كېږي، نوموړى له ونې ډېر ټيټ او ايله ۵ فوټه لوړ و. چې په همدې خاطر يې د ټېټې ونې له كبله   احساس كمترۍ ته، خپل نامه ته ورته (Napoleonic complex) اصطلاح وكاروله.خو د پوهانو له نظره دا هم سمه نه ده او وايي، چې نوموړى له ونې ټيټ نه بلكې د نورو فرانسويانو په څېر د مناسب قد خاوند و.دوى وايي چې پخوانى فرانسوي فټ له اوسني معياري فټ سره توپير لري، دغه پوهان زياتوي، چې ناپليون د اوسني معياري اندازې له مخې پينځه فوټه او شپږ اينچه ونه درلوده.

۴)- د امريكا د متحده ايالاتو شپږم ولسمشر بنجمن فرانكلن كه څه هم ډېرې زياتې وړتياوې لرلې. فرانكلن په يوه وخت كې يو تكړه ساينسپوه، ليكوال، طنز ليكونكى، موسيقي پوه، خطاط، تكړه ډپلوماټ او په دې سربېره ډېر څه و..خو يوه خبره چې په نوموړي پورې تړل شوې، هېڅ تاريخي واقعيت نه لري. هغه دا چې خلك وايي برق هم فرانكلن كشف كړ.

پوهان وايي دا سمه ده، چې فرانكلن به يو ساينسپوه و. خو د برق كشفوونكى ځكه نه دى، چې د مقناطيسيت نظريه نږدې ۲۶۰۰ كاله پخوا رامنځته شوې وه. خو د برق او مقناطيسيت ساينسي څېړنې دا څو سوه كاله وړاندې د تاريخ برخه ګرځېدلي.دوى وايي چې په ۱۶ مه پېړۍ كې يوه انګرېز ويليم ګلبرټ د برق او مقناطيسيت په اړه څېړنې وكړې، چې ګاليله يې هم ستاينه كړې ده.۵)- د ايټالوي سيلاني كرستف كولمب په اړه تاريخ ليكي، چې نوموړي د امريكا لويه وچه كشف كړې وه. دا خبره بالكل سمه ده، خو له ده سره په كښتۍ كې د سيلاني ملګرو په اړه ويل كېږي: دوى ټولو چې د اوږدې مودې سفر وروسته هم د زمكې ټوټه پيدا نه كړه، نو د سفر پر مهال يې له كرستف سره په دې خبره شخړه او لانجه شوه، چې زمكه كروي نه ده. كه موږ همداسې دوامداره سفر وكړو، نو شايد له زمكې نه خلا ته وغورځېږو.د پوهانو په وينا د شواهدو له مخې دا خبره هم دروغ ده او هغوى ټول له كرستف سره په دې اند وو، چې زمكه كروي ده. د دوى په خبره د زمكې د كرويت نظريه له مودو مودو راهيسې د بېړۍ چلوونكو له خوا منل شوې وه.۶)- د نوموتي ساينسپوه البرټ انشټاين په اړه كيسه مشهوره ده، چې كه څه هم نوموړي به ويل د فزيك په پرتله يې له الجبري څېړنو سره ډېره مينه او علاقه ده. خو د ښوونځي په دوره كې د رياضي په مضمون كې سخت تمبل او حتى ناكام شوى هم و. خو د پوهانو په وينا، چې كله نوموړى په ښوونځي كې و. هغه وخت د زده كوونكو د لياقت د ارزيابې په پايله كې له يو نه تر شپږو نمرو پورې د جامونو (كپونو) وركول دود وو. لومړى نمبر جام به ډېر لايق او شپږم به يې ډېر نالايق او تمبل زده كوونكي ته وركاوه.كله چې انشټاين له ښوونځي نه فارغ شو، نو سمداواره دا قاعده هم بدله شوه او شپږم جام به ډېر لايق زدكونكي ته، خو اول نمبر جام به تر ټولو تمبل او ناكام زده كوونكي ته وركول كېده. چې دغې قاعدې بيا هلته كلك دود وموند.خو انشټاين ته يې تاوان دا وكړ، چې له هغه راوروسته خلكو فكر كاوه. ګواكې نوموړى په رياضي كې ناكام شوى و.

۷)- ويل كېږي چې د مصر اهرامونه د فرعونيانو له خوا په خلكو باندې جبرا جوړ شوي دي. دغه دروغجنه افسانه تر ټولو لومړى يوناني تاريخ ليكونكي هيروډوټس وړاندې كړه، چې خلكو هم په پټو سترګو ورسره ومنله.خو اوسني څېړونكي وايي چې نه داسې هم نه وه. فرعونيانو دغه اهرامونه په هغو مزدورانو باندې رغولي وو، چې دوى به يې په بدل كې پوره مزد وركاوه. څېړونكي وايي چې د مزدورانو د قبرونو له څېړنې څخه دا څرګندېږي، چې فرعونيانو معمارانو ته په ډېره درنه سترګه كتل او د هغوى عزت به يې كاوه.۸)- د مصر د ملكې قلو پطره په اړه مشهوره ده، چې د خپل مين مارك انطوني له مړينې وروسته يې د سيزر روميانو د لښكر له وېرې خپل ځان په يو زهري مار وچيچه او مړه شوه.خو ايټالوي څېړونكي وايي، دا خبره هم حقيقت نه لري. د دوى په وينا له قلو پطره دوه سوه كاله وروسته رومي تاريخ ليكونكى (cassius dio) كاسيوس ديو ليكلي چې نوموړې په ډېره ارامه توګه ساه وركړه. د څېړونكو په وينا كه چېرته قلوپطره په مار ځان چيچلى و، نو بايد كانګى او سالنډي يې هم ورسره مله واى، خو داسې نه وو شوي. ځكه نو قلوپطره د ځانوژنې له پاره ښايي د كومې بلې ارامې او نشه يي طريقې څخه كار اخيستى وي. ۹)- د روم د پخواني امپراتورنيرو په اړه كيسه كېږي. كله چې روم ته اور واچول شو، نو ده په هغه وخت كې له خوښۍ نه رباب يا بينجو غږوله.د اوسني پوهانو په وينا كه څه هم نيرو د موسيقۍ غږولو مينه وال و، خو په هغه وخت كې رباب، يا دې ته ورته د موسيقۍ بله كومه اله ايجاد شوې نه وه.دوى زياتوي چې د نوموتي تاريخ ليكونكي (Tacitus) تاسيتوس له قوله نيرو په دغه وخت كې د روم له ښار نه ۳۰ ميله لري تللى و.څېړونكي وايي، دغه خبره شايد په نوموړي پسې د عيسويانو له خواتړل شوې وي. ځكه نيرو له عيسويانو سره سخته كركه لرله.۱۰)- په ۱۹۲۳ ع كې چې كله په لومړي ځل د مصري فرعون توتن خامون مقبره وسپړل شوه، نو له هغې لږه موده وروسته د قبر راسپړوونكي مزدوران يو په بل پسې مړه شول.

په دغه وخت كې خلكو مشهوره كړه، چې په قبر كې طللسم او بدې ارواوې وې. ځكه يې دغه سپړونكي ووژل او كه بل څوك ورنږدې شي هغه به هم ووژني.

خو نويو څېړنو ښودلې چې هغه كسان ارواګانو نه دي وژلي. بلكې په دغه قبر كې يو ډول وژونكې باكترياوې وې، چې د قبر سپړوونكو ته يې سرايت كړى، په بيلابيلو ناروغيو يې اخته او مړه كړي وو.

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *