پلار په بېړه کوټې ته راغی، بکس يې پر مېز کېښود، چيغه يې کړه!

 _هارونه ، مروې ! چېرته ياست؟

ور خلاص شو، يوه ځوانه ښځه په وره کې ودرېده: ورو يې وويل:

 _لږ په کراره، دا وطن نه دی، ګاونډيان مه مجبوروه چې پوليسو ته تليفون وکړي.

سړي ځوانی ښځې ته وکتل، په يوه لاس کې يې چاړه وه او په بل کې هم سپين شوی پياز. ورغی، ښځه يې په غېږ کې ونيوله، ښځې وخندل او ځان يې ترې خلاص کړ، سړي پزه کش کړه، په خوند يې وويل:

 _اه! ښوروا، ښوروا، د وطن د ښوروا بوی راغی.

ښځه اشپز خانې ته ننوته. په خندا يې وويل:

 _ښوروا موروا نشته، د ماشومانو نه خوښېږي.

سړي وخندل:

 _ته يوازې د ماشومانو له غمه مړه يې! دا نه وايې چې خاوند دې ټوله ورځ پردۍ مزدوري کوي، وږی دی، که تږی.

ښځې واړه شوي پياز غوړو ته ور واچول، څغ شو، ښځه يو ګام شاته شوه.

سړي وويل:

 _ماشومان نه ښکاري.

ښځې د مېز پر سر ايښي رومي بانجان ته لاس و ر وغځاونه، ورو يې وويل:

 _لاندې پارک ته کښته شول.

سړی د اشپز خانې په کړکۍ کې ودرېد، لاندې يې وکتل، د ونو پاڼې ژېړې وې، پر اوږده څوکۍ يوې ځوانې نجلۍ د يوه ځوان پر ورنو سر ايښی و، هلک د نجلۍ په ژېړو وېښتو کې ګوتې تېرولې.

سړي وويل:

 _نه غواړم چې اولادونه مې اروپايي خوی واخلي، نن مې د خپل وطن يو مستند فلم ورته راوړی، که نور نه وي، خپل وطن او خپل خلک خو به وپېژني.

په دهلېز کې شور ماشور شو، دوو ماشومانو منډه راواخيسته، دواړه خپل پلار ته ودرېدل، په يوه غږ يې وويل:

 _های:

پلار وخندل، دواړه يې ښکل کړل، ورو يې وويل:

 _د ( های ) پر ځای سلام وواياست.

ماشومانو منډه واخيسه، پلار پسې غږ کړل:

 _هارونه، مروې، ښکلي فلم مې درته راوړی ، زما له بکسه يې در واخلی.

پاو ووت، هارون په وره کې ودرېد، تندی يې تريو و، ورو يې وويل:

 _پلاره، ته خو پوهېږې چې زما تاريخي فلمونه نه خوښيږي. زړه يې راتنګ کړ، پوره مې ونه کوت.

سړي په بېړه وويل:

 _تاريخي فلم نه دی، تېر کال د ٢٠١٤ په اپرېل کې جوړ شوی.

ماشوم لاندينۍ شونډه په خپلو غاښونو کې ټينګه کړه:

 _نه ، تاريخي فلم دی، خلک په خرو ګرځېدل، په ټول فلم کې مې پوخ دېوال ونه ليد، هر څه د خاورو رنګ درلود. ښځې او نارينه، ماشوم او بوډا، ټول ، ژېړ، زبيښلي ، خفه او ناروغه ښکارېدل…

ښځې سوړ اسويلی وايست، ورغله، ماشوم يې په غېږ کې ونيو، ورو يې وويل:

 _اه ګرانه، همدا زموږ وطن دی.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴

One thought on “تاريخي فلم/ لنډه کیسه/ نصيراحمد احمدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *