د کلونو پخوا خبره ده، غور نيکه مې د مرګ او ژوند په کشمکش کې را ګير و، خو تر وروستيو سلګو وړاندې يې زما نيکه ته يو ليک ورکړ او ورته وويل: زويه! په دې پاڼه کې زما د ټولو دښمنانو نومونه ليکلي دي. که غواړې چې ارام ژوند وکړې؛ نو يو په بل پسې يې له منځه يوسه.
نيکه مې ليک له ځان سره ساتلى و، کله چې هغه هم په جګړه کې د لګېدلي ټپ له امله يوه شپه د ژوند پر وروستۍ پوله ولاړ و؛ ليک يې را واخيست، څو نور نومونه يې هم په کې زيات کړل او ليک يې زما پلار ته په چوپه خوله او لړزېدلو لاسونو تسليم کړ.
اوس هغه ليک زما له پلار سره دى او زه يې ګورم چې هره شپه ناوخته خپلې عينکې را اخلي او نوې کرښې په کې زياتوي. زه پوهېږم چې نن يا سبا به دغه ليک له خپل وصيت سره ماته راکوي.
اوس نو زه له عجيبه ذهني جګړې سره مخ يم، ځکه زما تصميم عجيبه او بل ډول دى، ما پرېکړه کړې چې دغه تاريخي پاڼه له يوې مخې سپينه کړم او خپل زوى ته په کې د انسان په نوم د مينې ښکلى شعر وليکم.
٢٠١٤ د سپمبر ٣٠مه